زېلېنسکي: د اسرائیل-غزې جګړه له اوکرایین تمرکز اړوي

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ومنله چې د اسرائیل – غزې جګړه د اوکرایین له شخړې تمرکز اړوي.

هغه ویلي د روسیې یو هدف همدا دی چې د اوکرایین له جګړې پام واوړي.

خو ښاغلي زېلېنسکي په ورته مهال دا رد کړې، چې ګوندې د دغه هېواد ځوابي عملیات دې ټکني پر مخ روان وي.

تر دې مخکې ترسره شویو ارزونو ښودلې چې د اوکرایین سویل کې پیل شوي ځوابي عملیات ډېر سوکه پر مخ ځي.

دې د کیېف له لودیزو متحدان سره چې د ځینو د وګړو ترمنځ اوکرایین ته د نورو پرمختللو وسلو او پیسو د ورکولو اړه مخالفت په ډېرېدو دی، له جګړې د ستړیا اندېښنه پیدا کړې.‌

د اوکرایین ولسمشر دا څرګندونې شنبه کیېف ته د اروپايي کمېسیون د مشرې 'اورسولا ون دیر لییان' د سفر پر مهال کړې.

هغه وویل "روښانه ده چې منځني‌ختیځ کې جګړه له اوکرایین تمرکز اړوي."

ښاغلي زېلېنسکي زیاته کړه روسیې هم همدا غوښتل چې دغه تمرکز کمزوری شي.

له هغه د اوکرایین د مشر پوځي قوماندان والېري زالوژني لخوا روانه اوونۍ د جګړې د وروستۍ ارزونې په اړه هم پوښتنې وشوې، چې ویلي یې و وضعیت تقریبا ثابت دی او دا مسکو سره مرسته کوي، چې خپل ځواکونه بېرته منظم او اکمال کړي.

ښاغلي زېلېنسکي وویل "هر څوک ستړي کېږي او بېلابېلې نظریې شته... خو دا بن‌بست نه دی."

هغه دلته ومنله چې پر فضا روسیه واکمنه ده او دا چې دوی د دغه وضعیت بدلولو لپاره په عاجله توکه اېف‌۱۶ امریکايي جنګي جټ الوتکو او پرمختللو دفاعي سیستمونو ته اړتیا لري.

د اوکرایین ولسمشر رسنیو سره په خبرو کې دا رپوټونه هم رد کړل چې ګوندې له روسیې سره پر مذاکراتو د غور لپاره له ډېرېدونکو فشارونو سره مخامخ دی.

هغه وویل "نن د اروپايي ټولنې او امریکا په مشرانو او نورو،‌ زموږ شریکان کې هېڅوک پر موږ د دې لپاره فشار نه اچوي چې له روسیې سره خبرو ته کینو او یو څه ورکړو. دا کار به ونه شي."

تېره اوونۍ مسکو هم ټینګار کړی و چې د دوی لخوا ټاکل شوي اهداف باید ترلاسه شي.

د کرملین ویاند دېمېتري پېسکوف پنجشنبه وویل اوکرایین باید پر دې پوه شي چې "د کیېف رژیم لخوا د جګړې ډګر کې د بریا د لیدلوري په اړه تشې خبرې هم بې معنا دي."

ولسمشر پوتین په وار وار ادعا کړې چې د اوکرایین لخوا پیل شوي ځوابي عملیات ناکامه شوي.

د روسیې دفاع وزیر سرګیې شویګو هم همدا تېره اوونۍ وویل چې کیېف د ناټو متحدانو لخوا د نویو وسلو له ورکړې سره سره جګړه بایلي.

په یوه جلا پرمختګ کې د اوکرایین دفاع وزیر رستم عمروف تایید کړې چې د پوځ د ۱۲۸مې غرنۍ جګړې لوا سرتېري یې وژل شوي دي.

هغه دا غمیزه بللې او په دې تړاو یې د بشپړو څېړنو امر کړی.

دغه پوځيان د جمعې په ورځ په سویلي زاپروژیا سیمه کې د روسیې د توغندیو برید کې وژل شوي، خو د اوکرایین دفاع وزیر یې دلته شمېر اعلان نه کړ.

تر دې مخکې اوکراییني رسنیو او د روسیې پوځي موضوعاتو اړوند وېب‌پاڼو رپوټونو کې راغلي و چې تر ۲۰ ډېر اوکراییني سرتېري د جګړې لومړۍ کرښې ته نږدې په یوه کلي کې د جایزو ورکولو پر مراسمو برید کې وژل شوي‌ دي.‌

بلخوا اوکراییني ځواکونو د شنبې پر ورځ کرایمیا کې د روسیې پر بندري تاسیساتو د بریالیو ګوزارونو خبر ورکړی.

خو د ورسیې دفاع وزارت ویلي، د کریمیا د ختیځ کېرچ ښار کې پر دغو تاسیساتو ۱۵ توغندي توغول شوي وو چې ۱۳ ترې د دوی دفاعي سیستمونو شنډ کړي او د دوو نورو لګېدو یوه بېړۍ زیانمنه کړې ده.