تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سپک خواړه له تاسو سره خوب راوستو کې مرسته کولی شي؟
- Author, ماري لو كوستا
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د چاکلېټو د "ایلیس مشرومز" برانډ چې له مرخیړیو سره ګډ شوي، له دریو کلونو راهیسې چې بازار ته راوتلي، خورا زیات شهرت موندلی دی. د دې شرکت اصلي محصول "نایټ کپ" چاکلېټ اوس په ټوله امریکا کې په ۲۰۰۰ پلورنځیو کې شته. ویل کېږي چې د دې محصول توکي د خوب د کیفیت په ښه کولو کې مرسته کوي.
شارلوټ کروز او لیندسي غودستین، چې د "ایلیس مشرومز" شریکې بنسټ اېښودونکې دي، "نایټ کپ" یې د رییشي مرخیړیو او بابونې نومې ګله جوړ کړی چې د ارام بخښونکي اغېز له امله پېژندل کېږي. همدارنګه په کې مګنیزیم او زنک هم شته چې ویل کېږي په بدن کې د میلاتونین کچه لوړوي. دا هغه هورمون دی چې د خوب احساس پیدا کوي.
دا محصول د "تیانین" (Theanine) په نوم امینو اسید هم لري چې په طبیعي ډول په شنه چای کې پیدا کېږي او د بدن د ارامولو او خوب لپاره ګټور ګڼل کېږي.
کروز چې په نیویارک کې اوسېږي، وایي: "ښايي موږ د خوب د چاکلېټونو په فورمول جوړولو تر ټولو ډېر وخت تېر کړی وي، ځکه خوب یو پېچلی شی دی او د خرابېدو لپاره یې په سلګونو زره بېلابېل لاملونه شته." هغې زیاته کړه چې دوی له هومیوپاتیک ډاکټرانو، څېړونکو او ارزونکو سره کار کړی چې داسې محصول جوړ کړي چې د خوب اړوند ټول اړخونه سم کړي.
کروز او غودستین له هغه مخ په زیاتېدونکي غوښت او تقاضا ګټه پورته کوي چې خلک د ښه خوب لپاره د حل لارې لټوي. د "سلیپ اوبولیس" (Sleepopolis) لخوا له ۱۰۰۳ امریکایانو په شوې نظرپوښتنه کې ښودل شوې چې ۴۷ سلنه خلک اوس مهال د خوب لپاره له یوې وسیلې یا مادې ګټه اخلي، چې په کې د میلاتونین په څېر طبیعي متممات تر ټولو ډېر مشهور دي.
په بریتانیا کې طبي محصولات لا هم د خوب په برخه کې لومړی ځای لري، خو طبیعي درملنې په کې تر ټولو ګړندۍ وده کونکې برخه ده. د ۲۰۲۵ کال د "ایکیا" (IKEA) د خوب د راپور له مخې، امریکا او بریتانیا د خوب د کیفیت په شاخص کې په وروستیو لسو هېوادونو کې راغلي دي.
د خوب لپاره جوړ شوي سپک خواړه، لکه د "ایلیس مشرومز" چاکلېټ، د محصولاتو د هغې نوې کټګورۍ برخه ده چې د خوراکي متمماتو ګټې او خوندورې بڼې سره یوځای کوي. کروز وایي چې د خوب لپاره د یوې ټوټې چاکلېټ خوړل د یوې جایزې په څېر خوند ورکوي، په داسې حال کې چې د کپسول خوړل د درملو غوندې احساس ورکوي. له همدې امله په دې برخه کې سیالي ډېره شوې او نور ډولونه لکه "ګوډ نایټ" او "نایټ بایټس" هم بازار ته راوتلي دي.
دا محصولات علمي ریښه لري؟
دا په علمي ډول ثابته شوې چې مګنیزیم او میلاتونین د خوب لپاره اوږدمهاله ګټې لري، خو د بابونې (Chamomile) په څېر اجزاوو په اړه ویل کېږي چې مثبت اغېز یې لنډ مهالی دی او ډېر وخت د "پلاسیبو" (ذهني القا) په څېر کار کوي. په بریتانیا کې میلاتونین یوازې د ډاکټر په نسخه ورکول کېږي.
د مرخیړیو په اړه څېړنې لا هم ډېرې کمې دي، که څه هم په اسیايي کلتورونو کې له زرګونو کلونو راهیسې په طب کې کارول کېږي. د تیانین په اړه هم څېړنې روانې دي. په امریکا کې په ۲۰۰۵ کال کې په خوړو کې د دې مادې کارول تایید شول، خو په اروپا او بریتانیا کې دا موضوع پېچلې ده. که تیانین په طبیعي ډول له شنه چای واخیستل شي اجازه شته، خو که په کیمیاوي ډول جوړ شي، منع دی.
د جنوبي فلوریډا پوهنتون استاده میلانې سټیرنز وایي چې په تجربو کې د تیانین کارول شوې اندازه د هغې په پرتله ډېره زیاته وي چې په چاکلېټو کې شته، ځکه نو په سپکو خوړو کې یې اغېز ښايي هغومره د پام وړ نه وي.
له بلې خوا، پوهان خبرداری ورکوي چې د داسې محصولاتو زیات کارول ښايي د "ډوزونو د راټولېدو" ستونزه پیدا کړي، چې په اوږدمهاله ډول پر عصبي چلند یې اغېزې لا تر اوسه په سمه توګه نه دي څېړل شوې.
د خوب سلا ورکونکې ډاکټره کاټ لیډرلي وايي، د دې توکو د اغېز وختونه توپیر لري، د بېلګې په توګه میلاتونین باید دوه ساعته مخکې وخوړل شي، خو شرکت ادعا کوي چې چاکلېټ یې په ۱۵ دقیقو کې کار پیلوي. هغې دا پوښتنه هم راپورته کړه چې تیانین کله له غوړیو، شکرو او پروټینونو سره ګډ شي، ایا خپل تاثیر ساتي که نه؟
په پای کې، څېړونکي ټینګار کوي چې دا محصولات باید د خوب د اصلي ستونزو د حل لار نه وګڼل شي. لکه چې کروز وایي: "تاسو ښايي څلور ټوټې چاکلېټ وخورئ، خو که نیمه شپه په ټلیفون کې ټیک ټاک ګورئ، نو هیڅ ګټه نه درته کوي."