تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بشري حقونو ایرانۍ اداره: ایران د پنځو افغانانو په ګډون ۹۶ کسان په دار ځړولي دي
د بشري حقونو اداره "هنهګاو" وايي، ایران په تېره جولای میاشت کې د پنځو افغانانو په ګډون ۹۶ کسان په دار ځړولي. د دغې ادارې په خبره دا اعدامونه ټول د ایران په زندانونو کې شوي دي.
پر بشري حقونو د څار دغې ایرانۍ ادارې دا راپور سه شنبه د اګسټ پر دریېمه خپور کړی دی. راپور وايي، د اعدام شویو له ډلې یې د شپږو کسانو هویت لا هم نه دی څرګند شوی.
د "هنهګاو" د معلوماتو پر بنسټ دغه هېواد کې سږني اعدامونه د تېر کال پرتله ۷۵.۵سلنه زیاتوالی ښيي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د جنورۍ میاشت کې ویلي وو، تیر کال (۲۰۲۴) په ایران کې لږ تر لږه ۹۰۱ کسان اعدام شوي وو، چې په دسمبر کې په یوه اونۍ کې شاوخوا ۴۰ کسان په دار ځړول شوي وو.
د راپور د معلوماتو له مخې، اعدام شوي کسان د نشهيي توکو، وژنو، جنسي تېریو او سیاسي فعالیتونو په تور نیول شوي وو.
د بشري حقونو یاد سازمان وايي، له ټولو ۹۶ اعدام شویو کسانو یوازې د څلورو تنو اعدامونه د ایران له رسمي سرچېنو او قضايي ارګانونو سره تړلو وېبپاڼو کې خپاره شوي دي.
هنهګاو ویلي، د دوو زندانیانو د اعدام حکمونه یې له کورنیو پټ او پرته له خپلوانو او دوستانو سره له وروستۍ لېدنې پلي شوي دي.
د راپور په خبره، د اوو نورو کسانو اعدامونه بیا د خلکو پر وړاندې په بوکان او دامغان ښارونو کې په ډاګیزه بڼه شوي دي.
د افغان وګړو د اعدامونو په تړاو د طالبانو حکومت لا تر دې دمه څه نه دي ویلي، خو وړاندې د ځینو فعالانو له لوري داسې اندېښنې په ډاګه شوې وې چې ګواکې پر اعدام محکومو افغانانو ته د عدالت لپاره محکمو کې ډېر وخت نه ورکول کېږي.
د ایران د بشري حقونو د بنسټ مشر محمود امیرمقدم وايي: "هغه کسان چې د نشهيي توکو په تور نیول کېږي، د انقلابي محکمې له خوا یوازې په څو دقیقو کې محاکمه کېږي، او په لومړیو پړاوونو کې هېڅوک مدافع وکیل ته لاسرسی نه لري."
نوموړی وايي کېدلی شي د ځینو کسانو لپاره وکیل په کاغذونو کې ښودل شوی وي، خو په عمل کې هغوی له دغه حقه بېبرخې پاتې شوي دي.