پر جولان توغندیز برید؛ امریکا حزب‌الله ملامتوي، د اسرائیلو ملي امنیت کمېټې غونډه کړې

دروزیان

د عکس سرچینه، EPA

د ځینو هېوادونو مشرانو د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ جګړې پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دغه اندېښنې د اسرائیلو لخوا د سوریې اشغال شوې سیمې جولان په لوړو کې د فوټبال پر لوبغالي له توغنديز برید وروسته یوځل بیا راپورته شوي چې پکې ۱۲ کسان ووژل شول.

له دغې پېښې وروسته د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ګواښ کړی چې حزب الله ډله به درنه بیه پرې کړي.

د اسرائیلو لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، یاده ډله به داسې بیه پرې کړي، چې مخکې یې کله نه وي پرې کړې.

په هغه برید کې چې وړمه ورځ د جولان غونډیو په مجدل شمس سیمه کې شوی، ۱۲ ماشومان او یو زلمی پکې وژل شوی دی.

دا په اسرائیلو کې د اکتوبر په اومه د حماس له برید راهیسې تر ټولو خونړی برید بللی شوی دی.

که څه هم حزب‌الله په دې پېښه کې خپله ښکېلتیا په کلکه رد کړې، خو اسرائیلي ځواکونو ویلي، ددغه برید په غرګون کې یې پرون سهار لبنان کې د یادې ډلې پر اړوندو اهدافو اووه بریدونه هم کړي دي.

جنازې

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، مجدل شمس کې د توغندي په برید کې د وژل شویو ماشومانو جنازه

امریکا د اسرائیلو کلک ملاتړی دی. د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، ټولې اشارې دې ته دي چې په جولان غونډیو کې دغه راکټي برید دې حزب‌الله کړی وي.

انتوني بلېنکن چې د جاپان پر سفر بوخت دی، هلته یوې خبري غونډې ته ویلي، که څه هم اسرائیل له ځانه د دفاع حق لري، خو ټینګار کوي چې هېواد یې نه غواړي دا شخړه لویه شي:

"د اسرائیلو له حکومت سره زموږ خبرې روانې دي. زه یوځل بیا ټینګار کوم چې اسرائیل حق لري چې له خپلو وګړو دفاع وکړي او موږ ورسره په دغه برخه کې ملاتړ لپاره ولاړ یوو. خو موږ نه غواړو چې دا شخړه لویه شي. موږ نه غواړو چې پراخه شي. دا له اکټوبر ۷مې راهیسې زموږ یو هدف دی."

ددغه هېواد سپينې ماڼۍ هم په یوه اعلامیه کې ویلي، دا برید د لبنان حزب الله ډلې کړی او توغندی د همدوی تر واک لاندې سیمې څخه توغول شوی دی.

'اسرائیل مسؤل دی'

وژل شوې نجلۍ

د عکس سرچینه، Reuters

خو حزب الله ډلې بیا اسرائیل ددې پېښې مسؤل بللی. په یوه اعلامیه کې دې ډلې ویلي، پخوا هم د اسرائیلو د هوايي دفاع سیستم ځینې پوچ شوي توغندي د جولان سیمو کې غورځیدلي دي.

د لبنان بهرنیو چارو وزیر عبدالله بوحبیب بي‌بي‌سي ته ویلي، دی فکر نه کوي چې دغه مرګونی برید دې حزب‌الله کړی وي:

"زموږ حکومت په دې اړه اندېښمن دی. زه فکر نه کوم چې تاوتریخوالی پراخ شي، که شي دا به د ټولو لپاره ناورین وي، ځکه له دې سره سیمه ییزه جګړه رامنځته شي. هو لبنان کې به لوی ویجاړی رامنځته شي خو اسرائیلو کې به هم پراخ مرګونه او ویجاړۍ رامنځته شي. ډېر خلک به پکې مړه شي. زه فکر کوم اسرائیل به ددې له ترسره کولو مخکې ښه فکر کړی وي. دا منم چې جولان کې ناورین پېښ شوی، خو دا په دې معنی نه ده چې موږ به لا نور ویجاړی او وژنې ترسره کړو."

هغه له اسرائیل او حزب‌الله دواړو غوښتي چې له زغمه کار واخلي او د ترینګلتیا له پراخولو ډډه وکړي.

د ایران خبرداری

حزب الله

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د حزب الله ډلې دوه وسله‌وال د یوې ودانۍ په سر دي او د یوې سرچینې په وینا، یوه ولاړ سړي د بې‌پیلوټه الوتکې د مخنیوي لپاره کارېدونکې د حزب الله وسله لاس کې نیولې ده

بل لور ته د حزب‌الله ستر سیمه ییز متحد ایران بیا خبرداری ورکړی، چې که اسرائیل خبره غټه کړي، نو له داسې پایلو سره به مخامخ شي چې وړاندوینه یې نه کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ناصر کنعاني ویلي، د اسرائیل لخوا په لبنان کې نوې پوځي ماجراجويي به سیمه کې د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ او جګړې د پراختیا لامل وګرځي.

برتانیا او فرانسې یاده پېښه غندلې او د تاوتریخوالي د پراخېدو مخنیوي کلکه غوښتنه یې کړې.

مصر او لبنان هم د تاوتریخوالي د زیاتېدو د ناوړه پایلو په اړه خبردرای ورکړی او له دواړو خواوو یې غوښتي چې د کړکیچ له زیاتولو ډډه وکړي.

د اسرائیل لخوا د سوریې د اشغال شویو جولان غونډیو په 'مجدل شمس' سیمه کې د وړمې ورځ توغندي برید کې ۱۲ وژل شوي ماشومان او یو زلمی پرون خاورو ته وسپارل شول.

د دوی د جنازې په مراسمو کې د اسرائیل د کابینې د دوو وزیرانو په ګډون زرګونو کسانو ګډون کړی و.

ځینو ویرجنو خلکو د دې پېښې له کبله د اسرائیلو د کابینې پر ورغلو وزیرانو توندې نیوکې کړې دي.

مجدل شمس کې وژل شوي ماشومان د دروز قومي او مذهبي لږه‌کیو اړوند دي.

د دې ټولنې اړوند خلک چې عربي ژبي دي، د اسرائیل په شمال، لبنان، اردن او سوریه کې ژوند کوي.

اسرائیل په ۱۹۸۱ کال خپله خاوره پورې د جولان غونډیو له تړلو وروسته د دغه ځای دروزیانو ته تابعیت هم ورکړ.

دوی اوس د اسرائیلو د نفوس ۱ اعشاریه ۵ سلنه او همدا راز د اسرائیل په دفاعي ځواکونو "ای‌ډي‌اېف" کې له یهودو وروسته دویمه ستره برخه جوړوي.