تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مریم منصف، د کاناډا پخواني حکومت کې افغانه وزیره: غوښتل مې ښوونکې شم، خو مجبوره شوم سیاست ته راشم
په ۲۰۱۵ میلادي کال کې، کله چې مریم منصف د کاناډا پخواني لومړي وزیر جسټن ټروډو په کابینه کې د کاناډا د ډیموکراتیکو بنسټونو د وزیرې په توګه وټاکل شوه، لومړۍ افغاني الاصله ښځه شوه چې له افغانستانه بهر په یوه لویه دنده ګومارل کېږي.
آغلې منصف وروسته د ښځو او جنسیتي برابرۍ وزارت او همدارنګه د نړیوالې پراختیا وزارت مسؤلیت هم پر غاړه واخیست.
مریم منصف د کاناډا د لیبرال ګوند له خوا د دغه هېواد د استازو مجلس ته لار موندلې وه.
هغه په ۱۹۸۵ میلادي کال کې په ایران کې زېږېدلې ده او په ۱۹۹۶ کال کې، کله چې ۱۱ کلنه وه، له خپلې کورنۍ سره کاناډا ته کډه شوه.
مېرمن منصف له بي بي سي افغانستان څانګې سره په یوه ځانګړې مرکه کې وايي چې په پیل کې یې هېڅکله تصور نه کاوه چې سیاست ته به راشي او تل یې هیله لرله چې ښوونکې شي.
هغه چې اوس د آنورډ ONWARD (مخ پر وړاندې) په نامه د یوې ادارې مشره ده، وایي چې د ښځو د پیاوړتیا لپاره کار کوي او په ځانګړې توګه د افغانستان د ښځو ملاتړ کوي.
مریم منصف ویلي: "تر هغه وخته چې په وجود کې ساه لري" د افغانستان د ښځو ملاتړې به پاتې کېږي.
هغې همدارنګه شاوخوا اتلس کاله مخکې د «سور شال» په نوم یو پروګرام پیل کړی، چې په کاناډا کې د شالونو د پلور له لارې ترلاسه شوې پیسې په افغانستان کې د نجونو زده کوونکو او ښوونکو د ملاتړ لپاره لګول کېږي.
د بي بي سي خبریالې تورپېکۍ غرنۍ له مریم منصف سره مرکه کړې ده؛ تاسو کولی شئ دغه بشپړه مرکه په پورته ویډیو کې وګورئ او واورئ.