د ۱۹ کلنو مرکز اسیا فوټسال سیالۍ؛ افغانستان له قرغیزستانه لوبه وګټله

د مرکزي اسیا فوټسال سیالیو کې د افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې کوربه هېواد قرغیزستان ته د ۳ مقابل کې په پنځو ګولونو ماتې ورکړه.

د یکشنبې ورځې دې لوبه کې د افغانستان له لوري په دې سیالیو کې امید قنبري یار ښه وځلېد او درې ګولونه یې وکړل.

د افغانستان له لوري دوه نور ګولونه سید مجتبی حسیني او نورالله نظري وکړل.

د افغانستان له لوري دوه نور ګولونه سید مجتبی حسیني او نورالله نظري وکړل.

له دې مخکې د شنبې پر ورځ د افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د ایران پر وړاندې لوبه د ۳ مقابل کې په لسو ګولونو بایلوده.

د فوټسال افغان ملي لوبډله به د دې لړۍ درېیمه لوبه کې پر سه شنبه د تاجکستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي.