ولې په دې هېواد کې خلک هره ورځ پر ۱۱ بجو او ۵۲ دقیقو احتجاج کوي؟

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, بي بي سي - سربیايي څانګه
په ټوله سربیا کې هره ورځ له ځايي وخت سره سم دقیقاً پر ۱۱ بجې او ۵۲ دقیقو ترافیکي تګ راتګ په ټپه درول کېږي او خلک پټه خوله شي.
دوی د سربیا په دویم لوی ښار نووې ساد کې د ریل ګاډي تم ځای یوې برنډې نړېدو له کبله خلکو ته د اوښتي زیان جبرانولو لپاره د انصاف غوښتنه کوي. دا پېښه په تېر نومبر کې وشوه. هغه مهال ۱۵ کسان تر دې برنډې لاندې شوي وو، چې ټول ووژل شول او اوس خلک په هغه مناسبت احتجاج کوي.
د دې پېښې په تړاو نژدې یو درجن خلک نیول شوي دي. په دې کې د سربیا ودانیزو چارو یا معمارۍ پخوانی وزیر هم شامل دی، چې له هغې پېښې وروسته یې استعفا کړې وه. خو ټول نیول شوي کسان د هغې پېښې له مسوولیت منلو انکار کوي.
له هغې پېښې وروسته په ځايي خلکو کې خورا ډېره غوسه لیدل کېږي او پراخ احتجاجونه شوي دي.
خو له هغه وروسته چې د نومبر نیمايي کې د بلګراد په یوه پوهنتون کې د محصلینو یوې ډلې پر یوه پوهنځي ولکه وکړه، د هېواد په نژدې پنځوس پوهنځیو او یو شمېر منځنیو ښوونځیو کې دغه ډول احتجاجونه شوې دي.
پر یکشنبه بیا لسګونه زره خلک له دې محصلینو سره ملګري شول، د مرکزي ښار لاروکوڅو ته راووتل او د یادې پېښې په تړاو یې د محاسبې غوښتنه وکړه.
موږ ټول تر نړېدلې برنډې لاندې یوو

د عکس سرچینه، Getty Images
د یکشنې ورځې احتجاجونه په سربیا کې د تېر یوه کال تر ټولو ډېر پراخ بلل کېږي. د موبایل ټیلیفونونو څراغونو رڼا د بلګراد مرکزي برخې میدان پوښلی و، په دغه میدان او شاوخوا کوڅو کې لسګونه زره کسان د پېښې قربانیانو درناوي لپاره تر ۱۵ دقیقو پورې غلي ولاړ وو.
د بي بي سي له سربیايي څانګې سره خبرو کې د طب یوه محصل ماکسیم ایلیچ وویل، "محصلین تر ډېره وخته پټه خوله پاتې شول او دا ټولې پېښې د دې لامل شوې، چې زموږ د صبر کاسه هم نسکوره شي. "
د یکشنبې پر ورځ له محصلینو سره په احتجاج کې د ټولې سربیا له بېلابېلو سیمو روغتیا پالان، بزګران، هنرمندان او نور ځايي اوسېدونکي هم شامل وو.
د پټې خولې احتجاج په ترڅ کې د ګډونوالو په لاسونو کې داسې بېنرونه هم لیدل کېدل، چې پرې لیکلي وو، "موږ ټول تر برنډې لاندې یوو. "

د عکس سرچینه، Reuters
دوی د ریل تم ځای د برنډې نړېدو پړه پر پراخ مالي فساد او غیر معیاري ودانیزو چارو اچوي، چې د چین حکومتي شرکتونو په مرسته د بیارغونې وروستیو پروژو په ترڅ کې ترسره شوې دي.
د پانچوو ښارګوټي یوې اوسېدونکې لیدیجا د بي بي سي سربیايي څانګې ته په دې هکله وویل، ''زه د دې لپاره راغلې یم، چې د بدلون ملاتړ وکړم، د داسې یوه بدلون، چې له سره تر پایه وي او زموږ ټولو لپاره د نوي او مثبت ژوند مانا ولري.''
دا زیاتوي د محصلینو پر هوډ باوري ده، ''زه ځکه د محصلینو تر څنګ ولاړه یم، چې دوی خپلو خبرو ته رښتیني پاتې شوي او خپل دریځ یې نه دی بدل کړی.''
د دې احتجاجونو پر لوحو يا بېنرونو دغه ډول شعارونه معمولاً لیدل کېږي، چې وايي، '' په وینو ککړ لاسونه، ستاسو لاسونه په وینو ککړ دي، فساد خلک وژني، هېواد د خلکو د اولادونو اړوند دی'' او داسې نور.
له ۱۵ دقیقو پټه خوله پاتې کېدو وروسته خلکو یو زوږ جوړ کړ او د چارواکو پر ضد یې شعارونه ورکړل.
بل لور ځايي چارواکي ادعا کوي، چې د خلکو غوښتنې یې منلې، د نووې ساد تم ځای برنډې نړېدو په تړاو یې پلټنې پیل کړې او د ترلاسه شویو اسنادو ځینې برخې یې خپرې کړې هم دي، خو محصلین بیا وايي، دغه اسناد نیمګړي دي.
دوی دغه راز د هېواد لومړي وزیر او نووې ساد ښاروال د استعفاوو غوښتنه کوي او وايي، د احتجاجیانو غوښتنې یې نه دي منلې.

د عکس سرچینه، Reuters
پوره شوې غوښتنې
د یادونې ده، چې د بلګراد او دې هېواد د دوو نورو لویو ښارونو نووې ساد او نیس ټول پوهنتونونه د احتجاجي محصلینو په محاصره کې دي. د ځینو ښوونځیو ښوونکو ټولنو هم خپل درسي ساعتونه لنډ کړي دي، چې له احتجاجیانو سره یو ځای شي.
د سربیا په ښوونځیو کې او بیا په ځانګړې توګه د دې هېواد په منځنیو یا متوسطه ښوونځیو کې د همدې نارام وضعیت زیاتېدو له کبله د پوهنې وزارت له وخته مخکې ژمنۍ رخصتۍ اعلان کړې دي.
په داسې حال کې چې سربیايي چارواکي وايي، د محصلینو او زدکوونکو ټولې غوښتنې یې منلې دي، احتجاجیان وايي، هېڅ یوه غوښتنه یې په بشپړ ډول نه ده منل شوې.

د عکس سرچینه، REUTERS/Zorana Jevtic
له نورو غوښتنو سره سره محصلین وايي، د نووې ساد ریل تم ځای نړېدو تحقیقاتو اړوند ټول اسناد باید خپاره شي.
که څه هم د دې پېښې په تړاو ۱۲۵ اسناد پر حکومتي وېبپاڼه خپاره شوي دي، خو محصلین ټینګار کوي، چې ټول اسناد له ۸۰۰ هم ډېر دي او هغه چې خپاره شوي دي، مالي جزیات نه څرګندوي.
د بلګراد پوهنتون ملکي انجنئرۍ پوهنځي د برالا شویو اسنادو ارزونه کړې او وايي، مهم او اړین معلومات پکې نه شته.
د یکشنبې له احتجاجونو وروسته د سربیا ولسمشر الکساندر ووچیک پر خپله انسټاګرام پاڼه ویلي، په بلګراد کې د مخالف فکر خلکو ''دا ځل په ځانګړې توګه پراخه غونډه کړې''.
دی زیاتوي تل چمتو و او دی چې د دوی نظرونه واوري، پوه شي چې دوی څنګه فکر کوي او د دوی په باور څه باید داسې وشي، چې د سربیا لپاره مهم وي.

د عکس سرچینه، Reuters











