تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په افغانستان کې کان کېندنه، یوه مرګونې او ناخوندي دنده "له ځانمرګو بریدونو څخه کمه نه ده"
- Author, سجاد محمدي
- دنده, بي بي سي
په تېرو څو میاشتو کې د راپورنو له مخې د افغانستان په شمالي او شمال ختيځو ولایتونو کې یو شمېر کان اېستونکي په بېلابېلو پېښو کې مړه شوي دي.
د طالبانو حکومت کان اېستنه د عاید یوه له مهمو سرچینو ګڼي، او له همدې امله یې په تېرو څلورو کلونو کې څه باندې ۲۰۰ د لوی او کوچني کانونو د اېستلو قرادادونه له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.
د افغانستان د کانونو صنعت له پراخوالي سره، د کان اېستونکو لپاره د کار مناسب چاپېریال او امنیت له جدي ستونزو سره مخامخ شوی دی، په ځانګړي ډول کله چې په ځینو مواردو کې کانونه په غیر معیاري ډول اېستل کیږي.
عبدالرحیم (مستعار نوم) له کلونو راهیسې د بدخشان په کانونو کې کار کوي. هغه بي بي سي ته وویل: "(په کان کې کارکول ) د ځانمرګو بریدونو په څېر دی. زموږ کار ټول له بمونو سره دی که لږ بې احتیاطي وشي ، شونې ده چې لاس، پښه او یا هم ژوند له لاسه ورکړې.
نوموړی زیاتوي: "د کانونو د کارګرانو لپاره هېڅ ډول د خوندیتوب تدابیر نشته."
په تېر غبرګولي میاشت کې د سمنګان ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو یوه کان کې د میتان ګاز د تولید له کبله څلورو کان کېندونکي مړه شول.
درې میاشتې مخکې په همدغه ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په یوه بل کان کې د میتان ګاز د چاودنې له امله څو کارګر وژل شوي وو.
شاوخوا شپږ میاشتې مخکې د بدخشان ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ د سرو زرو یو کان کې د کان د یوې برخې د نړېدو له امله درې کارګران مړه شول.
د ورته پېښو له امله په تخار، بامیان او پنجشیر ولایتونو کې هم یو شمېر کانکېندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
عبدالرحیم وايي: "د کان کېندنې پر مهال د بم چاودنې ډېر کسان ټوټه ټوټه کړي دي. د ځینو لاس پرې شوی، د ځینو پښې پرې شوې. دا پېښې ډېرې شوې دي. هېڅ داسې شرکت نشته چې کارګرانو ته اړیني اسانتیاوې برابرې کړي. دولت ته هم پکار ده چې تر یوه حده ملاتړ وکړي، خو دوی لا هم په دې فکر کې نه دي، چې د کارګرانو د خونديتوب لپاره باید څه ډول تدابیر ونیسي. هېڅ ډول تدابیر نشته، که څه هم وي، نو شخصي دي."
د طالبانو د حکومت د کانونو وزارت ویاند بي بي سي ته وویل: "تېر کال، له بده مرغه، موږ په دې برخه کې تلفات لرل. له کلونو راهیسې خلکو په کانونو، په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په کان اېستلو کې، په خپل سر او غیر معیاري ډول کار کاوه، چې د بشري سر زیان لامل کېدل. خو، په خوښۍ سره، په دې وروستیو کې د ناقانونه او نامعیاري کان اېستلو مخه نیول شوې او داسې کړنلاره ورته جوړ شوې چې خلک اړ دي د معیاري کان کېندني لپاره رسمي جوازونه ترلاسه کړي. دا کار د بشري سر زیان د کمېدو لپاره ډېر ګټور ثابت شوی دی."
محمد داوود، چې د سمنګان ولایت په دره صوف پائین ولسوالۍ کې د کان کېندونکو ګمارونکی دی، وايي د کارګرانو لویه برخه هغه کسان دي چې د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله د کان کېندني کارته اړ شوي دي.
هغه بي بي سي ته وویل: "د کارګرو مشر باید تل د کان د خوندیتوب او احتمالي خطرونو ارزونه وکړي، خو هیڅ ډاډ نشته. که څه هم پېښه وشي، دا د خداي کار دی او موږ کارګر په زور کار کولو ته نه اړباسو."
د کان اېستلو یو کارپوه او د پخواني حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکی جلیل جمراني وايي: "نه په تېرو وختونو کې د کان کېندونکو د خوندیتوب لپاره کومه کړنلاره وه او نه هم اوس شته."
نوموړی وایې : " د نورو هېوادونو برعکس په افغانستان کې کان کېندونکي، مخکې له مخکې اړینه روزنه نه ترلاسه کوي او ډېری یې د فقر او یا هم خپلو سیمو ته د کان د نژدې والي له امله کار کوي او ورته اړتیا لري."
هغه وویل: "لکه څنګه چې په ډېرو هېوادونو کې لومړی تاسو ته د موټر چلولو جواز درکول کیږي او بیا اجازه لرئ چې موټر وچلوئ ، همدا ډول باید په معادن کې هم کارګرانو ته لومړی روزنه ورکړل شي، په هغوی پانګونه وشي، تائید پاڼه ترلاسه او بیا د کانونو په کار کې بوخت شي. خو باید داسې نه وي چې یوازې یو کلنګ او بیلچه ولري او خپل کار پیل کړي."
له دې سره، چې د طالبانو حکومت په پراخ ډول د کانونو پر عوایدو تکیه کړې، د کانونو د لا زیات اېستلو شونتیا هم شته. له بلې خوا، د لوړې کچې بېوزلۍ او اقتصادي مجبوریتونو له امله، ډېر کسان د لږې مزدورۍ لپاره د غرونو سختو سیمو ته د کار لپاره ځي، چې ژوند یې له خطر سره مخامخوي. له همدې کبله، داسې ښکاري چې د کانکېندونکو د امنیت مسئله باید د طالبانو د حکومت له لومړیتوبونو څخه وي.
کله چې د طالبانو د کانونو وزارت له ویانده وپوښتل شول، چې د کان کېندونکو د سرزیان کره شمېر څومره ده، هغه وویل چې دوی کره شمېرې نه لري.