پاکستان؛ د ماه رنګ بلوڅ پر ضد په هېواد کې د 'ګډوډۍ خپرولو' قضیه ثبت شوې، 'دا هر څه زموږ د ډارولو لپاره کېږي'

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د بشري حقونو فعالې او په جبري توګه د بلوڅانو بې درکه کېدو پر ضد احتجاج کوونکې ماه رنګ بلوڅ خلاف په پاکستان کې ''د ناامنۍ رامنځته کولو'' په نامه قضیه ثبت شوې ده.

د یوه وګړي له لوري په دې هکله پولیسو ته عریضه وړاندې شوې، چې پکې ویل شوي دي، ماه رنګ بلوڅ او ملګري یې ''لوستي نارینه او ښځې لمسوي، په نامعلوم ځای کې پناه ورکوي، بیا پر امنیتي ادارو تورونه پورې کوي، ګواښونه کوي او زموږ په عدلي او قضايي ادارو کې هڅه کوي، دا ادارې ناکامه ثابتې کړي.''

په عریضه کې تور پورې شوی چې ''دغسې کرکټرونه له ګاونډي دښمن هېواد سره په اړیکه کې دي، او د هغوی په لمسون او پیسو هره ورځ زموږ د هېواد په بېلابېلو ښارونو او لویو لارو کې پرلتونه کوي.''

په عریضه کې دغه راز ادعا شوې، چې ماه رنګ بلوڅ ''په خپلو لاریونونو کې د ډلو په بڼه ترهګر تر ښارونو پورې روالي، هغوی په اسانۍ سره حساس تاسیسات څارلای شي او بریدونه پرې کوي.''

'دا هر څه زموږ د ډارولو لپاره کېږي'

بل لور ماه رنګ بلوڅ د ځان پر ضد د دې قضیې په هکله د بي بي سي له خبریال ریاض سهیل سره خبرو کې وویل، ''له ټولو سیاسي کارکوونکو او مدني فعالانو سره ځکه داسې کېږي، چې دوی غواړي ټولې لارې پرې بندې کړي.''

ماه رنګ بلوڅ په دې هکله وايي: ''داسې ځکه کوي، چې موږ په نړیواله کچه وپېژندل شوو اوس نو دوی غواړي موږ وډار کړي او له هدفه مو واړوي.''

نوموړې زیاتوي، ''پاسپورټ یې رانه واخیست، خو زما له لوري د پولیسو قضیې ثبتولو پر ځای یې زما پر ضد قضیه ثبت کړه.''

د یادونې ده، چې ماه رنګ بلوڅ د ټائم مجلې له لوري د هغو مېرمنو په نوملړ کې شامل شوی، چې زیات نفوذ لري او نوموړې وايي، په همدې لړ کې مراسمو کې د ګډون لپاره روانه وه، چې مخه یې ونیول شوه.

دا وايي، د کراچۍ ښار په هوايي ډګر کې الوتکه کې د کېناستو اجازه نه ده ورکړل شوې، لومړی ورته ویل شوي وو، چې ویزه یې سمه نه ده او وروسته ورته وویل شول، چې د سفر اجازه نه لري.

ماه رنګ بلوڅ وايي، له هوايي ډګره کور ته ستنېده، چې پولیسو په لار کې موټر ودراوه، پاسپورټ یې ترې واخیست او تر اوسه پورې نه دی ورکړل شوی.