د طالبانو حکومت ومنله چې سندونه یې د انلاین بڼې هکرانو لاس ته ورغلي

د طالبانو حکومت د مخابراتو وزارت
د عکس تشریح، د طالبانو حکومت وايي د خپرو شويو سندونه ډېر یې د تېرو کلونو اړوند دي.

د "طالب لیکس" په نوم د هکرانو یوې پاڼې هغه زرګونه سندونه خپاره کړي چې د طالبانو حکومت له بیلابیلو ادارو په انلاین بڼه ترلاسه شوي.

خپاره شوي سندونه د بهرنیو چارو، ماليې، عدلیې، امربلمعروف، مخابراتو، اطلاعاتو او کولتور وزارتونو، لوی څارنوالۍ، سترې محکمې او د زندانونو ادارو اړوند دي.

د طالبانو حکومت د دې خبر پخلی کړی او وايي دا کوم لوی سایبري برید نه و او دا چې په فردي ډول ځینو کمپیوټرونو ته چې ډېر خوندیتوب ته یې پام نه کېده لاس رسی شوی.

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتو ټیکنالوژۍ وزارت پر ایکس پاڼه لیکلي "زموږ ټول سیستمونه خوندي دي او هېڅ ستونزه نشته" دغه وزارت ویلي خپاره شوي سندونه تر ډېره پخواني دي، هغه چې د ساتنې لپاره یې تر اوسه کومه ځانګړې اډانه نه وه " هغه سندونه چې خواله رسنیو کې خپاره شوي د لاس رسي وړ وو او تر ډېره تېرو کلونو اړوند دي."

په خپرو شویو سندونو کې څه دي؟

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د هکرانو ویبپاڼې دغه ټول سندونه په عام ډول خپاره کړي او د لیدو وړ دي. په خپرو شویو سندونو کې یو یې د هغو زندانیانو شمېر ښيي چې د طالبانو حکومت په زندانونو کې بندیان دي.

سند کې ویل شوي ۱۸ زره او ۸۰۰ زندانیان د طالبانو حکومت په زندانونو کې شته چې یو زر او ۳۷۶ یې ښځې دي. بهرنیو زندانیانو کې شپږ ښځې او ۶۳ سړي یاد شوي.

خپروو شویو معلوماتو کې ویل شوي، تر ټولو ډېرې ښځینه زندانیانې د کابل په بندخونو کې دي چې شمېر یې ۲۰۹ ته رسېږي. له کابل وروسته هرات یاد شوی، چې د ښځینه زندانیانو شمېر په کې ۱۲۶ ته رسېږي او دریم نوم د بلخ ولایت یاد شوی چې په کې د دغه سند له مخې ۱۱۲ ښځې زندانونو کې دي.

پاتې ښځينه زندانیانې په ننګرهار، کندهار، فاریاب، سرپل، جوزجان، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې ساتل کېږي.

د دغه سند د معلوماتو له مخې د کابل مرکزي زندان کې په ټولیز ډول یو زرو ۸۱۷ زندانیان شته چې د هېواد د نورو زندانونو پرتله لوی شمېر دی. د څرخي پله زندان په دویمه درجه کې ښودل شوی چې یو زرو ۳۷۲ کسان په کې زنداني دي.

ننګرهار کې یو زر۱۲۴۳ تنه زندانيان شته، بدخشان کې یو ۱۱۴۱ زندانیان، هلمند کې ۱۱۸۱ او هرات کې ۸۹۹ زندانیان ښودل شوي.

د دې سندونو د ثبت نېټه نه ده ښوول شوې خو په ۱۴۰۲ لمریز کال کې تیار شوي. په لیک شویو سندونو کې د طالبانو حکومت د لوړو پوړو مشرانو د پاسپورت انځورونه او ځینو چارواکو ته د سیم کارتونو د وېش نوملړ هم لیدل کېږي.