بېلتونپال مشر الله نذر بلوڅ: له چین سره مو نه خبرې کړې دي او نه یې کوو

    • Author, ریاض سهیل
    • دنده, بي بي سي کراچۍ

بلوڅ بېلتون پال مشر ډاکټر الله نذز بلوڅ وايي، چین سره یې تېر کې هم خبرې نه دي کړې او نژدې یا لرې راتلونکي کې هم داسې کوم احتمال نه شته.

د بلوچستان لبرېشن فرنټ یا ازادۍ جبهې نومې ډلې مشر بي بي سي اردو ته یوه لیکلې مرکه کې وايي چین سره د خبرو هوډ نه لري، ځکه په وینا یې دغه هېواد د پاکستان مرسته کوي او له دې کبله کوم (تضمین) ته اړتیا نه شته.

دا وروستیو کې فنانشل ټایمز ورځپاڼې لیکلي و، چې چینايي چارواکي له پنځو کلونو راهیسې له بلوڅ بېلتون پالو سره خبرې کوي او چین دا وروستیو کې ویلي، اوس بلوڅ بېلتون پالي د دوی لپاره خطر نه دي، خو وروسته چین هم له بېلتون پالو سره خبرې رد کړې.

چین پاکستان کې د ۴۶ میلیاردو ډالرو په لګښت اقصادي دهلیز رغوي، چې د چین له سینکیانګه د پاکستان بلوچستان تر ګوادر بندره د لویې لارې رغونه هم پکې شته.

اقتصادي ماهرین وايي بلوچستان کې د امنیت حالت ښه کېدل د چین په ګټه دي، خو بلوچستان کې د بیلتون پالنې خوځښت د چین او پاکستان تر منځ د دغې لویې سوداګریزې لارې مخالف دي.

الله نذر بلوڅ وايي ''هلته چې زموږ ډله ییزه وژنه کېږي، له شریکانو سره یې موږ خبرې نه کوو. ''

نوموړي په پرېکنده ټکیو ویلي:

''هېڅوک دې موږ له دې خبرو سره نه شریکوي او هېڅ یو هېواد باید له موږ نه د خبرو تمه و نه کړي ''

د الله نذر بلوڅ په مشرۍ بلوچستان لبریشن فرنټ د بلوڅ بېلتون پالو تر ټولو لویه ډله ده، چې د بلوچستان مکران په ساحلي سیمو کې وسله وال فعالیت کوي او دا هغه سیمه ده، چې د چین او پاکستان تر منځ لویه لار پکې تر ډېره ځایه غځېدلې ده.

پاکستاني امنیتي ځواکونو د الله نذر بلوڅ لټون لړ کې یو لړ پوځي عملیات کړي دي او نوموړی دا وروستیو کې هغو عملیاتو کې روغ رمټ پاتې شوی، چې ګومان کېده پکې سخت ټپي شوی دی.

پاکستان حکومت د نوموړي سر لپاره پینځه میلیونه روپۍ انعام ټاکلی دی. تېر کال امنیتي ځواکونو د الله نذر بلوڅ مېرمن نیولې وه، خو د بشري حقونو فعالانو او سیاستوالو له فشارونو وروسته یې خوشې کړه.