د کاتولیکې کلیسا د مشر ساده ژوند: نه یې غوښتل ځانګړي تشریفاتي موټر کې سپور شي

د فرانسیس پاپي له ګڼو لومړیتوبونو سره مله وه، که څه هم هغه کاتولیکې کلیسا کې د اصلاحاتو راوستو ته دوام ورکړ، خو بیا هم د دودپالو ترمنځ اوڅار او منلی پاتې شو.

هغه د امریکا یا جنوبي نیمې کرې لومړنی پاپ و. په ۷۴۱ کې د سوریایي الاصله ګریګوري درېیم له مړینې وروسته، دا لومړی ځل و چې د روم یو غیر اروپایي اسقف (ستر پادري) ټاکل کېده.

هغه د لومړي ځل لپاره د یسوعيانو (د عيسويانو يو انجمن) له ډلې پاپ شو؛ هغه ډله چې په تاریخي توګه په روم کې د شک په سترګه ورته کتل کېدل.

د فرانسیس مخکینی بینیډیکټ شپاړسم نژدې ۶۰۰ کلونو کې لومړنی پاپ و چې په خپله خوښه یې استعفا ورکړه او نژدې یوه لسیزه د واتیکان باغونو کې دوه پاپان مېشت وو.

کارډینال برګولیو، چې د ارجنټاین و، اویا کلن و چې په ۲۰۱۳ کې پاپ شو. لوی شمېر کاتولیکانو تمه درلوده چې نوی پاپ به یو ځوان کس وي.

برګولیو خپل ځان د یو منځ‌لاري نوماند په توګه وړاندې کړ: محافظه‌کارو ته یې د جنسي مسایلو په اړه د دودیزو نظرونو له امله جذابیت درلود او سمونپالو ته یې د ټولنیز عدالت په اړه د ازاد فکر له امله. هیله دا وه چې د ده غیر دودیز شالید به واتیکان ته نوی روح ورکړي او د کلیسا سپېڅلې دنده به بیا تازه کړي خو د واتیکان په بروکراسۍ کې، د فرانسس ځینې اصلاحات له مقاومت سره مخ شول او د هغه سلف، چې په ۲۰۲۲ کې ومړ، لا هم د دودپالو ترمنځ محبوب پاتې و.

هوډمن و چې له نورو به ځانګړی وي

له هماغې شېبې چې وټاکل شو، فرانسيس په ډاګه کړه چې کارونه به په بل ډول ترسره کوي. هغه خپل کارډینالان په غیر رسمي توګه ولاړ لیدل - نه د پاپي تخت پر سر ناست.

د ۲۰۱۳ کال د مارچ پر ۱۳مه، پاپ فرانسيس د سینټ پیټر څلورلارې برنډه کې راڅرګند شو. هغه په ساده سپینو جامو کې و او یو نوی نوم یې خپل کړی و چې د ۱۳مې پېړۍ واعظ او د حیواناتو مینه‌وال، سینټ فرانسس آف اسیسي ته یې درناوی و.

هغه هوډ درلود چې عاجزي به له ښکلا غوره ګڼي. هغه پاپ ته له ځانګړي شوي لیموزین کارولو ډډه وکړه او ټینګار یې کاوه چې له نورو کارډینالانو سره به په بس کې خپل استوګنځي ته لاړ شي.

نوي پاپ د ۱،۲ میلیارده پیروانو لپاره یوه اخلاقي مأموریت وټاکه: "آه، زه به څنګه د غریبانو لپاره یوه غریبه کلیسا غواړم".

خورخې ماریو برګولیو د ۱۹۳۶ کال د دسمبر پر ۱۷مه د ارجنټاین په بوینس ایرس کې زیږېدلی و – د خپلو پنځو خویندو او وروڼو تر ټولو مشر و.

د هغه مور او پلار د فاشیزم له شره د تېښتې لپاره له خپلې اصلي سیمې ایټالیا کډوال شوي وو. هغه د ټانګو نڅا خوښوله او د خپل سیمه‌ییز فوټبال کلب سن لورینزو ملاتړی و.

