د خوړو نړيوال پروګرام د افغان ماشومانو لپاره د خوراکي توکو برابرولو لپاره د مرستې غوښتنه کړې

    • Author, ابراهيم اميري
    • دنده, بي بي سي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبليو اېف پي) له نړیوالې ټولنې د افغان ماشومانو لپاره د خوراکي توکو د برابرولو لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام په یوه تازه پیغام چې موخه یې د افغان ماشومانو لپاره د مرستو جلبول ده ویلي، هېڅ ماشوم باید په وږې ګېډې زده کړه ونه کړي.

ډبلیو اېف پي ویلي په افغانستان کې له لسو کورنیو نهه یې د خوړو لپاره کافي توکي نه لري، ځکه ډېر ماشومان په وږې ګېډه ښوونځیو ته د زده کړو لپاره ځي.

د خوړو نړيوال پروګرام په وینا دا ستونزمنه ده چې په وږې ګېډه زده کړې وشي. دې ادارې د لومړني ښوونځي د یوې زده کوونکې هزرا ویډیو له انګلیسې ژباړې سره خپره کړې چې نوموړې په کې وايي، "کله ډوډۍ وي کله نه وي، زما پلار ډېر بېوزلی دی، کله چې نه وي ښوونځي ته وږي راځو."

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي چې تراوسه یې پر یو میلیونو ماشومانو چې د کورنیو د بېوزلۍ له امله په تش نس ښوونځیو ته ځي بسکټ ويشلي دي.

ویل شوي په دې ډله کې نیمايي یې د لومړنیو ښوونځیو ښځینه زده کوونکې دي.

د ډبلیو ايف پي د شمېرو له مخې په ټول افغانستان کې تر ۷۰۰ زرو پورې هلکان او نجونې په لومړنیو ښوونځیو کې زده کړې کوي چې لاسنوي ته اړتیا لري.

يوه ښوونکې چې سلما نومېږي، د هغو ماشومانو په اړه چې په تش نس ښوونځي ته ورځي وايي، "کله چې دوی سهار ښوونځي ته راشي، ډېر خپه وي، خاموش وي، رنګ يې پيکه وي. نشي کولی چې درس ووايي، کله چې زه پوښتنه ترې وکړم سم ځواب نه وايي، نه يې شي کولی ځکه وجود يې کمزوری وي. کله چې بېسکوټ ورته ورکړو، خوشاله شي او رنګ يې هم تازه شي."

د خوړو نړیوال پروګرام وايي په لومړنیو ښوونځیو کې پر ماشومانو د بسکټو ویشل بې وزلې کورنۍ هڅوي چې خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي له افغان ماشومانو سره د خوراکي توکو لپاره د مرستې دا تازه غوښتنه په داسې حال کې کړي چې تر دې وړاندې یې خبرداری ورکړی و چې

د اکټوبر مياشتې تر پايه به له افغانستان سره د خوراکي توکو د مرستو لپاره د دغه سازمان مالي سرچينې ختمې شي.

ډبلیو ایف پي ویلی وو "خپلې بوديجې او د بسپنه کوونکو هېوادونو ژمنو ته په کتو به د مرستو کچې کمېدل په اګست کې پيل شي، په سپټمبر کې به نور هم کم او په اکټوبر کې به ختمې شي چې دا وخت په افغانستان کې د ژمې له پیل سره سمون خوري".

افغانستان کې د ډبلیو ايف پي ویاند وحیدالله اماني وايي تر راتلوونکو شپږ میاشتو پورې یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

نوموړی زياتوي، "لوږه لا هم په ميليونو افغانان ځوروي، د ژوند ژغورلو په موخه او هم په دې موخه چې د نورو کړاونو مخه ونيول شي جدي مرستو ته اړتيا ده. دمکړی ۱.۴ ميليونه ميندې او ماشومان چې په خوارځواکۍ اخته دي نور نشي کولی چې د خوارځواکۍ د مخنيوي لپاره د غذايي توکو کڅوړې ترلاسه کړي."

د افغانانو لپاره له نړیوالې ټولنې د مرستې دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې سږکال ډبلیو اېف پي وار دمخه د خوراکي توکو اندازه د کورنیو لپاره کمه کړې او اته میلیونه کسان د خپلو مرستو له لیسته وباسي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ ميليونه وګړي د شپې په لوږه ويده کېږي او که دوی مرستې ترلاسه نه کړي اړ به شي چې د مرستو له لسته لا ډېر نور کسان لېري کړي.

د یادونې ده چې ځینو هېوادونو وار دمخه د خپلو بشري مرستو کچه یا کمه کړې او یا بندې کړي دي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر 'اوچا' هم وویل چې د زدکړو په برخه کې د ناکافي بودیجې له کبله به په روانه اګست میاشت افغانستان کې ۲۸۰۰ محلي یا سیمه ییز ټولګي وتړل شي چې له امله به یې د ۱۶۶ زره ماشومانو چې دوه پنځوس سلنه یې نجونې دي زده کړې اغېزمنې شي.