پر ډونلډ ټرمپ د 'برید بله هڅه' ناکامه شوې؛ نېول شوی تورن د "اوکرایین ملاتړی" دی

د امريکا په فلوريډا ايالت کې د جمهوريپال ګوند له خوا ولسمشريزو ټاکنو ته د نوماند ډونلډ ټرمپ د ګولف کلب ته څېرمه چېرته چې نوموړي لوبه کوله ډزې شوې دي.

له دې پېښې وروسته امریکایي چارواکو د هغه کس نوم اعلان کړی چې له وژونکي وسلو سره د ډونلډ ټرمپ تر څنګه رسیدلی و.

دا کس چې ترې لا څیړنې روانې دي رایان روث نومېږي او ۵۸ کلن دی، دی اوکرایین ته د سفر او له هغه هېواده د ملاتړ سابقه هم لري.

نیول شوی تورن له ۲۰۰۲ او ۲۰۱۰ کالونو تر منځ هم د بېلابېلو سرغړونو او تورنو له کبله له پولیسو او محکمې سره لاس او ګرېوان و.

له هغه څخه د دغې فکر او انګیزې په اړه لا څیړنې او پوښتنې روانې دي، نوموړی سره له دې چې پر وخت پېژندل شوی او نېول شوی خو له دغې پېښې وروسته د ډونلډ ټرمپ امنیتي تدابېرو په اړه لا غور کېږي.

د ډونلډ ټرمپ ټاکنيز کمپاين دفتر خپلو پلويانو ته د برېښنالیک له لارې خبر ورکړی چې د ګولف کلب ته نژدې له ډزو وروسته پوليسو يو کس نيولی دی.

په دغه برېښناليک کې ويل شوي چې ښاغلي ټرمپ ته هېڅ زيان نه دی رسېدلی.

د امريکا پوليسو سرچينو سي بي اېس خبري رسنۍ ته ويلي، امنيتي کسانو پر دغه کس ډزې کړې او په داسې حال کې نيول شوی چې د تښتې هڅه يې کوله او وسله يې هم ترې نيولې ده.

د امريکا د پلټنو فدرالي ادارې اېف بي ای ويلي، "په ظاهرا داسې ښکاري چې دا د ښاغلي ټرمپ د ترور هڅه وه چې ناکامه شوه."

د ښاغلي ټرمپ د ټاکنيز کمپاين دفتر په برېښناليک کې د نوموړي خبره راغلې چې وايي، "هېڅ شی به زما مخه ونه نيسي. زه به تسليم نشم."

د سپټمبر پر ۱۵ مه د ډزو دغه پېښه دوه میاشتې وروسته له هغه شوې چې پنسلوانيا کې يوه کس د ټاکنيزې غونډې پر مهال په ښاغلي ټرمپ د ټوپک ډز وکړ او هغه يې پر غوږ ټپي کړ.

پر ښاغلي ټرمپ د وژنې له هڅې ورسته، د هغه د امنیت ساتلو تدابير کلک شوي وو.

د امریکا د پلټنو فدرالي ادراې پر خپله اېکس پاڼه د پېښې د تائید پر مهال ليکلي، "له ډزو وروسته د کلف کلب ته څېرمه يو مشکوک کس ځايي مهال ماسپښین شاوخوا دوه بجې نيول شوی دی."

د امریکا سپينې ماڼۍ هم سملاسي اعلان وکړ چې ولسمشر بايډن او مرستياله يې کملا هرېس له پښې خبر شوي او په دې اړه وروستي معلومات ترلاسه کوي.

دوی دواړو له دې امله خواشيني څرګنده کړې او کملا هرېس ويلي، "تاوتریخوالی په امريکا کې ځای نه لري."