د اسرائیلو هوايي برید کې د حزب الله یو مهم قومندان وژل شوی؛ غزه کې د وژل شویو شمېر له ۲۳۰۰۰ اوښتی

د لبنان حزب الله غورځنګ منلې چې د رضوان ځواکونو په نامه د ځانګړې قطعې یو مهم قومندان یې وسام حسن طویل وژل شوی دی.

حزب الله د هغه د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې درېیو امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو، چې د لبنان په سویل کې د اسرائیلو په هوايي برید کې د دغه هېواد د حزب الله غورځنګ یو مخکښ قوماندان وژل شوی دی.

لبناني سرچینو ویلي، دغه قومندان 'وسام حسن طویل' نومېږي او په حاج جواد هم مشهور و.

دی د 'رضوان ځواکونو' د قوماندانانو له ډلې بلل شوی چې د حزب الله یو پیاوړی پوځي کنډک دی.

دغه برید پر یوه موټر شوی چې عکسونه یې هم خپاره شوي دي.

رپوټونو کې راغلي چې د حزب الله د دغه قومندان موټر د لبنان د سویل په یوه کوچني ښار 'خربت سلم' کې په نښه شوی دی.

تر دې مخکې د لبنان دولتي خبري اژانس هم په ځايي وخت د سهار ۱۰:۱۵ دقیقې پر یوه موټر د اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکې د برید خبر ورکړی و.

د یادونې ده چې د اسرائیل لخوا د تېر اکتوبر پر اوومه غزه کې د عملیاتو له پیل راهیسې د لبنان او اسرائیل ترمنځ هم سرحدي نښتې او تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

اسرائیلو دغه پوځي عملیات تر هغې وروسته پیل کړل، چې حماس وسله والو پر دغه هېواد یوه ناڅاپي برید کې له ۱۲۰۰ ډېر کسان ووژل.

تازه غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت ويلي، چې د اسرائیلو د عملیاتو له پیل راهیسې په دې تراړه کې د وژل شویو کسانو شمېر پر ۲۳ زرو اوښتی دی.

دغه وزارت یوه علامیه کې ویلي چې په دې موده کې نږدې ۵۹ زره کسان ټپيان شوي هم دي.

د حزب الله دغه مهم قوماندان داسې مهال وژل کېږي چې همدا څو ورځې وړاندې په بیروت کې د حماس د یوه مهم مشر صالح العاروري وژل کېدو د سیمې هېوادونو ته د یوې تمام عیاره جګړې د غځېدو خطر پراخ کړی دی.

خو څو ورځې وړاندې په بېروت کې د حماس د یوه مهم مشر صالح العاروري وژل کېدو د سیمې هېوادونو ته د یوې تمام عیاره جګړې د غځېدو خطر پراخ کړی دی.

تر هغې ورمخکې په سوریه کې د ایران د سپاه پاسداران د یوه قوماندان "رضی موسوي" یا "سید رضی" پر استونګځي توغنیز برید هم سیمه کې د جګړو او تاوتریخوالي د سختېدو اندېښنه رامنځته کړې وه.

رضی موسوي سوریه کې د مقاومت جبهې د ملاتړ مسوول او د لبنان حزب الله ته له نږدې کسانو ګڼل کېږي.

حزب الله همدا تېره ورځ اعلان کړی و چې د اسرائیلو شمال کې یې د "بریالیو عملیاتو" په لړ کې د دغه هېواد نظامي ځایونه په نښه کړي دي.

اسرا‎ئیلو هم ویلي و چې د شپې اوږدو کې یې د حزب الله پر بېلابېلو اهدافو بریدونه کړې دي.