د فوټسال اسیا جام ته د لارموندنې سیالۍ؛ افغانستان سعودي ته ماته ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د سعودي عربستان په دمام ښار کې د فوټسال اسیا جام ته د لار موندنې په سیالیو کې د کوربه سعودي پیاوړې لوبډله درې پر دوه ګولونو ماته کړه.

دا سیالۍ د دمام ښار به 'ګرین هال' جمنازیم کې کېږي.

د سعودي پر وړاندې لوبه کې افغانستان لپاره دوه ګولونه اکبر کاظمي او وروستی ګول سیدحسین موسوي وکړ.

افغانستان د دغو سیالیو په 'بي' ګروپ کې له کوربه سعودي، اندونیزیا او مکاو سره لوبې لري.

له دغه ګروپه د سر دوه لوبډلې راتلونکی کال تایلنډ کې د فوټسال د اسیا جام سیالیو ته لار کوي.

ټاکلې افغان لوبډله نن دوشنبه د کابل پر وخت ماښام ۵ نیمې بجې له اندونیزیا سره مخامخ شي.

دغو سیالیو کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې دریمه لوبه چارشنبه د اکتوبر ۱۱مه د مکاو خلاف ده.

که افغانستان له خپلو راتلونکو دوو لوبو یوه هم وګټي، نو په لومړي ځل به د فوټسال اسیايي جام سیالیو ته لار ومومي.

ریاض په وروستیو کلونو کې د فوټبال په څېر پر فوټسال هم ډېره پانګونه کړې او لوبډله د اسیا په کچه پیاوړو لوبډلو کې حسابېږي.

د یادونې ده چې سعودي عربستان ده هېواد کې د فوټبال ودې لپاره په دې وروستیو کې د کرسټیانو رونالډو، کریم بنزما او نیمار په څېر د فوټبال نړۍ مخکښ او مشهور لوبغاړي خپل د فوټبال لیګ کې اخیستي دي.

د یادونې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په دې وروستیو کې ډېره ښه ځلېدلې او پیاوړې لوبډلې یې ماتې کړې دي.

افغان لوبډلې د همدې روان کال په جولای کې د مرکزي اسیا په فوټسال سیالیو (کافا) کې د ازبکستان، قرغزستان او ترکمنستان پیاوړې لوبډلې ماتې کړې او د دغو سیالیو دویم ځای یې خپل کړ.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې همدا راز لبنان، میانمار او تایوان هم مات کړي او د چک جمهوریت، تاجکستان، موزامبیق او مالیزیا په څېر له پیاړو لوبډلو سره یې لوبې مساوي پای ته رسولې دي.