د پریګوژین الوتکې غورځېدو ته روسیه کې څنګه غبرګون څرګند شو؟

    • Author, ویل ویرنون
    • دنده, بي بي سي- مسکو

روسیه له حیرانتیاوو ډک هېواد دی.

د سږکال دوبي له پیله په روسیه کې خلک هغو ډرون بریدونو حیران کړل، چې له کبله یې چاودنې رامنځته شوې او ځینو ودانیو ته زیان ورسېد. بیا د بهرنیو اسعارو مقابل کې د روسیې د روبل بازار مخ پر ځوړ شو او یو ډالر نژدې سلو روبلو ته ورسېد.

په دې پسې فضا ته د روسیې یو استول شوی ماموریت ناکام شو او 'لونا-۲۵' نومې فضايي بېړۍ د سپوږمې له سطحې سره له ټکر وروسته په تشیال یا فضا کې تري تم شوه.

خو نن چې د یوګیني پریګوژین د سپرلۍ الوتکې غورځېدو خبر خپور شو، روسیان هېڅ حیران نه شول، بلکې ښايي ډېری روسیانو به فکر کاوه چې ولې مخکې دا پېښه و نه شوه. له څو اونیو راهیسې په روسیه کې ګوماني خبرې کېدې چې د ده برخلیک به بالاخره څنګه شي.

د واګنر ملېشې دې مشر پوره دوې میاشتې مخکې د لنډ مهال لپاره د یوه رامنځته شوي بغاوت مشري وکړه. د ده په مشرۍ واګنر ملېشو د روسیې یو مهم ښار ولکه کړ او ان د پلازمېنې مسکو پر لور یې د یون ګواښ رامنځته کړ.

کله چې هغه بغاوت ارام شو، ډېری کسانو فکر کاوه چې د پریګوژین د ژوند ورځې په شمار دي. بالاخره هغه بغاوت د کریملین لپاره یو سرخوږی او د شرم موضوع وه او ولسمشر پوتین داسې څوک نه دی چې هر څه هېر کړي، یا ترې تېر شي.

د الوتکې له غورځېدو نژدې یو ساعت وروسته د روسیې فدرالي ملکي هوايي چلن ادارې روساویاتسیا یوه اعلامیه کې وویل چې د پرېګوژین نوم د غورځېدلې الوتکې د مسافرو په لیست کې شامل دی.

د روساویاتسیا چټک غبرګون هم دلته په روسیه کې شکونه زیات کړل، ځکه معمولاً دې ډول پېښو ته د یادې ادارې غبرګون خورا سوکه وي. د روسیې دولتي ټلویزیون بیا په دې هکله ډېر جزیات نه وايي، یوازې د چارواکو په نقل قولونو بسنه کوي. د کریمیلین تر کنټرول لاندې

چېنل ون په مرکزي خبري سروس کې دې خبر ته یوازې ۳۰ ثانیې وخت ځانګړی کړی و. په روسیه کې ټول په دې خبر دي، چې دولتي ټلویزیونونه د خبر لهجې په هکله د پرېکړې لپاره معمولاً رسمي لارښوونو ته انتظار کوي.

خپله واګنر ډلې بیا په دې هکله پر خپله ټیلیګرام خواله رسنۍ پاڼه لیکلي چې پریګوژین ''د روسیې خائینانو وژلی دی.'' دې ډلې په سنټ پېټرزبرګ کې په خپل مرکز کې یو موقت قبر هم چمتو کړی دی. په روسي رسنیو کې داسې تصویرونه لیدل کېږي چې خلک د واګنر مرکز ته له ګلونو او شمعو سره ورځي.

بل لور اوس ډېر پام پر دې ورټول دی، چې د غورځېدلې الوتکي دننه څه پېښ شول. د روسیې رسنیو رپوټونو کې ویل کېږي چې د ''بهرنیو عواملو تر څنګ'' پر ټولو لاملونو غور کېږي.

د سیاسي چارو کارپوهه تاتیانا ستانوایا وايي، د الوتکې غورځېدو لامل مهم نه دی، بلکې مهم هغه پیغام دی چې دا پېښه نورو هغو کسانو ته استوي چې احتمالي بغاوت ته زړه ښه کوي: ''هر څوک به دې ته د غچ اخیستنې یوې چارې په نظر ګوري... د پوتین او په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د ډېرو چارواکو له نظره باید د پریګوژین مړینه یو سبق وبلل شي.''