پاکستان که دا ونه کړي څه وکړي؟

    • Author, وسعت اللہ خان
    • دنده, خبریال او شنونکی
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د اردو د یوه متل مفهوم دی، څنګه ممکنه ده چې د غوایانو په جنګ کې دې میدان روغ پاتې شي؟ د امریکا او ایران ښکر په ښکر کېدا ټوله نړۍ ویني خو له هغې زیات پاکستان له ستونزې تېرېږي، دا هېواد اوس له هغه دردونکي دریځ سره مخ دی چا وايي " که یې وخورم بله مړۍ به له کومه راځي او که یې وساتم څه به کوم؟"

پاکستان اوس مهال په داسې وضعیت کې دی چې په یوه لاس د پنځو هندواڼو نیول یې شوق نه بلکې د وخت یوه مهمه مجبوري ګرځېدلې.

د پاکستان اوسنی دریځ داسې دی چې هر هېواد باید ډاډمن کړي او که یې ښه هم نه ایسي چاته د تندي د تروشولو وس نه لري اخر یې هڅه وکړه چې له وخته جمع شوې غوسه او مجبوري په افغانستان سړه کړې خو منځني ختیځ کې پيل شوې کړکېچ د ټولو پام بل خوا واړوه.

په منځني ختیځ کې له جګړې سره هم مهاله افغانستان سره نښتو او د لارو بندښت دا ستونزه هم را ولاړه کړې چې اوس به پاکستان ته تېل له کومه ځایه راځي؟

که چاته د پاکستان د بهرني سیاست تاریخچه ډېره نه وي معلومه نو داسې یې فرض کړی چې د پاکستان اوسنی بهرنی سیاست د یوه عمومي پلورنځي په څېر دی چې باید هیڅوک ترې تش لاس او خفه ونه وځي. خو له نېکه مرغه یا له بده مرغه که ووایو دا پلورنځی په داسې ځای کې دی چې اوس یې شاوخوا ټول واټونه بند او ټرافیک جام دی، که څوک ټانګه کې دي او یا لوکس موټر کې هیڅوک نه کوزیږي او نه څوک لار پرېږدي.

امریکا د ایران دوښمنه ده خو ایران د پاکستان ګاونډی او امریکا یې بیا ډېر څه ده. په خلیجي هېوادونو د ایران توغندي لګېږي خو پاکستان نه اه کولی شي نه دا، ځکه په کوېټ، قطر. متحده عرب اماراتو، بحرین، عمان او سعودي عربستان کې له درې نیم میلیونو نیولي تر څلور میلیونو پاکستاني کاریګر دي.

د پاکستان نیمايي بودجه د دې زحمت کشه کاریګرو په لېږل شویو درهمو او ریالو ژوندی ده.

له دې ور هاخوا خلیجي هېوادونه اتیا سلنه تېل او مایع ګاز پاکستان ته په پور ورکوي. پاکستان تر ټولو ډېر مالي کومکونه او پورونه هم له همدې هېوادونو تر لاسه کوي.

د ګڼو مالي کومکونو ور ها خوا پاکستان له سعودي عربستان سره داسې هوکړه هم لاسلیک کړي چې " که په تاسې چا برید وکړ موږ مو په مخ کې درېږو."

نا خبره پاکستان څه پوهېده چې له دې هوکړې سملاسي څه موده وروسته به عملا دا ژمنه تر پوښتنې او شک لاندې راځي. اوس نو سعودي عربستان پاکستان ته د هیله مندۍ په نظر ګوري خو پاکستان په سترګو سترګو کې ایران ته وايي چې زموږ ناچارۍ ته ګوره - لږ خیال کوه.

معلومه نه ده چې د ایران د نوي مشر مجتبی خامنهای پورې د پاکستان زارۍ څومره رسېږي. له ترکیې او اذربایجان سره هم د اړیکو او د ایران د ننګونو ورته داستان دی.

د دغې لیکنې پاکستانی لیکوال وايي " زموږ ډیپلوماټیکه هوښیاري په خپل ځای خو قسمت هم خپل ځای لري. د دې لپاره چې خپلې لمن مو اور نه وي اخیستی سهار د یوه لاس ښکلوو چې وروره غوصه مه کوه، ماښام بل ته سړې اوبه ورکوو چې ارامه شي، د شپې د بل چا اوږې مروړو چې لږ تر لږه له کنټروله بهر نه شي او کله د بل پر زنګون لاس اېږدو چې وروره د دې ټولو لیونو منځ کې یوازې ته هوښیار یې لږ نور زغم هم وکړه.

ګاونډي ته ډاډ ورکول هم دي او که هغې په بل کوم خلیجي هېواد ډرون برید کړی وي د هغې غندل هم دي. کله هلته تګ او کله دلته تګ، کله چاته زنګ او کله چاته مېسج او اخوا د ولس غوغا چې تېل او ګاز قیمته شو. د پاکستان چارواکي چې له دې اګر مګر سره مخ دي ښايي ولسونو ته به زړه کې وايي چې دا خو تېل ۵۵ روپۍ ګران شوي که یو لېتر یې په ۵۰۰ روپیو شو نو څه به کوئ؟

پاکستان دا هر څه په خپل زړه نه کوي بلکې اړ دی ځکه اټکل کېږي چې که د ایران اوسنی نظام نسکوریږي او د یو بل عراق، شام، لېبیا یا یمن وضعیت تکراریږي نو د پاکستان د ختیځې او لویدیځې پولې تر څنګ به دریمه خوا هم ناامنه او د پاکستان لپاره ګواښ کېدلی شي.

په منځ کې ګیر پاکستان لپاره ښايي دا د یوه ویروونکي خوب نه کم نه وي چې د (را) او (موساد) په څېر ادارو یې شاوخوا ګرم سنګر نیولی وي او د پاکستان د اټومي وسلو په اړه دې نه غږېږي.

له ایرانه میلیونه کډوال هم پاکستان ته په کډې کولو مجبورېدلی شي که پاکستان له دې ټولو د خلاصون لپاره له ایران سره لاس یو کوي نو د خلیجي هېوادونو او امریکا دوښمني به اخلي او بیا به د ټرمپ خوله څوک بندوي؟ که ووايي چې تېره مۍ میاشت کې پاکستان یوولس څه چې د هند یوه الوتکه هم نه ده غورځولې او که ووايي چې د فیلډ مارشال خو ما ډېر صفتونه کول دا خو ډېر...... وخوت.