هغه د سږو له سخت سینه بغل (نیمونیا) په سختۍ ژغورل شوی و او د جراحي عملیاتو له لارې یې د سږو یوه برخه لیرې کړل شوه. هغه څه چې دی به د ټول ژوند لپاره د انتان (عفونت) پر وړاندې حساس پرېږدي.

په زړښت کې هغه د ښي زنګون له درده هم ځورېده، چې دا یې "یوه فزیکي بې‌سېکي" بللی وه.

ځوان برګولیو د کیمیا له فراغت مخکې د نایټ کلب د ساتونکي او د جاروکش په توګه کار کړی و. په یوه سیمه‌ییزه فابریکه کې، هغه له استر بالسترینو سره نژدې کار کاوه، چې د ارجنټاین د نظامي دیکتاتورۍ پر ضد مبارزه یې کوله. هغې ته شکنجه ورکړل شوه او مړی یې هېڅکله ونه موندل شو.

هغه یسوعي راهب شو، فلسفه یې ولوسته او بیا یې د ادبیاتو او ارواپوهنې تدریس وکړ. لس کاله وروسته د کشیشۍ دنده ورکړل شوه او په چټکۍ یې ترقي وکړه، تر دې چې په ۱۹۷۳ کې د ارجنټاین لپاره د یسوعيانو ولایتي مشر وټاکل شو.

تورونه

ځینو باور درلود چې هغه د ارجنټاین د ظالم نظامي رژیم جنرالانو پر ضد د مبارزې لپاره لازم اقدامات ونه کړل. هغه د "ککړې جګړې" پر مهال، چې له ۱۹۷۶ تر ۱۹۸۳ پورې یې دوام درلود او زرګونه کسان شکنجه، ووژل یا بې درکه شول، له دې تور سره مخ شو چې ګواکې د دوو کشیشانو په نظامي تښتونه کې یې لاس درلود.

دغه دوه کشیشان شکنجه شول، خو وروسته په ډېر درملو بې‌سده شوي او نیمه بربنډ ژوندي وموندل شول. برګوکلیو ته دا تور متوجه و چې ولې یې چارواکو ته دا خبره نه وه کړې چې د دغو کشیشانو فعالیت کلیسا تایید کړی و.

که دا خبره رښتیا وای، نو مانا یې دا وه چې هغه یې د مرګ ډلو ته یوازې پرېښي و. خو هغه دا تورونه کلک رد کړل او ټینګار یې کاوه چې د هغوی د خوشي کولو لپاره د پردې تر شا کار کاوه.

کله چې ترې وپوښتل شول ولې یې غږ پورته نه کړ، ویل کېږي ځواب یې دا و چې دا کار ډېر ستونزمن و. حقیقت دا و چې هغه، چې یوازې ۳۶ کلن و، له یوه داسې ګډوډ حالت سره مخ و چې ان تجربه‌لرونکي مشران به یې هم ازمویل. خو یقیناً، هغه د ډېرو هغو کسانو په مرسته کې لاس درلود چې غوښتل یې له هېواده وتښتي.

هغه له یسوعي ملګرو سره هم اختلافات درلودل، ځکه هغوی باور درلود چې برګولیو د "ازادۍ غوښتنې الهیاتو" (د مسیحي اندونو او مارکسیستي ټولنپوهنې ترکیب، چې د بې‌عدالتۍ د لمنځه وړلو لپاره و) سره دلچسپي نه لرله. برعکس، هغه یو نرم‌خویه مذهبي ملاتړ ته لومړیتوب ورکاوه.

کله کله، دا اختلافات دومره زیات شو چې د جلاوالي حد ته ورسېد. کله چې هغه په ۲۰۰۵ کال کې د پاپۍ د مقام لپاره هڅه وکړه، ځینو یسوعيانو د ارامۍ ساه واخیسته.

