د هغه ښار کیسه چې پر کرېکټ یې بندیز لګولی

- Author, صوفیه بیتیزا
- دنده, بي بي سي - مونفالکوني
د ایټالیا پر یوه ساحل یو شمېر بنګله دېشيان پر یوه کوچني ویشنځای د کرېکټ لوبې تمرین کوي. دوی ځکه د مونفالکوني ښارګوټي په څنډو کې لوبه کوي، چې ښاروالې په دې ښارګوټي کې دننه پر کرېکټ لوبې بندیز لګولی.
دوی وايي، که څوک په دې ښارګوټي کې د کرېکټ لوبې کولو پر مهال ولیدل شي، ښايي تر ۱۰۰ یورو پورې جریمه شي. د دوی لوبډلمشر میحا باپې وايي، که موږ په مونفالکوني کې دننه لوبه کوو، پولیس مو سملاسي مخه نیسي.
دی د هغو بنګله دېشي زلمیانو یادونه کوي، چې د دې ښارګوټي په یوه پارک کې یې خپله ملي لوبه کوله او په پټه ترې ویډیويي کلیپونه اخیستل شوي وو.
د نوموړي په وینا وروسته د پولیسو ګزمې نه یوازې د دوی لوبه درولې وه، بلکې جریمه کړي یې هم وو. ښاغلی میحا وايي: ''دوی وايي، چې کرېکټ د ایټالیا لپاره نه دی، خو که رښتیا درته ووایم، دا ځکه چې موږ بهرنیان یو.''
پر کرېکټ بندیز اصلاً د هغه پټ تاوتریخوالي سیمبول بلل کېږي، چې په مونفالکوني ښارګوټي کې اوس برالا کېږي.
د دې ښارګوټي د نفوس جوړښت یو څه ځانګړی ځکه دی، چې د ټولټال ۳۰ زره نفوس درېیمه برخه یې بهرنیان دي. په دې بهرنیانو کې لوی شمېر د بنګله دېشیانو دی، چې په ۱۹۹۰ مو کلونو کې دې ښارګوټي ته د سترو سمندري بېړیو جوړولو لپاره رسېدلي وو.
له همدې کبله د دې ښارګوټي ښارواله آنا ماریا سیسینټ ګومان کوي، چې د ښارګوټي کلتوري ارزښت له خطر سره مخامخ دی. د یادونې ده، چې مېرمن سیسینټ د سخت دریځي ښي اړخي لیګ ګوند اړوند ده.
دا د کډوالو ضد احساس پر مټ واک ته رسېدلې او یو داسې ماموریت پر مخ بیايي، چې په وینا یې خپل ښارګوټی ''خوندي'' کړي او د مسیحیت ارزښتونه وپالي.
دې راته وویل:
''زموږ تاریخ له منځه وړل شوی. داسې ښکاري چې دا کومه مهمه موضوع نه بلل کېږي. هر څه ناوړه بڼه خپله کړې.''
په مونفالکوني کې د ځايي لوېدیځو کالیو تر څنګ ګڼ شمېر کسان د بنګله دېش په دودیزو کمیس-پرتوګ کالیو کې لیدل کېږي. ګڼ شمېر ښځې ښکاري چې حجاب یې کړی، د حلالو خوړو دکانونه پرانیستي دي، د واټونو تر څنګ د بایسکلونو لپاره پر ځانګړو لارو د سویلي اسیا ګڼ شمېر کسان لیدل کېږي، چې پر بایسکلونو ګرځي.
د مېرمن سیسینټ په امر د ښارګوټي له مرکزي میدانه هغه څوکۍ لېرې کړل شوي، چې بنګله دیشیان به پرې کېناستل او د مسلمانو ښځو پر هغو کالیو به یې اعتراض کاوه، چې سمندرغاړو ته د تګ پر مهال یې اغوندي.
دا په دې هکله وايي: ''دلته خورا سخته اسلامي سخت دریځي روانه ده. یو داسې کلتور چې نارینه له ښځو سره خورا ناوړه وضعیت کوي او ښځې ځپي.''
پر کرېکټ لوبې د بندیز په هکله بیا ښارواله وايي، د نوي پیچ یا وېشتنځای لپاره پیسې نه شته او په خبره یې د کرېکټ توپ خورا خطرناک شی دی.
نوموړې له بي بي سي سره خبرو کې وویل، نه غواړي بنګله دېشیانو ته د خپلې ملي لوبې کولو امتیاز ورکړي، ځکه په خبره یې دوی ''په بدل کې'' هېڅ نه ورکوي. نوموړې زیاتوي:
''دوی دې ښار ته، زموږ ټولنې ته هېڅ نه دي ورکړي، صفر... دوی ازاد دي، چې له مونفالکوني بهر هر (بل) ځای ته ځي او کرېکټ کوي.''

