تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان سره د ځینو نړیوالو پرمختیايي مرستو د بیا پیلېدو غوښتنه وشوه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ناندريو په ډکه يوه غونډه کې، افغانستان کې د روان اقتصادي کړکېچ او بشري ناورین په تړاو اندېښنه څرگنده کړه.
د بشري مرستو برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال مارتين گرېفېتس امنيت شورا ته وويل افغانستان د بشري حقونو، اقتصاد، اقلیم، لوږې او مالي سیستم په برخو کې له لا خرابېدونکي کړکېچ سره مخ دی. هغه یو وار بیا پر هېوادونو غږ وکړ چې له افغانستان سره خپلې مرستې ونه دروي.
ښاغلي ګرېفېتس په وینا نږدې نولس مېلیونه افغانان د خوړو له جدي کمښت او شپږ مېلیونه پکې د لوږې خطر ته مخامخ دي.
هغه وویل تر نیمايي ډېر نفوس چې شاوخوا څلېرویشت مېلیونه کېږي بشري مرستو ته اړتیا لري او شاوخوا درې مېلیونه ماشومان د خوارځواکۍ خطر سره مخ دي او په دوی کې له یوه مېلیون ډېر يې له داسې شدیدې خوارځواکۍ کړېږي چې که درملنه يې ونشي مري.
ښاغلي ګرېفېتس د دغه کړکېچ یوه لامل هغه وچکالي هم وبلله چې په تېرو دریو لسیزو کې بې مخینې ده.
خو هغه زیاته کړه چې د مرستو او پرختیايي بسپنو کچه پام وړ کمه شوې، پر بانکي سیستم باور ختم شوی او مالي راکړه ورکړه ډېره محدوده شوې.
هغه غوښتنه کړه چې نړۍ باید افغانستان سره ځینې هغه پرمختیايي مرستې بېرته پیل کړي چې تېل کال پر دغه هېواد د طالبانو له واکمنېدو سره درېدلې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د سیاسي چارو مسؤل مارک پوتزل بیا د وروستیو خونړیو امنیتي پېښو یادونه او پر طالبانو غږ وکړ چې دغو بریدونو کې د په نښه شوو ډلو د خونديتابه لپاره لارې چارې وګوري.
غونډې ته د افغانستان استازي نصیر احمد فایق هم وویل چې له یوې خوا د افغانستان راتلونکې تیاره ده خو بلخوا د ملکي وګړو د مرګژوبلې شمېر ټيټ شوی.
هغه د ملګرو ملتونو د رول د ډېرېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګډون دې ملګري ملتونه د سولې او ټیکاو لپاره خپل اقدامات چټک کړي.
د دغې غونډې ګډونوالو چې د امنیت شورا د غړو هېوادونو پر ديپلوماتانو سربېره د پاکستان، ایران او افغانستان استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د سیاسي چارو مسؤول هم وربلل شوی و، تېر یو کال افغانستان کې د بشري حقونو او اقتصادي حالت خرابېدو ته د پام غوښتنه وکړه.
د غونډې ویناوالو په یوه خوله افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته د ښځو او نجونو پر زدکړو بندیز وغانده او په دې موخه يې د امنیت شورا په ګډون د نړیوالو له غوښتنو سره سره د ښځو، اقلیتونو او آزادیو محدود پاتې کېدل اندېښمنوونکي وبلل.
ویشلي نظرونه او مخالف دریځونه
له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو د کلیزې له پوره کېدو سره سم د روسیې په نوښت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دې راغوښتل شوې غونډې تر ډېره تېر یوه کال کې د افغانستان وضعیت وارزاوه.
خو پر دې غونډې د ډيپلوماتيکو ناندريو سيورى هم خپور و. د روسیې او چین استازو افغانستان کې رامنځته شوى کړکېچ د امريکا د کړنو پايله بلله او امریکا بيا دا دواړه هېوادونه په دې تورنول چې ګواکې د مرستې لاس نه ورکوي او يوازې خبرې کوي.
ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسيلي نېبېنزیا په افغانستان کې د روان کړکېچ ډېره پړه پر امریکا متحدو ایالتونو واچوله او د چین استازي هم په خپله وینا کې پر امریکا نیوکې وکړې.
د روسیې استازي بیا وویل چې روسیه د امریکا لخوا د پورته شویو ګامونو پایله کې د اوښتو زیانونو د جبرانېدو مسؤولیت نه لري.
د چین استازي بیا د افغانستان بانک د کنګل شوو زېرمو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه او پر امریکا يې هم غږ وکړ چې افغانستان کې د تېرې شوې جګړې د یوه اړخ په توګه دې د دغه هېواد خلک یوازې نه پرېږدي.
د امریکا استازې لنډا ګرینفیلډ په دفاع کې وویل چې په افغانستان کې که کوم اقتصاد هم و، نو طالبانو نړولی.
هغې له چین او روسیې وغوښتل که له افغانانو سره ریښتیا خواخوږي لري مرستې ته دې ور ودانګي.
نوموړي وویل د افغانستان مرکزي بانک پیسې طالبانو ته نه بلکې افغانانو ته ورستنوي او ترڅنګ یې د افغانستان ملاتړ ته هم دوام ورکوي.
د پاکستان سفیر بیا په دې غونډه کې د طالبانو په تړاو د زبرځواکو هېوادونو ترمنځ د دریځ او پالیسیو ټکر د ټولو په زیان وباله.
هغه پر امنیت شورا او په ټوله کې پر ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د افغانستان مرستندویه دفتر "یوناما" ته ژر نوی مشر وټاکي او د راتلونکو اقداماتو یوه هر اړخیزه تګلاره چمتو کړي.