تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائيل وايي په دمشق کې يې د حزب الله ډلې مالي مشر وژلی
اسرائيل ادعا کوي چې د دوشنبې په ورځ يې د سوريې پلازمېنه دمشق کې په يوه هوايي بريد کې د حزب الله ډلې د مالي چارو مشر وژلی دی.
د اسرائيلو پوځ په دمشق کې د شوي بريد مسووليت منلی او زياته کړې يې ده چې "موږ به په سوريه او بل هر ځای کې د حزب الله پر ضد عملياتو ته دوام ورکړو."
د اسرائیلو د پوځ ویاند ډنيل هاګاري ويلي د برید موخه د حزب الله د مالي څانګې مشر او له ایران څخه دغې ډلې ته د پیسو د لېږدولو مسوول و.
د پوځ وياند د دغه کس نوم او يا يې به اړه نور جزيات نه دي ورکړي خو ويلي يې دي چې دغه کس د پخواني مشر له وژل کېدو څو اونۍ وروسته پر دې څوکۍ ګومارل شوى و.
حزب الله او ایران تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. خو د سوريې د دفاع وزارت د اسرائیلو په بريد کې د دوو ملکي وګړو د وژل کېدو او د دريو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت په يوه بيان کې ویلي چې "اسرائیلي دوښمن په استوګنيزه سيمه المزه کې د يوه ملکی وګړي ګاډی په نښه کړی دی."
د سوريې دولتي رسنيو ويلي، د پېښې په سيمه کې څو سفارتونه او د امنيتي ادارو دفترونه موجود دي. په دغه بريد کې موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوی او څېرمه هوټل ته هم زيان اوښتی دی.
تر دې وړاندې اسرائيلو د لبنان پلازمېنه بيروت او نورو ځايونو کې د يوه بانک پر څانګو چې وايي له حزب الله سره تړاو لري هوايي بريدونه کړي وو. اسرائيل وايي اوس د حزب الله ډلې مالي مرکزونه له منځه وړي.
د لبنان دولتي خبري اژانس د "القرض الحسن" ټولنې په نامه د بانک پر څانګو د بريد پخلی کړی.
همدا ډول په پلازمېنه بيروت کې د رفيق حريري نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه هم د ياد بانک پر څانګې د بريد خبر ورکړل شوی و.
د قرض الحسن بانک د پلازمېنې بيروت په ګډون په ټول هېواد کې له ۳۰ زياتې څانکې لري.
اسرائيل پر دغه بانک تور پورې کوي چې حزب الله ډلې ته د وسلو د پېرلو، زېرمه کولو او د معاشونو د ورکولو لپاره ايراني پيسې دغې ډلې ته ورکوي. دغه اداره له ۲۰۰۷ کال راهیسې د امریکا تر بندیزونو لاندې ده.
د اسرائيلو دفاعي ځواکونو دا هم ويلي چې دوی به هغه بانکونه او نور مالي بنسټونه په نښه کړي چې د حزب الله ملاتړ کوي.