تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه وايي د مرستو رسولو بهير کې د طالبانو حکومت د چارواکو "لاسوهنه ډېره شوې"
د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ څانګې، اوچا، ویلي چې په تېره سېپتمبر میاشت کې په افغانستان کې ۸۳ مرستندویې پروژې ځنډول شوې، چې د نژدې ټولو لامل یې د طالبانو د حکومت د چارواکو "لاسوهنه" ياده کړې ده.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې ژمې په را نژدې کېدو دی او لوی شمېر خلک جدي بشري مرستو ته اړتیا لري، ملګري ملتونه وايي د طالبانو حکومت چارواکو "کړنې او لاسوهنې" د یو شمېر پروژو د ځنډېدو لامل شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږې ادارې اوچا پرون سې شنبې په خپل میاشتني رپوټ کې وویل چې د ۱۷۳ پېښو له امله د مرستو رسونې بهیر له خنډ سره مخامخ شوی او ۸۳ پروژې د لنډ مهال لپاره درول شوي دي.
رپوټ کې راغلي چې د لاسوهنې په ګډون د دې پېښو نژدې ټولې یانې ۹۸ سلنه د طالبانو حکومت د چارواکو له خوا شوي، او تر ټولو ډېرې په سویلي، ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې رامنځته شوي دي.
په رپوټ کې "په بشري فعالیتونو کې لاسوهنه، له کارکوونکو سره زور زیاتی، د مرستو پر اړوند امکاناتو او توکو تېری، د بنسټونو د فعالیت او توکو د لېږد مخنیوی، د کارکوونکو په ګومارلو کې لاسوهنه، د کارکوونکو د ځانګړو او حساسو معلوماتو غوښتل، د ښځو د ګډون محدودول، د مرستو مصادره او د تفاهم لیکونو په لاسلیک کې ځنډ"، هغه موارد یاد شوي چې د بشري مرستو چارې یې ټکنۍ کړي دي.
د اوچا موندنې ښيي چې د تېرې اګست میاشتې پر تله یاد موارد ۳۱ سلنه او د تېر کال د همدې مودې پر تله ۶۶ سلنه زیات شوي دي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې په خپل میاشتني رپوټ کې دغه راز ویلي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون له رامنځته کېدو وروسته د رامنځته شویو مواردو ۴۷ سلنه د یاد وزارت له خوا شوي دي.
که څه هم د دې تازه رپوټ په اړه د طالبانو حکومت لا څه نه دي ویل خو په تېر کې یې د بشري مرستو په چارو کې لاسوهنه رد کړې ده.
د یاد رپوټ له خپرېدو سره هم مهال د طالبانو په اداره کې د لومړي وزیر مرستیال مولوي عبد الکبیر د یوناما له مشرې روزا اتونبایوا سره لیدلي دي. د نوموړي له دفتر خپره شوې خبر پاڼه کې د هغه له قوله ویل شوي چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول مهم دی او له ځینو مسلو سره باید مسؤولانه چلند وکړي.
په دې اړه ډېر وضاحت نه دی ورکړل شوی او یوناما د دې کتنې په اړه څه نه دي ویلي.
لس ورځې وړاندې د نړیوالې لوږې د شاخص یا اندازې له مخې افغانستان د ۱۲۷ هېوادونو له ډلې ۱۱۶ هېواد یاد شوی وو چې د تېر کال پر تله دوه درجې نور هم ټیټ شوی و.
په دې رپوټ کې راغلي وو چې افغانستان کې دېرش اعشاریه څلور سلنه خلک له خوارځواکۍ کړېږي او پنځه اعشاریه اته سلنه ماشومان له پنځه کلنې وړاندې ژوند له لاسه ورکوي.
د بشري مرستو اړونده نړیوالې ادارې وايي په تېرو څه د پاسه درې کلونو کې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي افغانستان کې بشري کړکېچ څه د پاسه شل میلیونه خلک اغېزمن کړي او اوس شاوخوا ۲۴ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.