تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جولای د تاریخ تر ټولو توده میاشت وه؛ ولې افغانستان ته د اقلیمي بدلون خطر ډېر دی؟
د اروپا د هوا پېژندې ادارې د ۲۰۲۳ کال جولای یا تېره میاشت د تاریخ تر ټولو توده میاشت بللې چې پکې د هوا تودوخه د ریکاډ تر کچې لوړه شوې وه.
دې ادارې ویلي، د سمندرونو د اوبو تودوخه هم د ریکاډ تر کچې پورته شوې ده.
بلخوا د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان د نړۍ په کچه په هغو هېوادو کې دی، چې د اقلیمي بدلون ګواښ ورته تر نورو لوړ دی.
د اروپايي ټولنې د هوا پېژندې اداره وايي، د هوا په بېساري ډول ګرمېدل، ځمکې او د ځمکې اوسېدونکو ته ناوړه پایلې لري چې ویجاړوونکي توپانونه، ځنګلي اورلګېدنې او نورې طبیعي پېښې پکې شاملې دي.
دوی ویلي د ۲۰۱۹ کال په جولای کې د ځمکې د تودوخې منځنۍ کچه د سانتیګراد ۱۶ اعشاریه ۶۳ درجې وه، خو څلور کاله وروسته یعنې سږکال په دغه میاشت کې تودوخه شپاړس اعشاریه ۹۵ درجو ته رسېده.
دا په دې معنا ده په څلورو کلونو کې د نړۍ هوا صفر اعشاریه ۳۲ درجې توده شوې.
په ځانګړې توګه د جولای ۶مه تر ټولو توده ورځ بلل شوې تودوخه پکې ان د سانتیګراد تر ۱۷ اعشاریه صفر اته درجو پورته شوې وه.
ساینسپوهان وايي، د تېلو، ګازو او ډبرو سکرو په ګډون د سونتوکو پراخه کارونه د هوا تودېدو کې مهم رول لوبوي او که کنټرول نه شي اقلم لا نور اغېزمنولی شي.
د اروپا د هوا پېژندې ادارې مرستیالې 'سام بارجېس" ویلي، د هوا د تودوخې وروستۍ کچه ښيي چې نړۍ له جدي ناوړه پایلو سره مخامخېدای شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش هم په وروستیو کې خبرداری ورکړی و چې د تودوخې "ویروونکی زیاتوالی" یوازې پیل دی.
هغه د کوټليو ګامونو پورته کولو غږ کړی او زیاته کړې یې ده چې د نړیوالې هوا د تودوخې دور پای ته رسېدلی خو د نړیوالې ایشدنې دور پیل شوی دی.
تیره اونۍ ساینسپوهانو ویلي وو چې د سمندري اوبو د تودوخې کچه هم د ریکاډ تر کچې لوړه شوې او د ناوړه پایلو خبرداری ورکړی و.
د ساینس پوهانو په وینا، تودوخه پولې نه لري او ناوړه پایلې یې د نړۍ لروبر ټول هېوادونه اغېزمنولی شي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان هم په هغو هېوادو کې دی، چې د اقلیمي بدلون ګواښ ورته تر نورو لوړ دی.
د دې ټولنې په وینا، دغه هېواد په تېره، د سېلابونو له امله ډېر زیان ګالوونکی دی.
دې ټولنې ویلي، چې د سېلابونو د مخنیوي او د کرنې لپاره د اوبو د سرچینو د برابرولو په موخه د کانالونو او ویالو جوړول اړین دي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې د همدې لپاره یې په دې برخه کې د نورو همکارو ټولنو په ملتیا په دې وروستیو کې په افغانستان کې د همدغسې پروژو په پلي کولو زرګونه هېکټاره ځمکه خړوبه او د سېلابونو له ګواښه ژغورلې ده.