تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډونلډ ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته رسمآ نوماندي اعلان کړه
د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېرو څو اوونیو له اټکلونو وروسته بالاخره رسمآ د دغه هېواد د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته د نوماندۍ اسناد ثبت کړل.
هغه د نوماندۍ اسنادو له ثبتولو وروسته د فلوریډا مارالاګو کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وینا هم وکړه.
ښاغلي ټرمپ وویل "د دې لپاره چې امریکا یو ځل بیا پرتمینه او ځلانده شي، نن شپه د متحدو ایالتونو ولسمشرۍ ته خپله نوماندي اعلانوم."
د امریکا راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې ۲۰۲۴ کال کې کېږي.
ښاغلي ټرمپ وویل "زه به سر له اوسه په ۲۰۲۴ کال کې د ټاکنو تر ورځې... داسې مبارزه وکړم چې مخکې چا نه وي وکړې. موږ به رادیکاله کیڼ اړخي دیموکراتان مات کړو چې هڅه کوي له دننه زموږ هېواد ویجاړ کړي."
هغه په ویاړ سره د خپلې تېرې دورې یادونه هم وکړه.
نوموړي وویل "د څلورو کلونو لنډه موده کې، ټولو ښه کار کاوه. ټولو تر بل هر وخت ښه وده کوله."
ښاغلي ټرمپ زیاته کړې چې د ولسمشرۍ دورې وروستیو کې یې د امریکا اقتصاد د کورونا وبا له اغیزو په چټکۍ د رغېدو پر لور روان و.
خو هغه د انفلاسیون اوسنۍ لوړې کچې ته په اشارې وویل "اوس له ځوړ سره یو مخ ملت یو."
د امریکا ولسمشر جو بایډن چې "جي شل" سرمشریزه کې د ګډون په موخه اندونیزیا کې دی، ظاهرآ د ډونلډ ټرمپ نوماندۍ ته پر ټویټر غبرګون ښودلی.
د هغه د ټویټر په رسمي حساب له یوې ویډیو سره لیکلي چې "ډونلډ ټرمپ امریکا ناکامه کړه".
خو ډونلډ ټرمپ بیا فلورېډا کې د خپلو پلویانو دې غونډې ته خبرو کې ادعا کړې چې جو بایډن د اوکرایین جګړې د چلن له کبله امریکا د اټومي جګړې په درشل درولې ده.
هغه وویل چې د هېواد د ژغورلو په هدف راوتلی او د همدې لپاره له خلکو رایې او ملاتړ غواړي.
ښاغلي ټرمپ وویل چې د امریکا زرین پېر راروان دی او دوی به خپل هېواد په ګډه پخواني برم، ځواک او سوکالۍ ته ګرځوي.