تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اقلیمي بدلون له کبله افغانستان ته ورپېښ ګواښونه؛ مخنیوي لپاره یې څه کېدای شي؟
- Author, مامون درانی
- دنده, بيبيسي
د بشردوستانه چارو همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو اداره 'اوچا' وايي، افغانستان د اقلیمي بدلون له کړکېچ سره د مخامخ هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري.
دې ادارې ویلي، د افغانستان خلک د وچکالۍ، توپانونو او ځمک ښوېیدني په ګډون د سختو موسمي او طبیعي پېښو له ګواښ سره مخامخ دي.
رسمي شمېري ښيي چې مونسون یا د جنوبي اسیا موسمي ورښتونو له کبله راوتلو سیلابونو تېر یوه کال کې په افغانستان کې لسګونه کسان وژلي، سلګونه کورونه، پر زرګونو جریبه ځمکو ولاړ فصلونه او باغونه یې ویجاړ کړي دي.
۴۰ کلن عبدالکریم د میدان وردک د چک ولسوالۍ اوسیدونکی دی، چې وروستیو سیلابونو یې د کلي ۶۰ سلنه کورونه، کرهنیز فصلونه او باغونه ویجاړ کړي دي .
دی وایي له اقلیمي بدلون سره په سیمه کې هوا هم توده شوې ده .
نوموړی زیاتوي "پخوا به چې کله سېلابونه راتلل نو موږ به د لوبو لپاره ورته راوتلو ، فکر به مو کاوه چې اوبه به ډیرې شي، خو سږ کال بارانونه او سیلابونه بې ساري وو، فکر مو کاوه چې له پورته څوک اوبه راتویوي".
د کریم په خبره وروستي سیلابونه بې ساري وو، ځکه ویجاړي یې دومره وه، چې د سیمې نقشه یې بدله کړې.
د میدان وردک دا اوسیدونکی د سیلابونو تر ویجاړیو وروسته د لنډ مهالو مرستو پر ځای غوره بولي، چې سیمه کې یې د سیلابونو د مخنیوي لپاره اساسي پروژې پلې شي.
په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په لسو ولایتونو کې سیلابونو او د ځمکه ښویدونو پېښو څه باندي سلو کسانو ته د مرګ ژوبلې او تر څنګ یې ۹۰۰ کورونه او څه باندي د ۷۰۰ جریبه ځمکو کرهنیز محصولات هم ویجاړ کړي دي .
د غزني سویل کې د قره باغ ولسوالۍ د موشکي سیمي اوسیدونکی هاشم ناصري وایي د دوی سیمه د دوهم پرله پسې کال لپاره هم د سختو موسمي او طبعي پیښو له کبله اغېزمنیږي .
ښاغلی ناصري وایلي د تېرې میاشتې سیلابونو د دوی د کچالو، پیازو او انګورو فصلونه ته سخت زیان اړولی دی.
دی زیاتوي "په هغو سیمو کې چې د ورښتونو اوبه پکې راټولیږي او بیا د سېلابونو په شکل راوځي د شاوخوا سلو چیک ډیمونو او کوچنیو بندونو د جوړولو امکان شته. "
ښاغلی ناصري وایي که دولت او نړیوال بنسټونه په دې برخه کې اقدام وکړي، د سېلابونو د خطر د کمولو ترڅنګ به د ځمکې لاندې اوبو ته د تغذیې په برخه کې هم ګټور تمام شي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایې د دوی موندنې ښیي، چې د دغه هېواد ۲۵ ولایتونه د اقلیمي بدلون له سختو ګواښونو سره مخامخ دي، چې لویه برخه یې مرکزي او سویلي ولایتونه دي .
له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت مالیي او اداري رئیس مولوي عبدالله زاهد ویلي، تېر یو کال کې افغانستان کې د سیلابونو او طبعي پیښو له کبله ۷۰۰ کسان وژل شوي، ۲۰ زره کورونه او ۱۲۰ زره جریبه کرهنیز ځمکې ویجاړې شوې دي .
خو ښاغلی زاهد په دې اړه چې د دا ډول پېښو د تکرار مخنیوي لپاره څه شوي، وایي "موږ د یو شمېر مرستندویه بنسټونو په مرسته ۱۲۰ وقایوي پروژې پلې کړي دي ".
دی زیاتوي "استنادي دیوالونه، د ویالو پاکول، د کانالونو جوړول او ځینې نورې پروژې په کې شاملې دي، چې پر بنسټ یې ښوونځي، کورونه او کرهنیزي ځمکې خوندي شوي دي".
کارپوهان وایي اقلیمي بدلون کال په کال ګړندی کیږي او د اغېزو د لږوالي لپاره باید د دولت او ولس په کچه پراخ ګامونه واخیستل شي .
په جرمني کې د اوبو او چاپېریالي چارو کارپوه ډاکتر نجیب الله سدید وایي د سیلابونو د سرعت د کمولو لپاره باید په زیانګالو کلیوالي سیمو کې ډنډونه او خندقونه جوړ شي، چې د ده په خبره دا کار په ولسي کچه ممکن دی .
ښاغلی سدید زیاتوي، د اقلیمي بدلون له کبله افغانستان کې ویجاړوونکې وچکالي او ځینو سیمو کې د سیلابونو له کبله د کرهنیزو محصولاتو له منځه تلل به افغانستان له یو کړکېچ سره مخ کړي، چې د ده په ټکو باید د حکومتونو په کچه پراخي پروژې پلې شي .
دی وایي حکومتونه دنده لري، چې لوی او واړه بندونه جوړ کړي څو د اوبو د مهار ترڅنګ د سیلابونو د راوتلو مخنیوی هم وکړي .
د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه چارو د همغږۍ ادارې اوچا په په خپل وروستي راپور کې چې د افغانستان د اقلیمي بدلون د ګواښوونکو اغیزو، د زیاتې وچکالۍ، چاپیریالي کړکیچ، کمزوری اقتصاد او نړیوالې تودوخې په اړه خپور کړی، ویلي افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې راغلی چې د سختو موسمي او طبیعي پېښو له ګواښ سره مخامخ دي.
افغانستان که څه هم د اقلیمي بدلون له کبله د سختو زیان منونکو هېوادونو کتار کې دی، خو د تېر کال د اقلیمي بدلون په کنفرانس کې یې ګډون نه و کړی، ځکه چې د طالبانو حکومت په نړیواله کچه په رسمیت نه دی پېژندل شوی.