د ایټالیا لومړۍ وزیرې ولې خپل خبریال ملګري سره د ګډ ژوند اړیکه پرې کړه؟

د عکس سرچینه، TWITTER/X
د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا مېلوني وايي، خپل د اوږدې مودې ملګري او د تلویزوني خپرونو چلوونکي اندریا جمبرونو سره یې د ګډ ژوند اړیکه شلولې ده.
هغې د جدایۍ دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې په یوه تلويزوني خپرونه کې یې د ښځينه همکارانو په اړه د ملګري څرګندونې خپرې شوې.
۴۶ کلنه میلوني وايي، "هغه اړیکه چې لس کاله یې دوام وکړ، همدلته پای ته ورسېده. له یوې مودې راهیسې زموږ لارې بېلې وې. اوس یې وخت دی چې دا ومنو."
د ایټالیا دې لومړۍ وزیرې د تلویزوني خپرونو چلوونکي اندریا جمبرونو سره په ۲۰۱۵ کې اشنا شوه او دواړه یوه اووه کلنه لور هم لري.
هغې له خپل دغه ملګري مننه کړې او ویلي یې دی، "موږ د ګډ ژوند خوندور کلونه سره تېر کړل، د هغو سختیو لپاره مننه چې په ګډه مو وګاللې او د لور جینېورا لپاره مننه چې ما ته دې د ژوند یوه تر ټولو مهمه ډالۍ راکړې ده."
دې لومړۍ وزیرې همدا راز د دې پر کورنۍ ځینو نیوکه کوونکو ته په اشاره ویلي، "هغه خلک چې غواړي زما د کورنۍ له کبله ما ضعیفه کړي، باید پوه شي چې د اوبو یو څاڅکی هم د کاڼي د ماتولو هوډ درلودلی شي. کاڼی چې کاڼی دی او څاڅکی چې د اوبو یو څاڅکی دی."
ملګري یې په اصل کې ویلي څه دي؟
د جورجیا مېلوني پر ملګري اندریا جمبرونو هله سرې اوبه توی شوې چې د ایټالیا یوه تلویزون په طنزي خپرونه کې تر پردې شا ته د هغه کړې هغه خبرې خپرې کړې چې د خپلې یوې همکارې ستاینه کوي او ورته وايي، "ته ډېره هوښیاره یې. کاش تا سره لږ وختي اشنا شوی وای. ته چیرې وې؟"
خو دا موضوع هله لا پسې توده شوه چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د یوې بلې همکارې په هکله هم د هغه خبرې خپرې شوې چې پوښتي یې، واده یې کړی دی او که نه؟

د عکس سرچینه، RNESTO RUSCIO/GETTY IMAGES
یو بل ځای په ګروپي ډول د جنسي اړیکو ټينګولو په ملاتړ هم خبره کوي.
یوه همکاره یې پوښتي چې که دا خبرې یې څوک ثبت او ورپسې خپرې کړي نو بیا به څه کوي؟ دی یې په ځواب کې وايي، "ما چې څه وویل هغه دومره بد دي؟ موږ ټوکې او مسخرې سره کوو"
که څه هم دغه خبریال تر اوسه د خپلې ملګرې لومړۍ وزیرې د دې پرېکړې او نه هم د خپلو کړو خبرو په اړه لا کوم غبرګون ښودلی دی.
خو دا لومړی ځل نه دی چې د هغه خبرې جنجالي یا ناندریزې کېږي. څو میاشتې مخکې اندریا جمبرونو تورن شو چې ګواکې د جنسي تېري ښکار شوې ښځې ملامتوي.
هغه ویلي وو چې که ځوانې مېرمنې شراب ونه څښي نو څوک به جنسي تېری پرې ونه شي کړای او په دې توګه به د دې کار مخه ونیولی شي.
خو ملګرې یاني د ایټالیا لومړۍ وزیرې یې په دفاع کې هغه مهال ویلي وو چې د هغه خبرې ناسمې درک شوې دي.
د دې جوړې له بېلېدو سره ځینو سیاسيونو او د ټولنې نورو کسانو د هغې په ملاتړ او مخالفت بېلابېلې څرګندونې کړې دي.











