طالبان: د امنیت شورا اندېښنې درک کوو، خو د شریعت خلاف چارو ته اجازه نشته

افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته په غبرګون کې ویلي، اندېښنې یې د درک وړ دي خو هغه څه ته چې د دوی په باور د شریعت خلاف وي، اجازه نه ورکوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېتر پاڼه لیکلي، "اسلامي امارت هڅه کوي، چې ټولې چارې اسلامي شریعت په رڼا کې تنظیم کړي. ځکه د خپل دین او خلکو په وړاندې د مسؤلیت احساس له امله نشي کولای، په هېواد کې غیر شرعي چارو ته اجازه ورکړي."

پرون (جمعه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د دې ټولنې د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته ویلي چې د طالبانو لخوا د نجونو او مېرمنو د بشري حقونو د تروړنې پر وړاندې سره یو موټی شي.

خو ذبیح الله مجاهد وايي، "نړیوالو سازمانونو او هېوادونو ته په کار ده چې زموږ د هېواد حالات او د ملت دیني غوښتنې درک کړي. نړیوال دې بشري موضوعات او انساني مرستې له سیاسي چارو سره نه تړي."

د امنيت شورا دا ناسته د افغانستان د حالاتو او په دغه هېواد کې د طالبانو حکومت له لوري پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو په تړاو د خبرو لپاره د بندو دروازو تر شا جوړه شوې وه.

د دې ناستې په درشل کې د امنیت شورا یوولسو غړو هېوادونو په یوه ګډه وینا پاڼه کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او له طالبانو یې وغوښتل چې پرې لګولي بندیزونه سم د واره لرې کړي. 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې روزا اتونبایوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناستې ته ویلي، د طالبانو له لوري له پوهنتون او ښوونځيو د نجونو منع کېدل او مرستندویو ادارو سره یې پر کار بندیز "له بشري حقونو لویه سرغړونه ده." 

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجارېک یوې خبرې ناستې ته ویلي، اغلې اوتونبایوا د طالبانو کړو ژمنو ته په اشاره د غونډې ګډونوالو ته وویل چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د خپلو ژمنو پر خلاف عمل کړی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوولسو غړو هېوادونو ګډه اعلامیه

د ښاغلي دوجاریک په وینا، اغلې اتونبایوا د مرستې رسونې پر بهیر د ښځو پر کار د لګېدلو وروستیو محدودیتونو د منفي اغېزو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او نړیوالو مرستو ته د افغانانو جدي اړتیا ته په پام اغلې اتونبایوا د دغو بندیزونو پر ضد د امنیت شورا په یو موټي توب ټینګار وکړ.

 له دغې ناستې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوولسو غړو هېوادونو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په تړاو جدي اندېښنه څرګنده کړه. 

دغه وینا پاڼه کې د ښځو او نجونو پر ضد د شته ځپونکو تدبیرونو د سملاسي لېرې کېدا او هغوی ته د برابر او ماناوال حق د ورکړې غوښتنه شوې.

د یادولو ده چې د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي وو چې د افغانستان په اړه دا غونډه دې د طالبانو له لخوا پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو په لغوه کولو ورټوله وي. 

د بښنبې نړيوال سازمان په يوه خبرپاڼه کې ويلي، په نا دولتي موسسو کې د ښځو د کار له ځنډېدو وروسته په افغانستان کې بشري ناورين لا ژور شوی او په هېواد کې د خوړو د نشتوالی او د خوارځواکۍ کچه لا زياته شوې ده.

يو شمېر نړيوالو موسسو په افغانستان کې د طالبانو له خوا په اینجیوګانو کې د ښځو پر کار د بنديز په غبرګون کې خپل فعاليتونه ځنډولي دي.

د بښنې نړيوال سازمان د جنوبي اسيا مشرې يميني ميشرا د ښځو او نجونو له حقونو څخه د جدي سرغړونو د مخنيوی لپاره د امنيت شورا د هڅو پر اهميت ټينګار کړی دی.

د بښنې نړيوال سازمان همدا ډول د هغو کسانو د ځپلو د درولو غوښتنه کړې چې د طالبانو له خوا د لګولو شويو محدوديتونو پر ضد غږ پورته کوي. 

په ورته وخت کې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د روان وضعیت په اړه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د طالبانو له لوري په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو او د ښځو په کار باندې بندیزونه له اسلامي قانون سره په ټکر کې بللي دي.