د کوسوو د شمال احتجاجونو کې د ناټو ۳۰ سوله ساتي ټپيان شوي

Nato peacekeeping troops clash with protesters in Zvecan, Kosovo

د عکس سرچینه، Shutterstock

د عکس تشریح، د ناټو له سوله ساتو غوښتل شوي د کوسوو شمال کې د راپورته شویو نارامیو مخنیوي کې مرسته وکړي

کوسوو کې له صرب احتجاج کوونکو سره اخ و ډب کې د ناټو سوله ساتي ځواک ۳۰ سرتېري ژوبل شوي‌ دي.

دغه پوځي سازمان وايي، دا وړ بریدونه په چورلټ ډول د منلو نه دي او دوی یې غندي.‌

دا لانجه د کوسوو شمال کې په خټه د البانیايي ښاروالانو د ټاکل کېدو پر سر راپورته شوې ده.

د دغه ځای صرب اوسېدونکي له ځايي پولیسو او هلته د ناټو له مېشتو سوله ساتو ځواکونو سره اخ‌ و ډب کې ښکېل شوي.

رپوټونو کې راغلي چې امنیتي ځواکونه تر هغې وروسته د اوښکې بهوونکي ګاز او لوړ غږ لاسي بمونو کارولو ته اړوتل، چې احتجاج کوونکو په زوچان ښار کې پر دولتي ودانیو د ورختلو هڅه وکړه.

دا کړکېچ اصلآ تېر اپرېل کې تر هغې وروسته پیل شو چې د کوسوو ځايي صرب اوسېدونکو سیمه ییزو ټاکنو سره پرېکون وکړ.

دا د دې لامل شو چې البانیايي توکمه نوماندان د ځايي شوراګانو کنټرول لاس کې واخلي.

خو په دغو ټاکنو کې د ګډون کچه تر څلور سلنې هم ټیټه وه.‌

امریکا او اروپايي ټولنې اوس د کوسوو پر چارواکو نیوکه کړې چې ګواکې د دغه هېواد شمال کې یې وضعیت بې ثباته کړی دی.

دوی د داسې کړنو د ناوړه پایلو خبرداری هم وکړی چې په دې سیمه کې د توکمیز کړکېچ اور بلولی شي.

د ویډیو تشریح، احتجاج کوونکو د کووسو شمال کې د ناټو پر سوله ساتو بریدونه کړي

کوسوو په ۲۰۰۸ کال کې له صربیا خپلواکي اعلان کړه.‌

تر هغې ور وړاندې کلونو کې یې د صرب او البانیايي توکمو وګړو ترمنځ اړېکې ترینګلې وې.‌

امریکا او سترو اروپايي هېوادونو د کوسوو خپلواکي په رسمیت پېژندلې خو د روسیې له ملاتړه برخمنه صربیا او پخپله کوسوو کې مېشت صربان ترې انکار کوي.

په ټوله کې د کوسوو د وګړو تر ۹۰ سلنې ډېر البانیایي توکمه دي، خو په شمال کې یې صربان اکثریت جوړوي.

ناټو وايي د دوشنبې ورځې تاوتریخوالي او اخ ‌و‌ ډب کې د ایټالیا او هنګري سوله ساتي ټپي شوي دي.

رپوټونو کې راغلي‌ چې له سرتېرو ځینې د چاودېدونکو وسیلو له کبله سوځېدلي او درې پکې په مرمیو لګېدلي دي.

د دغه تاوتریخوالي په تړاو د پنځو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړ شوی.‌

بلخوا د صربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ ویلي، په دغه اخ و ډب کې لسګونه صربان هم ټپي شوي‌ چې ۵۰ تنو ترې د روغتون درمنلې ته اړتیا موندلې.

A Kosovan police officer

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د صربیا ولسمشر د کوسوو شمال کې کړکېج ته په کتو پولې سره اضافه ځواکونه ځای پر ځای کړي

ویل کېږي د صرب احتجاج کوونکو د قهرېدو یوازنی لامل دا نه و چې ولې یې په سیمه کې البانیايي توکمه ښاروالان ټاکل شوي، بلکې هلته پر وسلو او زغره والو ګاډو د کوسوو د سنبال پولیسو پراخ حضور هم پارولي دي.

د دغو ځواکونو لخوا د ځايي ښاروالیو له ودانیو د صربیا بیرغونو کښته کېدو او پر ځای یې د کوسوو د بیرغونو راځړولو هم غوسه زیاته کړې ده.‌

د کوسوو چارواکو ویلي دا ګام یوازې د دې لپاره اخیستل شوی چې په دیموکراتیکو لارو نوي ټاکل شوي ښاروالان په پرانیستي لاس کار وکړی شي.

خو د دوی دا وروستۍ کړنې ثبات ته زیان اړونکې بلل شوې.

ان امریکا او اروپايي ټولنې هم چې د کوسوو ملاتړ کوي، دغه وروستي ګامونه غندلي دي.‌

دوی د کوسوو پر حکومت غږ کړی چې د کړکېچ د کمېدو هڅه وکړي.

خو ځايي چارواکو تر اوسه په دې غوښتنه غوږ نه دی ږرولی. ‌