اسرائیل غزې ته د ملګرو ملتونو پر مرستو د "غیر قانوني محدودیت" لګولو تورن شو

ملګرو ملتونو غزې ته د بشردوستانه مرستو په اړه د "غیر قانوني محدودیتونو" په تړاو پر اسرائیلو نیوکې کړي او په غزې کې یې د دوه اعشاریه اته میلیارده ډالرو مرستې زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د یونیسف یو چارواکی وايي، په غزه کې هره ورځ لږ تر لږه ۷۰ ماشومان ټپیان کېږي.

ملګرو ملتونو په غزه او لوېدیځه غاړه کې له فلسطینیانو سره د مرستې لپاره د ۲،۸ میلیارده ډالرو بودجې غوښتنه کړې ده.

په فلسطیني سیمو کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو ادارې مشر اندرې دومینیکا ویلي، د دې پیسو ۹۰ سلنه د غزې لپاره دي.

مرستندویه کارکوونکي هڅه کوي، د قحطۍ مخه ونیسي، په ځانګړې توګه په شمالي غزه کې.

د اندرې ډومینیکا په وینا، غزې ته د خوراکي توکو د کاروانونو له رسېدو سره، باید د اوبو او روغتیا ساتنې زیربناوې بیا رغول شي، چې د جګړې په بهیر کې ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم ویلي، اسرائیل غزې ته د مرستو پر وېش "غیر قانوني محدودیتونو" لګولو ته دوام ورکوي.

اسرائیل غزې ته د بشري مرستو د رسولو په لار کې هر ډول خنډونه او مخنیوی ردوي.

د اپرېل په لومړۍ نېټه د بشردوستانه مرستو پر کاروان د اسرائیلو لخوا برید، چې پکې د نړۍ پخلنځي مرکزي خیریه موسسې اوه تنه مرستندویه کارکونکي ووژل شول، تل ابیب د لوېدیځو متحدینو په ګډون تر نړیوالو فشارونو لاندې راوستی دی.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) له غزې څخه د نورو ټپي شویو ماشومانو د اېستلو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان وايي، له پرله پسې غوښتنو سره سره يې تر نيمايي لږ غوښتنې منل شوې دي.

د یونیسف یوه چارواکي ټس اینګرام د ماشومانو لویې شمېرې ته په اشارې سره چې د ډزو له امله ټپي شوي یا یې غړي پرې شوي، وویل په منځني ډول هره ورځ لږترلږه ۷۰ تنه ماشومان په غزه کې ټپیانېږي، چې بېړنیو مرستو ته د لاسرسي او پاملرنې لپاره د دغو ماشومانو لېږد ته اړتیا ده.

د فلسطین روغتیايي چارواکو په وینا، د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې له ۳۳ زره ډېر کسان وژل شوي او تر ۷۶ زرو ډېر ټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو د اسرائیل او غزې جګړې په اړه په خپل تازه راپور کې لیکلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې په غزه کې تر ۱۰ زرو ډېرې ښځې وژل شوې دي.

د ملګرو ملتونو په نوي راپور کې، چې په غزه کې د جګړې له شپږ میاشتو پوره کېدو سره هم مهاله خپور شوی، په غزې تړانګه کې د اسرائیلي پوځ او حماس تر منځ جګړه د "ښځو پر وړاندې جګړه" بلل شوې ده.

په دغه راپور کې ویل شوي، په تېرو شپږو میاشتو کې د وژل شویو ۱۰ زره مېرمنو له ډلې ۶ زره یې میندې وې او اوس ۱۹ زره یتیم ماشومان ترې پاته دي.

ملګري ملتونه وايي، هغه ښځې چې له جګړې ژوندۍ پاته شوي، اوس بې کوره شوي او له لوږې او قحطۍ سره مخ دي.

د دې راپور له مخې، د غزې په تړانګه کې تر یو میلیون زیاتې ښځې او نجونې تقریبا "خوړو، د څښاک پاکو اوبو، تشنابونو او روغتیا اسانتیاوو ته له لاسرسي پرته ژوند کوي او د یو شمېر ناروغیو له خپرېدو سره مخ دي."