د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د باجوړ له برید وروسته د طالبانو حکومت یو سفارتي استازی ورغوښتی

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

بي بي سي ته ویل شوي د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې اوس یې چارې د طالبانو حکومت سمبالوي، یو استازی ور غوښتی و.

سرچینې ویلي، دغه استازي ته یو لیک سپارل شوی چې په کې ویل شوي، په پاکستان کې لا هم د ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو د غورځنګ بریدونو کې کمی نه دی راغلی.

پاکستان ادعا کوي چې د دوی مشران افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري، هغه څه چې د طالبانو حکومت له لوري په وار وار رد شوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم یوه ویناپاڼه کې ویلي چې په اسلام‌اباد کې یې د افغان سفارت مرستیال ورغوښتی او د ۲۰۲۶ کال د فبروري پر ۱۶مه په باجوړ کې د شوي برید په تړاو یې د افغانستان سرپرست حکومت ته یو سخت احتجاجي لیک (ډیمارش) سپارلی دی.

د پنجشنبې پر ورځ په یوه بیان کې د بهرنیو چارو وزارت ویلي "افغان سرپرست حکومت ته په ښکاره ډول خبر ورکړل شو چې له خپلې خاورې د فعالو ټولو ترهګرو ډلو او د هغوی د مشرتابه په ګډون، د دغو ډلو پر ضد دې سم لاسي، اغېزمن او د تایید وړ اقدامات ډاډمن کړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د باجوړ وروستی برید ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو د غورځنګ کار وباله.

په باجوړ کې پر یوه امنیتي څوکۍ برید کې د دوشنبې پر ورځ له ۱۰ ډېر امنیتي سرتیري ووژل شول.

د باجوړ ځايي پولیس چارواکي ظفر خان اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته وویل، چې د چاودنې له امله د نږدې یوې ودانۍ نړېدو په پېښه کې یوه نجلۍ هم وژل شوې ده.

دا برید وروسته له هغه وشو چې د ژغورنې چارواکو وویل د دوشنبې پر ورځ وختي په بنو کې، ډیورنډ کرښې ته نږدې یوه پولیس مرکز ته د ننوتلو دروازې ته څېرمه په یوه ولاړ موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله دوه کسان ووژل شول.

چارواکو وویل چې د بنو په برید کې لږترلږه ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.

د باجوړ د تاوتریخوالي په اړه، د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې یوه ځانمرګي بریدګر په چاودیدونکو توکو ډک موټر په دغه ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې له دېوال سره جنګولی دی.

یو امنیتي چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې له دغه خبري اژانس سره خبرې کولې، وویل چې پایله "په مدرسه کې دننه د پولیسو او فرنټیر کورپس (ایف سي) پرسونل وژل شوي دي."

دا لا معلومه نه ده چې په باجوړ کې په امنیتي پوسته کې چاودنې او په دغه سیمه کې د مدرسې برید سره تړلي وو او که جلا بریدونه وو.

په یوه بله پېښه کې چې د سې شنبې پر ورځ یې خیبر پښتونخوا پولیسو راپور ورکړی، په شانګله کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال درې پولیس او همدومره وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

پولیسو ویلي چې وژل شوي جنګیالي په هغو بریدونو کې ښکېل وو چې "چینايي وګړي یې په نښه کول."

د دا ډول بریدونو پر مهال پاکستاني چارواکي ډېر کله د پړې ګوته هند او افغانستان ته نیسي. افغانستان د طالبانو له حکومت سره له مخامخ جګړو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ ترنګلتیا لا پسې ډېره شوې ده.

د کړکېچ کمولو لپاره سعودي عربستان دا مهال د کابل او اسلام اباد ترمنځ منځګړیتوب کوي. د طالبانو حکومت ویلي خپله خاوره کې به د ګاونډیو هېوادونو غلیمان ونه ساتي او په دوحه، استانبول او ریاض کې یې له پاکستاني اړخ سره د ټیکاو کابو کولو دوه اړخیزو خبرو کې هم دا ډول ژمنې تازه کړي دي.

دوه ورځې مخکې د طالبانو حکومت اعلان وکړ، هغه درې پاکستاني پوځيان یې د سعودي عربستان منځګړي پلاوي ته سپارلي چې د تېر کال اکټوبر کې پر ډیورنډ کرښه له افغان ځواکونو سره د نښتو پر مهال نیول شوي وو.

د پنجشنبې پر ورځ په اونیزه خبري ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په همدې تړاو وپوښتل شو. هغه وویل موږ 'تایید ته منتظر یو او په دې اړه تبصره نه شو کولی."