تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلوچستان پولیسو د وژل شوي بلوڅ مشر اکبر بګټي د مجسمې نړولو پېښه ثبت کړې
- Author, محمد کاظم
- دنده, بي بي سي - کوټه
د پاکستان بلوچستان ایالت پنجګور سیمې پولیس وايي، د بلوڅ مشر اکبر بګټي مجسمې ته یې د زیان اړولو دوسیه د نامعلومو کسانو خلاف ثبت کړې ده.
د یادونې ده، چې د اکبر بګټي دا مجسمه څه موده مخکې هم نړول شوې وه او له دویم ځلي ځای پر ځای کېدو وروسته یې د بي این پي عوامي ګوند مشر او بلوچستان اسامبلۍ غړي اسدالله بلوڅ پرانیسته کړې وه.
د بلوچستان پنجګور سیمې پولیسو مشر ظهور بلوڅ ووايي، د قضیې له ثبتولو وروسته یې د پېښې لاملونو او عاملینو معلومولو لپاره پوښتنې، ګروېږنې پیل کړې دي.
اکبربګټي د پاکستان پوځي ولسمشر پروېز مشرف واکمنۍ پر مهال پوځي عملیاتو کې وژل شوی و. اکبر بګټي یو مهال د بلوچستان والي، اعلی وزیر او د پاکستان فدارلي وزیر دنده تر سره کړې وه.
له بي بي سي سره خبرو کې د بلوچستان اسبملۍ غړي اسد بلوڅ وویل، لومړی ځل یې د اکبر بګټي مجسمه په ۲۰۰۷ کال کې ځای پر ځای کړې وه، چې په ۲۰۲۲ کال کې نامعلومو کسانو ونړوله او دوی له هغه وروسته یو ځل بیا دا مجسمه جوړه کړه او له مخکیني ځایه یې په یو څه واټن کې بیا ځای پر ځای کړه.
نوموړی وايي، نوې مجسمه فلزي وه او وزن یې له ۷ ټنه زیات و.
نوموړي زیاته کړه، په مجسمه ځنځیر اچول شوی او د اکتوبر ۲۹مې او ۳۰مې تر منځ شپه کې په یوه ګاډي پورې راکاږل شوې ده، خو مجسمه ړنګه شوې نه ده، بلکې یوه لور ته کږه شوې ده.
د بي این پي عوامي ګوند مشر وايي، دوی به همدا مجسمه بېرته ورغوي او پر همدې ځای به بېرته نصب کړي.
اسد بلوڅ وايي، ''نواب اکبر بګټي د یوه فکر او مفکورې نوم دی. د هغه مجسمې له ړنګولو سره هېڅ نه کېږي، خو داسې اقدامات د کرکې ډېرېدو لامل کېږي.''
په ۲۰۰۵ کال کې بلوچستان کې د پوځي عملیاتو له پیل وروسته نواب اکبر خان بګټي غرونو ته وخوت او د ۲۰۰۶ کال د اګست پر ۲۶ مه ورځ تراتاني سیمه کې د پاکستاني پوځیانو برید کې ووژل شو.
درې کاله وروسته ۲۰۰۹ کال کې د بلوچستان سترې محکمې د نوموړي وژنې دوسیه ثبت کړه او د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پروېز مشرف او د هغه مهال لومړی وزیر شوکت عزیز یې تورن وپېژندل.
د اکبر بګټي له وژل کېدو وروسته په بلوچستان کې د تاوتریخوالي او ناکرایو پېښو هم زور واخیست.