د افغانستان فوټسال ملي لوبډله په لومړي ځل نړیوال جام ته ووته

    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, بي‌بي‌سي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام سیالیو په شپږمه لوبه کې قرغزستان ته د پنځه پر درې ګولونو په توپیر ماتې ورکړې او د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام ته یې لاره پیدا کړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند مصطفي هاشمي بي‌بي‌سي ته وویل، دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله نړیوال جام ته لاره مومي.

نن یکشنبه (د غويي ۹مه) د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د تایلنډ بنکاک کې له قرغزي لوبډلې سره لوبه درلوده، چې بالاخره مقابلې لوبډلې ته یې د پنځه پر درې ګولونو ماتې ورکړه.

لومړی ګول امید قمبري وکړ او شیران خراسان ته یې د صفر مقابل کې یو ګول وکړ.‌

که څه هم له لومړي ګول وروسته د قرغزستان لوبډلې هڅه دا وه چې دویم ګول په خپله ګټه تمام کړي، خو افغان لوبغاړي لا ډېر منظم شول او لوبه په لومړۍ نیمايي کې یو د صفر پر وړاندې د افغان فوټسال ملي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

د افغان فوټسال ملي لوبډله د لوبې په دویمه نیمايي کې هم له لوړ مورال سره د خپل حریف پر وړاندې راڅرګنده شوه او د افغان لوبډلې روزونکی مجید مرتضايي هم لوبه کې را ښکاره شو چې د لوبغاړو مورال یې لوړ کړ.

ښاغلي مرتضايي له لوبې وړاندې یوه خبري کنفرانس ته وویل: "اسیا باید باور وکړي چې په فوټسال کې د افغانستان په نوم یو ځواک شته. سبا به نړیوال جام ته د تګ لپاره پوره هڅه وکړو. حتی که دا ونه شي، زموږ له ارزښتونو څخه به هیڅ شی کم نه شي ځکه چې موږ تر اوسه ډېر لوی کارونه کړي دي. زما لوبغاړي له ډېرې مودې راهیسې سخت تمرین کوي ​​او موږ په سختو او حساسو شرایطو کې له لوبو سره عادت یو".

د افغان فوټسال ملي لوبډله مخکې له دې چې د اسیا ملتونو جام سیالیو کې ګډون وکړي، د ایران مشهد کې د یوه افغان سوداګر په مالي ملاتړ یې تمریناتي لوبې وکړې، د لوبغاړو وړتیاوې یې مشخصې کړې او افغانستان او ایران کې یې د افغان کډوالو له منځه شپیته لوبغاړي غوره کړل.

په دې څه باندې یوه میاشتني تمریناتي کمپ کې له شلو کم لوبغاړي غوره شول، چې د اسیا ملتونو جام سیالیو کې ولوبېږي.

که څه هم افغان لوبغاړي د ځینو ځواکمنو لوبډلو پر وړاندې ښه ولوبېدل، خو د تاجکستان د لوبډلې پر وړاندې یې درې پر دوو ګولونو ماتې وخوړله.‌

په ګروپي لوبو کې افغانستان له ایران هم ماتې وخوړه،‌ بحرین ته یې ماتې ورکړه او له کویت سره یې بیا لوبه مساوي شوه.

د اسیا ملتونو جام سیالیو کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په ګډون د نړۍ له لر و بره ټول ټال ۲۶ لوبډلې ګډون لري، چې په پام کې ده دغه سیالۍ د روان ۲۰۲۴ کال د سپتمبر پر څوارلسمه د ازبکستان په کوربتوب جوړې شي، د لوبډلو له بشپړېدو وروسته پچه اچول کېږي او د افغان لوبډلې برخلیک پکې ټاکل کېږي چې له کومو لوبډلو سره به مخامخېږي.

افغانستان، فرانسه، نیوزیلنډ او تاجکستان هغه لوبډلې دي، چې د لومړي ځل لپاره یې د فوټسال نړیوال جام ته لاره وموندله.