د ساده ذوق سړی

هغه په ۱۹۹۲ کال کې د بوینس ایرس د مرستیال اسقف په توګه وټاکل شو او بیا د دې ښار لوی اسقف شو. پاپ جان پال دویم په ۲۰۰۱ کال کې هغه کارډینال وټاکه او برګولیو د کلیسا په اداري نظام، "کیوریا"، کې څو مهمې دندې ترسره کړې.

هغه ځان د ساده ژوند لرونکي شخص په توګه معرفي کړ او د لوړپوړو مذهبي مشرانو له ډېرو امتيازاتو یې ډډه کوله. هغه اکثره وخت اقتصادي و او له خپلې نوې رتبې سره سره یې د کشیشانو تور لباس غوره ګاڼه، نه د کارډینالانو سور او ارغواني جامې.

په خپلو خطبو کې، هغه د ټولنیزې ادغام غوښتنه کوله او هغه حکومتونه یې غندل چې د ټولنې تر ټولو بېوزلو ته پام نه کوي.

"موږ د نړۍ په تر ټولو نابرابره سیمه کې ژوند کوو،" هغه ویل، "یوه داسې سیمه چې تر ټولو زیاته وده یې کړې، خو تر ټولو لږ یې فقر کم کړی."

د پاپ په توګه، هغه له ختیځ ارتودوکس کلیسا سره د زر کلن اختلاف د هواري لپاره ډېرې هڅې وکړې. د دې هڅو په ویاړ، له ۱۰۵۴ ستر انشقاق وروسته، دا لومړی ځل و چې د قسطنطنیې مذهبي مشر د روم د نوي اسقف د نصب مراسمو کې ګډون وکړ.

فرانسس له انګلیکان، لوتران او میتھوډیسټانو سره کار وکړ او د اسرائیل او فلسطین ولسمشران یې قانع کړل چې د سولې لپاره له ده سره یوځای دعا وکړي.

د مسلمانو وسله‌والو لخوا له بریدونو وروسته، هغه وویل اسلام له تاوتریخوالي سره تړل سم نه دي. هغه روښانه کړه "که زه د اسلامي تاوتریخوالي په اړه وغږیږم، نو باید د کاتولیک تاوتریخوالي په اړه هم وغږیږم".

له سیاسي پلوه، هغه د ارجنټاین د حکومت له دریځ سره همغږی و چې فاکلنډ ټاپوګان د دوی حق دی. هغه د یوې مذهبي غونډې پر مهال وویل: "موږ دلته د هغو کسانو لپاره دعا کوو چې قرباني شول، د هېواد هغه زامن چې د خپلې مور او خپلې خاورې د دفاع لپاره ودرېدل، چې هغه خاوره بېرته خپل حق وګڼي."

همداراز، د اسپانوي‌ ژبې ویونکي لاتیني امریکایي په توګه، هغه د متحده ایالاتو او کیوبا ترمنځ د تاریخي نژدېوالي پر مهال د منځګړي مهم رول ولوباوه. د یو اروپایي پاپ لپاره به دا ډېره ستونزمنه وای چې دومره مهم دیپلوماتیک رول ترسره کړي.

دودپال

د کلیسا د ډېری تعلیماتو په اړه، پاپ فرانسيس یو دودپال و. په لاهوتي ښوونځي کې له هغه سره ملګري مانسینیور اوسوالدو مستو هم ویلي:

"هغه د مرګ د سزا، ماشوم ضایع کولو، د ژوند حق، د بشري حقونو، د کشیشانو مجرد پاتې کېدو او مرګ غوښتونکي درملنې (اتانازیا) په اړه، د پاپ جان پال دویم په څېر بې جوړجاړي و."

هغه وویل چې کلیسا باید د خلکو هرکلی وکړي پرته له دې چې د دوی جنسي تمایل په پام کې ونیول شي، خو ټینګار یې وکړ چې د همجنس‌خوښو منل د ماشومانو پر وړاندې د تبعیض یوه بڼه ده.

