غزه کې د الجزیرې تلوېزیون د دفتر د مشر زوی وژل شوی

غزه کې د الجزیرې تلویزیون د دفتر د مشر زوی د غزې په سویل کې د اسرائیلو په برېد کې وژل شوی دی.

د الجزیرې خبریال او تصویر اخیستونکی حمزه الدحدوح له نورو خبریالانو سره د خان یونس او رفح تر منځ پر سړک روان و، چې بې پیلوټه الوتکې پرې برید کړی.

دغه برید کې ازاد خبریال مصطفی ثریا هم وژل شوی دی.

د الجزیرې مشر وائل الدحدوح د کورنۍ څلور نور غړي هم په اکتوبر میاشت برید کې وژل شوي وو.

د نوموړي مېرمن آمنه، لمسی یې ادم، ۱۵ کلن زوی یې محمود او ۷ کلنه لور یې شام، ټول د اسرائیلو په برید کې ووژل شول.

د الجزیرې خبریال هشام زقوت په وینا، حمزه او ورسره نور خبریالان د رفح شمال ختیځ کې موراج سمې ته پر لار و، دا هغه سیمه ده چې د اسرائیلو له خوا د "بشري سیمې" په توګه په ټاکل شوې وه، خو ورستۍ بمباری یې تجربه کړې.

د غزې ډېر ځپل شويو خلکو نورو له بریدونو د خوندیتوب لپاره دې سیمې ته پناه اخیستې وه.

د الجزیرې د رپوټ له مخې، حمزه سیمې ته تللی و چې د بریدونو په تړاو د وروستیو جزیاتو او مالوماتو رپوټ ورکړي.

الجزیرې په ژوندۍ بڼه هغه ویډیو هم خپره کړې چې په هغه موټر برید کېږي چې دوی پکې سپاره و.

د هغه د پلار ویډیو هم پر الجزیره خپره شوې چې له سترګو یې اوښکې بهېږي او د خان یونس په هدیره کې د حمزه د جسد تر څنګ ولاړ دی. هغه د رفح ښار په جنوب کې خاورو ته وسپارل شو.

د حمزه پلار د جنازې په مراسمو کې وویل: "حمزه یوازې زما د وجود یوه برخه نه وه، هغه زما ټول تن و. دا د غم او خپګان اوښکې دي، دا د انسانیت اوښکې دي."

نوموړي زیاته کړې: "زه پر نړۍ غږ کوم، په غزه کې چې څه روان دي له نږدې یې وګوري."

وائل الدحدوح په هغه برید کې ټپي شوی و چې د کورنۍ غړي یې پکې ووژل شول. د الجزیرې یو تصویر اخیستونکی هم تېره میاشت په یوه بل برید کې وژل شوی و.

غزه کې د جګړې له پیل راهیسې له ۷۵ ډېر خبریالان وژل شوي دي.

د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، غزه کې بریدونو کې له ۲۲۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.