اسرائیلي ځواکونو سوریه کې بریدونه کړي؛ ۳ کسان وژل شوي، ۱۱ ټپيان دي

اسرائیلي ځواکونو تېره شپه یو ځل بیا سوریه کې هوایي‌ بریدونه کړي‌ دي.‌

د سوریې د بشري حقونو لندن مېشتی سازمان وايي، د دغه هېواد سویل کې پر څو اهدافو په دغو ترسره شویو بریدونو کې لږترلږه ۳ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.

رویټرز خبري اژانس هم د سوریې د پوځي سرچینو پر بنسټ ویلي چې دا برید په ځايي وخت د شپې ۱۱:۴۰ بجې شوی او دا چې اسرائیلي ځواکونو د جولان له لوړو د سوریې سویل کې پر ځینو تاسیساتو ګوزارونه کړي دي.

دغو سرچینو زیاته کړې،‌ چې دفاعي سیستمونو یې "د دښمن څو توغندي شنډ کړي‌ دي."

د سوریې دولتي خبري‌اژانس سانا هم د بریدونو د جزییاتو له ورکولو پرته اعلان کړی،‌ چې د هوايي دفاع سیستمونو د څو توغنديو مخه نیولې ده.

دې اژانس ویلي، چې په دغو بریدونو کې د سوریې د پوځ یو افسر وژل شوی دی.‌

د سوریې د بشري‌حقونو سازمان وايي، دا برید د لبنان د حزب‌الله غورځنګ پر یوه مرکز شوی دی.‌

دغه سازمان زیاتوي، چې په دغه برید کې د یوې زړې ښځې په ګډون ۳ کسان وژل شوي‌ او ۱۱ نور ټپي شوي دي.

د رپوټونو له مخې برید 'سیده زینب' ښار ته نږدې شوی، چې د شیعه‌ګانو یو سپېڅلی ځای دی.

د سانا خبري‌اژانس په وینا د جون پر ۱۹مه هم په همدغه ځای کې د سوریې د پوځ یو افسر وژل شوی و.

اسرائیل په ۲۰۱۱ کال سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې د دغه هېواد په خاوره کې سلګونه بریدونه کړي دي.

په دغو بریدونو کې تر ډېره د سوریې د پوځ، حزب‌الله او د ایران له ملاتړه د نورو برخمنو ملېشو اهداف په نښه شوي دي.‌

اسرائیلي ځواکونو د تېر اکتوبر اومه پر دغه هېواد د فلسطین د حماس وسله والو له خونړي برید وروسته په سوریه کې خپل بریدونه لا ډېر کړي دي.

په دغو بریدونو کې تر دې دمه د ایران د قدس ځواک او د لبنان د حزب‌الله څو مشران هم وژل شوي دي.‌

ایران د سوریې به کورنۍ جګړه کې د بشار‌ اسد د حکومت ننګه کوي او مهم متحد یې ګڼل کېږي.‌

اسرائیلو په بیا بیا ویلي چې تهران ته به اجازه ورنه کړي چې په سوریه کې پوځي مرکزونه ولري او خاوره یې د دوی خلاف وکاروي.‌

خو تهران بیا وايي، په سوریه کې جګړه‌ییز ځواک او پوځي حضور نه لري او دا چې یو شمېر افسران یې هلته یوازې د روزنې او مشورې لپاره ځای پر ځای دي.‌