تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا مني چې پر غزه یې بېپیلوټه الوتکې ګرځي
- Author, مکس مټزا
- دنده, بي بي سي نیوز
د امریکا متحده ایالتونو په لومړي ځل منلې ده چې د اکتوبر پر اومه پر اسرائیلو د حماس له برید وروسته یې د غزې تړانګې پر اسمان بې پیلوټه څارګرې الوتکې چورلېږي.
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ویاند برید جنرال پټ رایډر په یوه بیان کې ویلي، چې ډرون الوتکې یې د یرغمل شویو "د څرک معلومولو د هڅو پخاطر" فعالیت کوي.
په بیانیه کې راغلي چې "د امریکا متحده ایالتونه د غزې پر اسمان د بېپیلوټه بېوسلې الوتکو څارګره څارنه کوي او سربېره پر دې خپلو اسرائیلي ملګرو ته د یرغمل شویو د خلاصون د هڅو په باب مشورې او ملاتړ وړاندې کوو".
"د بېپیلوټه الوتکو دا هوايي څارنه پر اسرائیلو د حماس د اکتوبر د اومې له برید وروسته پیل شوې ده".
دا خبر وروسته تر هغه خپور شوی چې د Flightradar24 په نامه وېبپاڼې چې د الوتنو د څرک معلومولو وېبپایټ دی او خبریالان معلومات پکې خپروي، ویلي د امریکا MQ-9 Reapers په نامه الوتکو چې د امریکا د ځانګړو ځواکونو اړوندې دي، پر غزه چورلېږي.
له "ریپر" ډرون الوتکو په افغانستان کې د امریکا د حضور پرمهال هم په بریدونو کې ګټه اخیستل شوې ده، خو دا چې پر یوه سیمه په یو ځل د پاسه څه باندې ۲۰ ساعته د چورلېدو توان لري، د ډرون څارګرو الوتکو په توګه په لومړي غوراوي کې ګټه ترې اخیستل کېږي.
د امریکا پوځي چارواکو د نوم نه اخیستلو په شرط "نیویارک ټایمز" ورځپاڼې ته ویلي، دا ډرون د اسرائیلو له پوځي عملیاتو سره په همغږۍ په غزه او د غزې په ګاونډ کې مرسته کوي.
چارواکو دغې ورځپاڼې ته ویلي، د یرغمل شویو د څرک لګولو په اړه معلومات اسرائیلو ته لېږدول کېږي.
دا په سیمه کې د امریکا یوازېنۍ له لیرې کنټرولېدونکي پوځي وسیلې نه دي.
د پنجشنبې په ورځ د امریکا سمندري ځواکونو اعلان وکړ چې د عرب سمندر له نړیوالو اوبو یې وژونکي مهمات توغولي دي.
د سمندري ځواکونو په بیانیه کې راغلي چې د وژونکو جنګي مهماتو د استولو دا ازموینه یې د اکتوبر پر ۲۳مه په ټول منځني ختیځ کې د لومړی ځل لپاره ترسره کړې ده.
د امریکا سمندري ځواکونه زیاتوي دا پرمختیا په سیمه کې د امریکا پوځي وړتیا تر "راتلونکې کچې" پورې ډاډمنوي.
تېره میاشت، د امریکا سمندري ځواکونو ویلي وو چې له یمن څخه غالباً د اسرائیلو پر لور توغول شوې څو بېپیلوټه الوتکې او توغندي یې ویشتلي دي.
امریکا همداشان د مدیترانې سمندر ختیځ ته یوه جنګي بېړۍ هم استولې ده او ویلي یې دي چې موخه یې هلته د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې د پراخېدو مخنیوی دی.
د لبنان حزب الله ډلې مشر د جمعې په ورځ په یوه تونده وینا کې پر وسله والو ډلو د برید لپاره له بېړیو د ګټې اخیستو په تړاو امریکا ته خبرداری ورکړ.
حسن نصر الله وویل: "په مدیترانه سمندر کې ستاسې سمندري ځواکونه موږ نه شي ترهولی او هېڅکله موږ نه شي وېرولی".