تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائیل: د غزې شمال کې د حماس پوځي جوړښت له منځه تللی
د اسرائیلو پوځ وايي، تر درې میاشتو جګړې وروسته یې د غزې شمال کې د حماس پوځي جوړښت له منځه وړی.
د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند ویلي، په دغه موده کې نژدې اته زره فلسطیني جنګیالي وژل شوي او لسګونه زره میله وسله یې ترلاسه کړې ده.
د دغه ویاند په وینا اوس دوی د غزې مرکزي او سوېلي برخه کې د حماس ځپلو ته پام اړولی دی.
په غزه کې د حماس په کنټرول کې د روغتیا وزارت ویلي د جګړې پیل راهیسې تر ۲۲ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي، د غزې ډېره برخه ویجاړه شوې او ډېری غزه وال بېځایه شوي دي.
د اسرائيلي پوځ ویاند دانیال هېګاري ادعا کړې چې د غزې په شمال کې د حماس د پوځي جوړښتونو پر له منځه وړلو سربېره يې د حماس اته زره جنګیالي هم وژلي او د دوی دېرش زره وسلې يې هم ضبط کړې.
هغه دا هم تأیید کړې چې پرون د لبنان حزب الله د اسرائیل پر پوځي اډو توغندويي بریدونه کړي خو وايي مرګژوبله نه لري.
حزب الله وايي، دغه بریدونه يې په بیروت کې د حماس د یوه قوماندان د وژل کېدو په غبرګون کې کړي.
سیمې ته د دغې جګړې د لمنې پراخېدو له وېرې سره هممهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سیمې ته په خپل سفر کې په استانبول کې د ترکيې له چارواکو سره کتلي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤل جوزېپ بورېل هم منځني ختیځ ته تللی او په بیروت کې يې په یوه خبري غونډه کې سیمې ته دغې جګړې د غځېدو په اړه خبرداري ورکړل او ويې ویل چې دا مهمه ده چې جګړې ته د لبنان د ورښکېلېدو مخه ونیول شي.
اسرائیلو کې د ژرمهاله ټاکنو غوښتنې
بل پلو د اسرائيل په پلازمېنه کې زرګونو کسانو په لاريونونو کې ګډون کړی او د ژرمهالو ټاکنو له لارې يې د نوي حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې.
دوی د اسرائيل پر لومړي وزیر بېنیامین نتانتیاهو نیوکې کوي چې ټول هېواد يې یرغمل کړی او د لومړي وزارت د څوکۍ لیاقت هم نه لري.
خو نتنیاهو یوه تازه وېډیو خپره کړې او په هغې کې يې ژمنه کړې چې د حماس تر بشپړې ماتې پورې جګړې ته دوام ورکوي.
دی وايي، تر هغې چې ټول اهداف تر لاسه شوي نه وي جګړه نه دروي او په هېڅ ځای کې به حماس پرېنږدي.
دا ټول داسې مهال دي چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د غزې د برخلیک په اړه هم په اسرائیل کې بحثونه روان دي.
د دفاع وزیر یې داسې پلان جګړ کړی چې وايي له مخې به يې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته په دغه سیمه کې فلسطيني واک ډېر محدود وي او حماس به نور د غزې واک په لاس کې نه لري او اسرائیل به د ده په ټکو عمومي امنیت په لاس کې لري.