د همجنس‌‌خوښو لپاره د یو جنسیت همجنس‌خوښو د ټولنې په ګټه ګرمې خبرې موجودې وې، خو فرانس یې ترمنځ د واده کولو موافق نه و ځکه دا به "د خدای د پلان له منځه وړلو هڅه" وي.

په ۲۰۱۳ کې له پاپ کېدو لږ وروسته، هغه د روم په یو لاریون کې برخه واخیسته، چې د جنین له القاح د هغه د حقوقو ملاتړ یې کاوه.

هغه له ښځینه ډاکټرانو وغوښتل چې خپل وجدان ته مراجعه وکړي او ایرلنډ ته یې یو پیغام واستاوه، چېرې چې د سقط پر موضوع ټولپوښتنه کېده او له خلکو یې وغوښتل چې زیانګالي ماشومان وساتي.

هغه د ښځو د کشیش کېدو مخالفت وکړ، ویې ویل چې پاپ جان پال دویم دا موضوع یو ځل د تل لپاره تړلې ده. که څه هم په لومړیو کې داسې ښکاره شوه چې شاید هغه د ناروغیو د مخنیوي لپاره د مخنیوي وسیلو (کنټراسپشن) کارول ومني، خو وروسته یې د پاپ پال شپږم تعلیمات وستایل، چې خبرداری یې ورکړی و دا کار ښايي ښځې د نارینه د جنسي هوس وسیلې ته راټیټې کړي.

په ۲۰۱۵ کال کې، هغه د فیلیپین د خلکو یوې غونډې ته وویل چې "د میندوارۍ مخنیوی د کورنۍ ویجاړول دي، ځکه دا ماشومان له خلکو لرې کوي."

د هغه لپاره، دا یوازې د ماشومانو نه‌شتون نه و چې زیان‌منونکی و، بلکې دا قصدي پرېکړه چې څوک باید له ماشومانو ډډه وکړي.

د ماشومانو ځورونې پرضد مبارزه

د پاپ فرانسس د مشرتابه تر ټولو لویې ننګونې دوه اړخونه درلودل: هغه کسان چې تور یې لګاوه ده له ماشومانو د ناوړه ګټې اخیستنې پر ضد جدي اقدام نه‌ دی کړی.

محافظه‌کار منتقدین چې ویل یې، هغه د کلیسا عقیده کمزورې کوي، په ځانګړي ډول د طلاق شویو او بیا واده شویو کاتولیکانو ته د عشاء رباني (Communion) د اخیستو اجازه ورکول. محافظه‌کارانو د ماشومانو د ناوړه ګټې اخیستنې موضوع هم د خپلې اوږدمهالې انتقادي مبارزې یوه وسله وګرځوله.

د ۲۰۱۸ اګسټ کې، د امریکا پخواني سفیر لوی اسقف کارلو ماریا ویګانو د ۱۱ مخیزه لیک له لارې د پاپ پر ضد د جګړې اعلان وکړ. په دې لیک کې یې یادونه کړې وه چې واتیکان ته د یوه پخواني کاردینال توماس مک‌کریک د چلن په اړه ګڼ خبرداري ورکړل شوي وو.

ویل کېدل چې مک‌کریک یو مسلسل جنسي تېري کوونکی و، چې هم پر لویانو او هم پر کوچنیانو یې بریدونه کړي وو. لوی اسقف ویګانو ادعا وکړه پاپ فرانسيس، سره له دې چې د مک‌کریک له فساده خبر و، هغه ته یې د "باور وړ سلاکار" حیثیت ورکړی و.

ویګانو وویل، د دې یوازېنۍ حل‌لاره دا ده چې پاپ فرانسس استعفا ورکړي. "دا همجنس خوښې شبکې د پردې تر شا کار کوي، د اختپوس (اته پښيځ) د لاسونو په څېر ځواک لري او ټوله کلیسا زندۍ کوي".

