پر کیېف د روسيې تازه بریدونو؛ ۵۴ چاودېدونکي ډرونونه یې کارولي

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

روسیې یو ځل بیا د شپې له مخې د اوکرایین پر پلازمېنه کیېف د چاودېدونکو ډرونونو پراخ برید کړی دی.

ځايي چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې لږترلږه یو کس وژل شوی او یوه ښځه ټپي ده.

د کیېف ښاروال ویتالي کلیچکو وايي، پر وژل شوي کس د یوه ویشتل شوي ډرون پاتې شوني راغورځېدلي.

روسیې د تېرې شپې دغو بریدونو کې ټولټال ۵۴ چاودېدونکو ډرونونه کارولي، چې د اوکرایین هوايي ځواک په وینا ۵۲ ترې په نښه او ویشتل شوي.

اوکراییني چارواکو ویلي چې له دغو ډرونونو تر ۴۰ ډېر یوازې پلازمېنه کیېف کې ویشتل شوي دي.

دغه مالومات تر اوسه په خپلواک ډول نه دي تایید شوي.

روسیې په دې وروستیو کې پر کیېف بریدونه ډېر کړي او په دې توګه غواړي د دغه ښار د هوايي دفاع سیستمونه ستړي او له کاره وغورځوي.

دغو بریدونو کې کامکازي یا چاودېدونکي ډرونونه او بېلابېل کروز او بالېستیک توغندي کارول کېږي.‌یکشنبه وختي شمال ختیځ کې له وولین رانیولې په سویل ختیځ کې تر دنیپرو-پېتروفڅک پورې د اوکرایین په ۱۲ بېلابېلو سیمو کې د خطر زنګ وکړنګول شو.

د کیېف ښاروال هم د پلازمېنې له اوسېدونکو د خواله رسنۍ د یوه پیغام په وسیله وغوښتل چې سرونه پناه کړي او دا چې د ډرون بریدونو څپه او 'سخته' شپه په مخ کې ده.

هغه ویلي د کیېف د دوو جلا ناحیو په لږترلږه دوو لوړو ودانیو کې له دې کبله اور لګېدلی چې د ویشتل شویو ډرونونو ټوټې پرې راغورځېدلې دي.

چارواکو همدا راز زیاته کړې چې د پلازمېنې د سویل په هولوسیېوڅک ناحیه کې هم په یوه ګودام کې اور لګېدلی دی.

اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا بریدونه داسې مهال شوي چې اوکرایین ځوابي عملیاتو ته چمتووالی ښودلی

دا بریدونه داسې مهال شوي چې د اوکرایین د پلازمېنې اوسېدونکو د "کیېف ورځې" لمانځلو ته چمتووالی کوي.

د کیېف ورځ ۱۵۰۰ کاله پخوا د دغه ښار د بنسټ اېښودل کېدو په یاد نمانځل کېږي او دا تر جګړې مخکې یوه مشهوره رخصتي وه.‌

د کیېف لوېدیځ کې له ژیتومیر ښاره هم د چاودنو رپوټونه ورکړ شوي دي.

روسیې دا تازه بریدونه داسې مهال کړي چې اوکراییني چارواکو په نږدې وخت کې د پراخو ځوابي عملیاتو د پیلولو خبر ورکړی.‌

د اوکرایین د ملي‌ امنیت او دفاع د ځواکمنې شورا منشي اولېکسي دانیلوف پرون شنبه بي‌بي‌سي ته ویلي و چې کیېف دغو عملیاتو ته چمتو دی او هره ګړۍ پیلېدای شي.

د یادونې ده چې اوکرایین له څو میاشتو راهیسې دغو عملیاتو ته چمتووالی نیولی.

کیېف په دې موده کې له خپلو لوېدیځو متحدانو بېلابېلې وسلې او تجهیزات ترلاسه کړي او د هغو د ښه کارولو لپاره یې ځواکونه روزلي دي.‌

له دې سره هممهاله رپوټونه وايي چې روسي ځواکونه بیا د اوکرایین د سویل ختیځ‌ په اشغال کړیو سیمو کې د خپلو دفاعي لیکو پر پياوړتیا بوخت دي.