تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر ډونلډ ټرمپ بريد امريکا کې د حالت په اړه څه پوښتنې ټوکولې دي
ټاکل شوې ډونلډ ټرمپ د جمهوريانو ملي غونډې کې ګډون وکړي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره به يې په کې په رسمي ډول د دغه ګوند د نوماند په توګه پخلی وشي. وړمه ورځ پېنسېلوېنيا کې د يوې ټاکنيزې غونډې پر مهال دی د وژنې له يوې هڅې ژوندی ووت.
اېف بي ای دې پېښه کې ښکېل کس، چې د ښاغلي ټرمپ د وژلو هڅه یې کوله، توماس متيو کروکس نومولی، خو چاوراکي وايي د بريد موخه یې لا نه ده روښانه شوې. کروکس چې د پېښې ځای کې په ډزو وژل شوی، جمهوري ګوند سره د غړي په توګه ثبت شوی و، او د غونډې له ځايه د ګاډي يو نیم ساعت مزله په واټن لرې، بېتېل پارک کې اوسېده.
ډونلډ ټرمپ بېرته خپله ټاکنيزه مبارزه پیل کړې.
دغه پخواني ولسمشر ويلي، د جمهوريانو ملي غونډې ته يې د خپل سفر پر ځنډولو غور کړی، خو نه يې شوی کړی بريدګر ته د خپل مهالوېش بدلون اجازه ورکړي.
د بي بي سي شمالي امريکا خبريالې نوميا اقبال پرې نور حال رالېږلی دی.
خو دې پېښې امريکا کې د حالت په اړه څه پوښتنې ټوکولې دي؟ د بي بي سي امنيتي چارو خبریال فرنک ګارډنر یې په اړه وايي.