د یادونې ده، چې د مسلمانانو په هکله د خپلو څرګندونو له کبله ښاروالې ته د مرګ ګواښونه شوي او له همدې کبله یې ۲۴ ساعته پولیس ساتنه کوي.
میحا او ملګري یې بیا ایټالیا ته د سترو بېړیو جوړولو لپاره تللي وو. دوی د سمندري بېړیو چمتو کولو فینکانتیري نومي کارځای کې دنده لري، چې په اروپا کې تر ټولو لوی او په نړۍ کې د بېړیو چمتو کولو له سترو کارځایونو یو دی.
ښارواله پر دې شرکت تور پورې کوي، چې له ''ټاکلي معیار'' لږ معاشونه ورکوي او له همدې کبله هېڅ یو ایټالوی کس نه غواړي له دې شرکت سره کار وکړي.
خو د بېړیو جوړولو شرکت مشر کرستیانو بزارا بیا ټینګار کوي، چې هغه معاشونه چې شرکت یې خپلو قراردادیانو ته ورکوي، د ایټالیا له قوانینو سره سم دي.
دی وايي: ''موږ و نه شوای کولای چې په روزل شوي کارګر ومومو. په اروپا کې خورا سخته ده، چې داسې ځوان کارګر وموندل شي، چې د بېړیو چمتو کولو په کار ځای کې مزدوري وکړي.''
د یادونې ده، چې ایټالیا په هغو هېوادونو کې شمېرل کېږي، چې د ماشومانو زېږون کچه پکې خورا ټیټه ده. تېر کال په دې هېواد کې یوازې ۳۷۹ زره ماشومان زېږېدلي وو، چې په اوسط ډول د هرې ښځې لپاره د یو اعشاریه دوه ماشومانو درلودلو شمېر ته رسېږي.
ایټالیا د کارګرو له لږوالي سره هم مخامخ هېواد دی او ماهرین اټکل کوي، چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به دا هېواد ۲۸۰ زره بهرنیو کارګرو ته اړتیا ولري، چې د خپل کوچني کېدونکي کاري ځواک اړتیا پوره کړي.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني چې د ښي اړخه ورورولۍ مشري کوي، مخکې ویلي و چې غواړي د کډوالو شمېر کم کړي، خو اوس یې له اروپايي ټولنې د بهر کارګرو لپاره د جواز ورکولو شمېر زیات کړی دی.
خو آنا ماریا سیسینټ بیا کلک باور لري، چې په ایټالیا کې د مېشتو بنګله دېشي مسلمانانو ژوند-ژواک له هغو ایټالیانو سره ''سمون نه خوري'' چې په خپله هېواد کې زېږېدلي دي.

په مونفالکوني کې هغه وخت تاوتریخجن حالت لا زیات شو، چې ښاروالې د دې ښارګوټي په دوو اسلامي مرکزونو کې له جماعت سره پر لمانځه بندیز ولګاوه.
مېرمن سیسینټ وايي: ''خلکو حیرانونکي تصویرونه راواستول. د اسلامي مرکز په یوه ودانۍ کې خورا ډېرو خلکو، یانې نژدې ۱۹۰۰ کسانو په یوه ځای عبادت کاوه. پرېمانه بایسکلونه به په څنګلارو کې پراته وو. هره ورځ به پنځه وخته په لوړ غږ عبادت کېده، ان د شپې هم.''
ښارواله سیسینټ وايي، دا چاره له ځايي اوسېدونکو سره زیاتی و او په وینا یې له جماعت سره پر لمانځه د دې لخوا لګول شوی بندیز د ښاري پلان پلي کولو لپاره دی. اسلامي مرکزونه د عبادت لپاره نه دي ټاکل شوي او د دې په خبره دا یې مسوولیت نه دی، چې داسې اسانتیا ورته چمتو کړي.
اسلام په هغو ۱۳ مذهبونو کې شامل نه دی، چې د ایټالیا قانون له مخې رسميت ولري او له همدې کبله د مسلمانانو لپاره د عبادت ځای موضوع هم په دې هېواد کې پېچلې ده.
مونفالکوني مېشت بنګله دېشیان بیا وايي، چې د ښاروالې پرېکړې پر دوی خورا ناوړه اغېز کړی.
۱۹ کلنه میهلي چې د بنګله دېش پلازمېنه ډاکه کې زېږېدلې، په ایټالیا کې لویه شوې، لوېدیځوال کالي اغوندي او په روانۍ سره په ایټالوي ژبه غږیږي، په دې هکله وايي:
''ښارواله فکر کوي، چې بنګله دېشیان هڅه کوي ایټالویان اسلام ته واړوي. خو موږ یوازې د ځان په هکله فکر کوو.''
دا ويي، په لارو کوڅو کې له دې کبله ځورول شوې، سپکې، سپورې ورته ویل شوې، چې بنګله دېش الاصله ده.
میحا باپې ته ښايي سږ کال د ایټالیا پاسپورټ ورکړل شي، خو دی باوري نه دی، چې په مونفالکوني کې به پاتې شي. دی وايي:
''موږ هېڅ ستونزه نه جوړوو، مالیه ورکوو، خو دوی نه غواړي چې دلته پاتې شو.''
خو دی زیاتوي، که دوی ''همدا سبا خپل هېواد ته ستانه شي، د بېړیو چمتو کولو کار ځای به په پنځو کلونو کې هم یوه بېړۍ چمتو نه کړي.''
په دوبي کې یوې ځايي محکمې د اسلامي مرکزونو په حق کې پرېکړه وکړه او له جماعت سره د لمانځه په تړاو یې د ښاروالۍ بندیز لغو اعلان کړ.
خو د مونفالکوني ښاروالې هوډ څرګند کړی، چې له ایټالیا هاخوا به یې د ''اروپا اسلامي کولو'' پر ضد کمپاین دوام وکړي.
دا اوس د اروپايي پارلمان لپاره ټاکل شوې او ژر به تر بروکسل پورې خپل پیغام ورسوي.
بوب هوارډ هم د دې رپوټ په چمتو کولو کې همکاري کړې.