دا شخړه دومره پراخه شوه چې کلیسا یې له جدي بحران سره مخ کړه خو بالاخره، د واتیکان د تحقیقاتو له پای ته رسېدو وروسته، مک‌کریک د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په میاشت کې له مذهبي مقامه لرې کړای شو.

د کووېډ-۱۹ وبا پر مهال، پاپ فرانسس په سینټ پیټرز چوک کې خپلې منظمې راڅرګندېدنې لغوه کړې، چې د وېروس د خپرېدو مخه ونیسي. د اخلاقي مشرتابه یو مهم مثال دا و چې هغه اعلان وکړ، واکسین کول یو نړیوال مسؤلیت دی.

په ۲۰۲۲ کال کې، فرانسس له یوې پېړۍ زیات د لومړي ځل لپاره هغه پاپ شو چې خپل مخکینی پاپ (بینیډیکت شپاړسم) یې خاورو ته وسپاره. بینیډیکت د ۹۵ کلونو په عمر ومړ.

په دې وخت کې، پاپ فرانسيس پخپله هم له روغتیايي ستونزو سره لاس او ګرېوان و او څو ځله روغتون ته یووړل شو. خو هغه پرېکړه کړې وه چې د نړیوالې سولې او دیني مکالمې د ودې لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

په ۲۰۲۳ کال کې، هغه جنوبي سودان ته سفر وکړ، د دغه هېواد له مشرانو یې وغوښتل چې جګړه پای ته ورسوي.

هغه د اوکرایین د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او دا یې "بې‌معنا او ظالمانه جګړه" وبلله خو اوکرایینیان هغه ته ځکه ناهیلي شول چې د روسیې د یرغل توجیه کولو پروپاګند ته یې ځواب ورنه‌کړ.

په ۲۰۲۴ کال کې، پاپ فرانسيس د څلورو هېوادونو سفر پیل کړ، چې دوه براعظمونه یې پوښل. هغه اندونیزیا، پاپوا نیو ګیني، او سینګاپور ته ولاړ، چې د سولې او دیني همغږۍ پیغام خپور کړي.

خورخې ماریو برګولیو د سینټ پیټر تخت ته د رسېدو پر وخت کې پرېکړه کړې وه چې دې ته بدلون راولي.

که څه هم ځینې به د یوه لیبرال مشر غوښتونکي وو او منتقدین به د هغه په پوهه چې د کلیسا د روحاني جنسیتي تېري تاریخ سره څنګه مقابله وکړي، ټینګار وکړي، خو هغه بدلون راوست.

هغه له غیر اروپایي هېوادونو ۱۴۰ زیات کاردینالان وټاکل او د هغه د ځایناستي لپاره هغه یوه داسې کلیسا پرېښودله چې د نړۍ په کچه پراخه لیدلوری لري، چې مخکې یې د کلیسا تصور داسې نه و.

د پاپ فرانسيس د ساده ژوند یوه بله نمونه دا وه چې هغه په واتیکان کې د پاپ د اپوسټولیک ماڼۍ پر ځای د یو عصري بلاک کې ژوند کاوه، چې پاپ جان پال دویم د مېلمستیا لپاره جوړ کړی و.

هغه باور درلود که نور څه وکړي، دا به تش غرور وي "طاووس ته وګورئ،" هغه وویل، "که له مخې یې وګورئ، ښکلی دی. خو که له شاته یې وګورئ، حقیقت کشفوئ."

پاپ فرانسس غوښتل کلیسا خپل تاریخي ماموریت پیاوړی کړي، داخلي شخړې کمې اوخلک سره نژدې کړي. هغه له غوره کېدا لږ وروسته وویل:

"موږ باید د یوې داسې کلیسا له روحاني ناروغۍ ډډه وکړو چې یوازې د خپلې نړۍ دننه راګیر شوې وي".

"که ما ته دا اختیار راکړل شي چې د یوې ټپي کلیسا ترمنځ چې په کوڅو کې روانه وي او یوې ناروغې او ګوښه شوې کلیسا ترمنځ انتخاب وکړم، زه به لومړۍ کلیسا انتخاب کړم."