هغه ښار چې هټۍ یې له هټیوالو او ساتونکو پرته ۲۴ ساعته پرانیستې وي

- Author, ډېوېډ کېن
- دنده, بيبيسي نړیوال سروېس- سیول
اوس له نيمې شپې وروسته وخت دی، د جنوبي کوريا د سيول ښار په څنډو کې يم او زړه مې غواړي یوڅه خواږه وخورم، خو دا هېڅ ستونزه نه ده - ځکه زما د اپارتمان مخامخ يوازې يوه نه، بلکې درې د شپې او ورځې پرانيستې خوراکي هټۍ شته.
هغې هټۍ ته چې زه ورننوتی يم، د آيسکريمخونه ده. هلته د آيسکريم ډک يخچالونه په کتار کتار ولاړ دي، خو نه امنيتي ساتونکی شته، نه هیټوال - يوازې محصولات ښکاره اېښي دي او يو اتومات ماشين دی چې پرې له خپلې خوښې شيان اخیستلی او پيسې ورکولی شئ. يوازې دومره کوم چې څه مې خوښ شي، اخلم یې او له وتلو مخکې پیسې ورکوم.
د آيسکريم د هټۍ په همدې بلاک کې داسې نورې هټۍ هم شته چې قرطاسيه، د کورنیو حیواناتو خواړه او حتی سوشي خرڅوي. دا ټولې هټۍ بې کارکوونکو دي، هېڅ يو کس پکې نه ښکاري.
په ښارونو کې چې ګڼ مېشت خلک لري، ان بې کارکوونکو بارونه (شرابخونې) هم شته.
"که زه وغواړم د دې کچې يو بار (شرابخونې) پرمخ بوزم او ګټه ترې وکړم، نو ۱۲ تر ۱۵ کسانو ته اړتيا لرم، خو زه يوازې له دوه کسانو کار اخلم"، دا خبره د يوې بې کارکوونکې شرابخونې (سولو ۲۰۲۴) بنسټګر او جوړوونکی کيم سونګ-راي، کوي. نوموړی وايي دا طریقه ورته دا فرصت ورکوي چې پر نورو کاروبارونو تمرکز وکړي.
هغه پخوا هم نژدې سيمه کې يو بار درلود، خو چې عواید يې له تمې سره برابر نه وو، نو بې کارکوونکي سسستم ته يې مخه کړه - او اوس ګټه زياته شوې ده.
لږ ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images
د څو لسيزو ټيټې زيږون کچې او د تنخاوو لوړېدو اتومات ته لاره هواره کړې ده.
جنوبي کوریا د نړۍ تر ټولو ټيټه ثبت شوې زيږون کچه لري - يعنې د هغو ماشومانو اوسط شمېر چې یوه ښځه یې د خپل ژوند په اوږدو کې زېږوي. دا شمېر په ۲۰۲۳ کال کې ۰.۷۲ ته راټيټ شو او تېر کال لږ څه لوړ شو، ۰.۷۵ ته ورسېد.
د نفوس د ثبات لپاره، بايد د توليد مثبته کچه لږ تر لږه ۲.۱ وي، چې دا کچه په جنوبي کوریا کې وروستی ځل په ۱۹۸۲ کال کې تر حد لوړه شوې وه.
په دې معنا چې د کار بازار ته د راتلونکو خلکو شمېر ورځ تر بلې کمېږي، خو له ۲۰۰۰ کال راهيسې، لږ تر لږه معاش په دوامداره توګه لوړېږي.
د ښاغلي کيم په څېر سوداګر اوس اړ دي چې هر ساعت لپاره شاوخوا ۷ ډالر کارکوونکو ته ورکړي.
ښاغلی کيم وايي: "زما لپاره تر ټولو ستر دلیل چې بېکارکوونکو هټیو ته مې مخه کړه، د لږ تر لږه معاش لوړوالی و. د دې ستونزې د حل لپاره دوه لارې شته: روباټونه یا اتومات سیستم - او بيا دا چې هېڅ کارکوونکی ونه لرې."
د روباټونو کارول زيات لګښت او زيات ځای ته اړتيا لري، نو هغه بېکارکوونکو هټیو ته مخه کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینې وايي چې د کارګرانو نوی نسل نه غواړي چې تش په نامه "درې بعدي دندې" ترسره کړي، چې ناپاک، خطرناک، ستونزمن یا سپکاوی ګڼل کېږي.
دې ته ډېری وخت فزيکي کارونه ويل کېږي، لکه په توليد، کرنه او اوس پرچون پلور کې کار، چې خلک یې ډېر نه خوښوي.
