د سپینې ماڼۍ په یوې مېلمستیا کې د رونالدو ګډون

د عکس سرچینه، Reuters
د فوټبال ستوري کریسټیانو رونالډو د س شنبې ماښام په سپینه ماڼۍ کې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په ملتیا په یوه رسمي ماښامنۍ کې ګډون وکړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دغه ناستې مخکې وویل چې د رونالډو کوربه توب یې "ویاړ" دی، ځکه چې نوموړی په سعودي فوټبال لیګ کې د خپلې مهمې ونډې له امله په دغه هېواد کې د ټولنیز بدلون د هڅو یوه مخکښه څېره ګرځېدلې ده.
شهزاده محمد بن سلمان هڅه کوي چې د خپل هېواد اقتصاد متنوع کړي چې پر نفتو د هېواد تکیه کمه کړي. د اقتصادي تنوع هڅو کې، لوبې او ګرځندوی هم د سر ځای لري.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي مخکې د رونالډو ګډون تایید کړی و، خو دا یې نه وه په ډاګه کړې چې، هغه د بن سلمان په رسمي پلاوي کې شته که نه.
ډېر ګوتنیونکي پر دې اند دي چې د سعودي عربستان د دې پانګونې موخه مشروعیت ترلاسه کول او د بشري حقونو د ریکارډ او د تېلو صنعت د چاپیریال له اغېزو پام اړول دي هغه څه چې ورته د "سپورټ په سیله د شهرت سپینول" ویل کېږي.
ټرمپ د ماښامنۍ پر مهال په خپله وینا کې له سعودي عربستان سره پر نږدې اړیکو ټینګار کاوه اوهغه یې "د ناټو له ټلوالې بهر یو کلیدي پلوال" وباله.
د ورځې په لومړیو کې، ټرمپ د سعودي ولیعهد د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر (Oval Office) کې کوربه توب وکړ.
ټرمپ پرتګالي فوټبال ستوري ته په خطاب کې وویل: "زما زوی د رونالډو یو له لویو مینه والو دی."
هغه زیاته کړه: "بارون (ټرمپ) ورسره ولیدل، او زه فکر کوم اوس هغه پر خپل پلار ډېر باور کوي، یوازې له دې امله چې ما دی ور وپېژنده."
په دې ماښامنۍ کې د ټیکنالوژیکې نړۍ ملیاردر ایلن مسک هم ګډون کړی و، چې له نورو اغېزناکو او اوڅارو سوداګریزو مشرانو لکه د ایپل شرکت اجرایوي رییس ټیم کوک سره یوځای و.
دا لومړی ځل دی چې مسک په اپریل کې د حکومتي اغېزمنتیا ادارې (Doge) له استعفا وروسته سپینې ماڼۍ ته ورځي.
د ټرمپ او د ټیسلا صنعت د څښتن ترمنځ شخړه په عامه توګه له میاشتو راهیسې روانه وه، او په دې کې د مسک له لوري د نوي سیاسي ګوند د جوړولو خبره هم رادبره شوه.
رونالډو د جنسي تېري له ادعا سره مخ دی. کاترین مایورګا ادعا کړې چې رونالډو په ۲۰۰۹ کال کې په لاس ویګاس کې د یوه هوټل په خونه کې پرې جنسي تېری کړی و، چې رونالډو دا ادعا رد کړې ده.
هغه په ۲۰۱۸ کال کې په یوه وینا کې وویل: "زه پر ځان لګول شوي تورونه په کلکه ردوم. جنسي تېری یو کرکجن جرم دی چې زما د ټولو باورونو پر خلاف دی."
په ۲۰۱۹ کال کې، د امریکا څارنوالانو وویل چې رونالډو به له تورونو سره مخ نه شي ځکه چې دا ادعاوې نه شي ثابتېدلی.

د عکس سرچینه، EPA
د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې، رونالډو سعودي عربستان ته ولاړ. هغه د النصر د فوټبال کلب کپتان شو، هغه کلب چې د سعودي د عامه پانګونې صندوق ملکیت دی، چې ولیعهد یې مشري کوي.
په یوه داسې صنعت کې چې لوبغاړي یې ډېرې پیسې ترلاسه کوي، له سعودي عربستان سره د رونالډو د معاشونو تړون بیخي د لوړې کچې و.
راپورونو کې روښانه شوې چې د فوټبال لوبغاړي په کال کې ۲۰۰ میلیونه ډالر یا په ورځ کې له نیم ملیون ډالرو ډېر معاش ترلاسه کاوه.
د روان کال په جون کې، هغه یو نوی دوه کلن تړون لاسلیک کړ چې ټول ارزښت یې ۴۰۰ ملیونه ډالر دی، چې په دې توګه د بلومبرګ په وینا، له ۱.۴ ملیارد ډالرو خالصې شتمنۍ سره لومړنی میلیاردر فوټبال لوبغاړی شو.
دا اندازه د یو ۴۰ کلن فوټبال لوبغاړي لپاره د هغه د مسلک په وروستیو کې خورا زیاته ده.
د بریتانیا چټهم هاوس کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا د څانګې مشرې صنم وکیل په وینا، سعودي عربستان د عصري کېدو په لټه کې "د لوبو او ګرځندوی برخو کې د خپل ځای موندلو لپاره پر لویو نندارو او مشهورو شخصیتونو پراخه پانګونه کړې ده."
رونالډو په یوه مرکه کې له پیرس مورګان سره خبرو کې محمد بن سلمان ته "زموږ مشر" اشاره وکړه.
د روانې میاشتې په لومړیو کې، هغه په ریاض کې د ګرځندوی وزارت په یوه غونډه کې راڅرګند شو، چې په ترڅ کې یې د سعودي د پرمختیايي پروژو او په ۲۰۳۴ کال کې د فوټبال نړیوال جام کوربه توب لپاره د خپلو هیلو او نظرونو په اړه خبرې وکړې.











