پخوانی پاپ بېنېډیکټ شپاړسم د ۹۵ کلونو په عمر مړ شو

پخوانی پاپ بېنېډیکټ شپاړسم د ۹۵ کلونو په عمر په واتیکان کې په خپل استوګنځي کې مړ شوی.

هغه نژدې یوه لسیزه مخکې د روغتیايي ستونزو له کبله له خپلې دندې لاس په سر شوی و.

هغه تر ۲۰۱۳ کاله نژدې اته کاله د کاتولیکې کلیسا مشري وکړه او لومړنی پاپ شو چې تر دولسم پاپ ګریګوري وروسته (۱۴۱۵ کال) یې له خپلې دندې استعفا وکړه.

پاپ بېنېډیکټ د خپل ژوند وروستي کلونه په واتیکان کې تېر کړل. د هغه ځای ناستي پاپ فرانسس ویلي، په پرله پسې توګه د هغه لېدو ته ورته.

که څه هم پخوانی پاپ له څه مودې راهیسې ناروغ وو، خو رومن کاتولیک کلیسا ویلي، د پاپ حالت د عمر د زیاتوالي له امله خراب شوی وو.

د چهارشنبې په ورځ ، پاپ فرانسس په واتیکان کې د کال په وروستۍ لیدنه کې له اورېدونکو غوښتنه وکړه چې "د پاپ بېنېډیکټ لپاره ځانګړې دعا وکړي."

جوزف رتزینګر چې اصلي نوم یې دي، په جرمني کې زیږیدلی وو. بېنېډیکټ په ۲۰۰۵ کال کې د ۷۸ کلونو په عمر د پاپ دندې ته وټاکل شو او تر ټولو د لوړ عمر لرونکی پاپ هم بلل کېده.

کله چې نوموړی پاپ و، کاتولیکه کلیسا د تورونو له ادعاوو سره مخ وه او هغه مهال ویل کېدل کېدل چې پادریانو لسیزې له ماشومانو ناوړه ګټه اخیستله.

د دې کال په پیل کې، پخواني پاپ ومنله چې د ناوړه ګټه اخیستنې قضیو په اداره کولو کې تېروتنې شوې وې.