تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حزب الله پر اسرائیل د راکټونو او ډرون ۲۰۰ بریدونه کړي
- Author, ډېویډ ګرېتن
- دنده, بي بي سي
په لبنان کې حزب الله وسله والې ډلې د خپل یوه لوړپوړي قومندان وژل کېدو په ځواب کې د اسرائیل په شمالي سیمو د راکټونو او ډرونونو نژدې ۲۰۰ ګوزارونه کړي دي.
اسرائیل پوځ ویلي، په دې بریدونو کې د دوی یو افسر وژل شوی او له همدې کبله څو ځایه اور لګېدلی دی.
اسرائیل پوځ دا هم ویلي، چې په ځوابي بریدونو کې یې د لبنان په سویل کې د حزب الله ''یو شمېر پوځي تاسیسات'' او نور هدفونه په نښه کړي دي.
د لبناني رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، د اسرائیل یوه ډرون برید له کبله یو کس وژل شوی دی.
د تېرو نهو میاشتو په جګړه کې وروستي بریدونه تر ټولو سخت بلل کېږي، چې د یوې بشپړې جګړې رامنځته کېدو وېره یې هم رامنځته کړې ده.
د حزب الله یو قومندان محمد نعمه ناصر د سویلي لبنان صور ښارګوټي ته نژدې د اسرائیل په یوه هوايي برید کې وژل شوی و. ناصر د حزب الله له لوړپوړو قومندانانو یو بلل کېږي، چې په دې جګړه کې وژل شوی.
اسرائیلي چارواکي ادعا کوي، چې ناصر د عزیز نومي مرکز مشري کوله، چې د لبنان له سویل لوېدیځو سیمو یې پر اسرائیل راکټي بریدونه کول او پر نوموړي یې د ”ګڼ شمېر ترهګریزو بریدونو“ لارښوونې تور پورې کړی دی.
دوی دغه راز محمد نعمه ناصر د حزب الله د یوه بل قومندان طالب سامي عبدالله ځایناستی بللی، چې تېره میاشت ووژل شو او له وژل کېدو وروسته یې حزب الله وسله والو پر شمالي اسرائیل په یوه ورځ کې د راکټونو او توغندیو نژدې ۲۰۰ ګوزارونه وکړل.
په غزه کې د تېر اکتوبر پر اوومه د اسرائیل او حماس تر منځ د جګړې له پیل راهیسې نژدې هره ورځ د اسرائیل او لبنان د پولو په اوږدو کې اسرائیلي ځواکونه او حزب الله وسله وال پر یوه بل ډزې کوي.
د رپوټونو له مخې تر اوسه په لبنان کې له ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې حزب الله وسله وال دي او دغه راز په اسرائیل کې تر اوسه د ۲۵ کسانو وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي، چې ډېری یې پوځيان دي.
حزب الله وايي، د فلسطینۍ ډلې ملاتړ کوي، چې هغوی هم د ایران له ملاتړه برخمن دي. اسرائیل، بریتانیا او یو شمېر نور هېوادونه بیا دا دواړه ډلې د ترهګرو سازمانونو په توګه پېژني.