چو جونګ هون، چې د جنوبي کوريا د ملي شورا د واکمن ګوند (د خلکو ځواک ګوند) غړی او د ښوونې او روزنې د دايمي کمېټې غړی دی، وايي:
"نوی نسل هڅه کوي چې د ښارونو په مرکزي سيمو کې پاتې شي… هغوی غواړي خپل کاروبارونه پيل کړي، پانګوال شي او لوړ معاش لرونکي، پرمختللي ټېکنالوژيمحوره کارونه تعقيب کړي."
هغه زیاتوي: "زه د ځینو نورو پالیسي جوړونکو برعکس، زموږ د ځوان نسل دا انتخاب نه ملامتوم. احصايې ښيي چې موږ به په راتلونکو کلونو کې له کم کاري ځواک سره مخ شو – نو غوره دا ده چې خپل محدود کاري ځواک هغو برخو ته واچوو چې تر ټولو زيات ارزښت لري."
د کوريا اقتصادي څېړنيز انسټيټيوټ، چې يو خصوصي مالي ملاتړ لرونکی فکري بنسټ دی، اټکل کوي چې راتلونکو ۲۰ کلونو کې ۴۳٪ دندې به په اتومات هغې بدلې شي.
دا د خلکو لپاره، لکه کُوون مِن-جې، چې د "براوني" په نوم د بېکارکوونکو هټیو مديريتي شرکت مشر دی، نوې فرصتونه هم رامنځته کوي. هغه خپل شرکت د کووېډ له کړکېچ وروسته، په ۲۰۲۲ کال کې پيل کړ.
نوموړی بي بي سي ته وايي: "موږ بېکارکوونکې لانډري (د کالیو مینځلو) ځایونه، آيسکريم پلورنځي، د اسانتیاوو هټۍ، کافې او د وېپس یا الکترونیکي سګرټ دوکانونه اداره کوو."
هغه وايي، که څه هم دا هټۍ بېکارکوونکو دي، خو بيا هم د ډکولو، پاکولو او ساتنې ته اړتيا لري. پخوا به دا کارونه هټیوالو پخپله کول، خو اوس د ښاغلي کُوون شرکت داسې کارکوونکي لري چې دا چارې پر مخ وړي.
"موږ محلي کارکوونکي لرو چې هره ورځ څو هټیو ته ورځي. هټیوالو لپاره تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د هټۍ له ستونزو سره مخ نه شي. هغوی غوره ګڼي چې موږ ته میاشتنی ۱۰۰ يا ۲۰۰ ډالر زيات راکړي، چې موږ د هغوی دکانونه اداره کړو."
ښاغلی کُوون وايي، خپل کاروبار یې يوازې له دوو هټیو پيل کړی و، خو اوس له ۱۰۰ زياتې هټۍ اداره کوي.
لږ غلاوې
جنوبي کوريا کې د غلا کچه هم ډېره ټيټه ده، چې دا د بېکارکوونکو هټیو د بري يو بل مهم لامل بلل کېږي.
ښاغلی کيم وايي: "دلته حتی داسې پېښې شوې چې د خلکو پیسې ورکول هېر شوي، خو وروسته يې زنګ راته وهلی او حساب يې تصفيه کړی. زه د نورو دوکانونو په اړه نه پوهېږم، خو دلته ځوانان دومره ډاډه احساس کوي چې خپله بټوه او موبايل پرېږدي، تر څو مېز خوندي وساتي."
دی دا مني چې ښايي ځینې وختونه غلا هم وشي، خو دا دومره نه ده چې کاروبار ته جدي زیان ورسوي.
"زه هېڅکله هم دا حساب نه کوم چې څومره شیان غلا کېږي. ما ته ټوله ګټه مهمه ده او که هغه خوندي وي، نو دا دومره مهم نه ده. په پای کې، د امنیت لګښت د غلا له تاوانه زيات ارزښت لري، او که امنيتي ساتونکي وګمارم، هغوی به تر غلا شویو شيانو هم زيات لګښت ولري."
د ټېکنالوژۍ پرمختګ دا هم ښيي چې ډېرې نورې دندې، لکه موټر چلول به بېارزښته شي کله چې خپلسرچلېدونکي ګاډي بازار ته راووځي.
ټاکل شوې چې تر ۲۰۳۲ کال پورې، جنوبي کوریا ته به له ۸۹۰ زرو زياتو اضافي کارکوونکو اړتيا وي، چې د هېواد اوږدمهاله ۲٪ اقتصادي ودې هدف ته ورسېږي.
که څه هم ځینې ډلې، لکه د کوريا د پرچون پلور اتحاديه، د کار بازار د راتلونکې په اړه اندېښنه لري، خو د بېکارکوونکې شرابخونې څښتن ښاغلی کيم د راتلونکو اقتصادي فرصتونو په اړه ډېر خوشبین دی.
دا متن د BBC World Service د Business Daily خپرونې پر بنسټ جوړ شوی دی.








