تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا له چین غوښتي چې ایران د هرمز تنګي له تړلو منع کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له چین غوښتي، چې ایران د هرمز تنګي له تړلو منع کړي. دا تنګی د نړۍ یو له مهمو بار وړلونکو لارو څخه دی.
ښاغلي روبیو دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د ایران دولتي تلوېزیون راپور ورکړ، چې پارلمان د هرمز تنګي د تړلو پلان تصویب کړی خو زیاته کړې یې ده، په دې اړه وروستۍ پرېکړه به د ملي امنیت عالي شورا کوي.
د تېلو کښتیو په تګ راتګ کې هر ډول ځنډ یا ګډوډي به د نړۍ اقتصاد لپاره ژورې پایلې ولري، په ځانګړې توګه، چین لپاره، ځکه بېجېنګ په نړۍ کې هغه هېواد دی چې له ایران ډېر تېل پېري او له تهران سره نژدې اړېکې هم لري.
د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له برید وروسته د تېلو بیې لوړې شوې. له دې سره د برېنټ یا خامو تېلو بیه په تېرو پنځو میاشتو تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده.
روبیو د یکشنبې پر ورځ له امریکايۍ رسنۍ فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل: "زه بېجېنګ هڅوم چې له ایران سره په دې اړه خبرې وکړي، ځکه چین د تېلو له پلوه په پراخه توګه د هرمز پر تنګي تکیه دی."
"که ایران د هرمز تنګی وتړي، دا به ور ته اقتصادي ځان وژنه وي، ځکه موږ دغې ستونزې ته حللارې لرو او نور هېوادونه هم باید خپل غم وخوري. دا چاره به یې اقتصاد ته، زموږ پرتله ډېر زیان ورسوي."
د نړۍ شاوخوا ۲۰٪ تېل له هرمز تنګي تېرېږي. په منځني ختیځ کې د تېلو او ګازو لوی تولېدونکي له سیمې د انرژۍ لېږدولو لپاره د اوبو لاره کاروي.
په یاد تنګي کې د عملیاتو د ګډوډولو هر ډول هڅه کولای شي، په نړۍواله کچه د تېلو نرخونه ډېر لوړ کړي.
د تېلو بیې د دوشنبې پر ورځ له سوداګریز باراز له پیلېدو سره ژر لوړې شوې. د خامو تېلو د یوه بېرل بیه ۸۱.۴۰ ډالرو ته پورته شوه، خو بېرته شاوخوا ۷۸ ډالرو ته راټیټه شوه چې دا په یوه ورځ کې ۱.۴٪ لوړوالی ښيي.
د اېم اېس ټي فایننشل اداره کې د انرژۍ د څېړنې مشر، ساول کاوونېک وویل: " امریکا اوس په سیمه کې د ایران هر ډول ځوابي برید لپاره د چمتووالي په دفاعي حالت کې ده. خو د تېلو د بیو خطر دا دی چې وضعیت په جدي توګه نور هم خرابدی شي."
د خامو تېلو بیې موټر ته د تېلو اچولو نیولې، بیا د خوارکي توکو په پلورنځیو کې د هر توکي پر قمیت اغېز درلوبدلای شي.
چین په ځانګړې توګه له ایرانه د بل هر هېواد پرتله ډېر تېل پېري. د کښتیو تعقیبونکي شرکت وورتېکسا د معلوماتو له مخې، تېره میاشت چین له ایرانه هره ورځ ۱.۸ میلیون بېرله تېل وارد کړي وو.
د آسیا نور لوی اقتصادونه، لکه هند، جاپان او سویلي کوریا ته هم ډېر خام تېل له هرمز تنګي تېرېږي.
د انرژۍ برخې شنونکې وندانا هري وايي، ایران د تنګي له تړلو سره لږ ګټه کوي خو تاوان به یې ډېر وي.
"ایران په خلیج کې د تېلو او ګازو تولېدونکي ګاونډیان په دښمنانو بدلوي او د خپل مهم بازار، چین غوسه راپاروي. دا هر څه په تنګي کې د ترافیکو له ګډوډولو سره په حقیقت بدلېږي."
امریکا د یکشنبې په ماښام په ایران کې پر اتومي تاسیساتو له بریدونو وروسته د ایران او اسرائیل ترمنځ په شخړه کې ور ګډه شوه. ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، واشنګټن د تهران مهم اټومي مرکزونه "له منځه وړي" دي.
دا لا څرګنده نه ده، چې په دغو بریدونو کې څومره زیان تاسیساتو ته اوښتی دی ځکه د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې ادارې ویلي، دوی د فورډو په نوم د ایران اتومي تاسیساتو مرکز، چې په ژوره توګه تر ځمکې لاندې دی، د زیان ارزولو توان نه لري. ایران بیا ویلي، فورډو ته یوازې لږ زیان رسېدلی دی.
ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړ، چې که له خپل اټومي پروګرامه لاس پر سره نه شي، نو په راتلونکې کې به " له ډېرو بدو" بریدونو سره مخ شي.
د دوشنبې پر ورځ، بېجېنګ وویل، د متحده ایالاتو بریدونو د واشنګټن اعتبار ته زیان رسولی او د سملاسي اوربند غوښتنه یې وکړه.
د چین دولتي ټلوېزیون سي سي ټي وي، د راپور له مخې، په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر فو کانګ وویل، ټولې خواوې باید " له زوره لاس واخلي او اور ته لمن و نه وهي."
د بېجېنګ دولتي ورځپاڼې ګلوبل ټایمز په یوه سرمقاله کې دا هم ویلي، په ایران کې د امریکا ښکېلتیا "د منځني ختیځ وضعیت نور هم پېچلی او بې ثباته کړی دی" او دا شخړه " یې له کنټرول حالته" ایستلې ده.