تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټرمپ او بایډن لومړنۍ مناظره کې ناندرۍ او غوسه
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د نوموړي ډیموکراټ سیال جو بایډن خپلمنځي لومړنۍ مناظره د اوهایو په کلیولنډ ښار کې وکړه.
دغه مناظره چې۹۰ دقیقې اوږده شوه د فاکس نیوز خبریال کريس والاس په کوربتوب پکې د سترې محکمې د څوکۍ په ډکولو، کورونا وبا، اقلیمي بدلون او ټاکنو پر پایلو خبرې وشوې.
د مناظرې لومړیو کې د ټاکنو درشل کې د سترې محکمې لپاره د قاضۍ ایمي برټ پر نوماندۍ خبرې وشوې.
د قاضي روټ بیدر ګینزبرګ مړه کېدو پسې د دې محکمې- چې د حکومتي سیاست برخلیک ټاکلو کې مهم رول لري- دا څوکۍ تشه ده.
ښاغلي ټرمپ د برټ له نوماندولو دفاع وکړه، چې ټولنیز دودپالي یې مینوال دي، خو جو بایډن وویل، د ټاکنو بهیر کې چې لسګونه زره کسان به پوستي رایې ورکوي باید دې څوکۍ ته د یو چا نوماندۍ لپاره تر فبرورۍ صبر شوی وی.
دا خبرې تر اوباماکر یا د روغتیايي بېمې تر مسلې ورسېدې چې د بارک اوباما ولسمشرۍ کې تصویب شوې ده.
مېرمن برټ ستره محکمه کې پر ۲۰۱۲ کال د دې قانون د تایید په هکله لیکنه کې نیوکه کړې ده او هم ځینې ایالتونو کې د دې بېمې په هکله سترې محکمې ته شکایت شوی دی، ځکه امکان شته چې دا بېمه لغوه شي.
که مشرانو جرګه مېرمن برټ ته تایید رایه ورکړي، نو ستره محکمه کې به د لیبرالانو مقابل کې د دودپالو رایې د دریو مقابل کې شپږ شي.
ښاغلي بایډن پر ټرمپ تور ولګاوه چې که ستره محکمه دا قانون لغوه کړي، نو میلیونونه کسان به له روغتیايي بېمې بې برخې شي.
په مقابل کې ټرمپ وویل، که جو بایډن واکمن شي، روغتیايي سیستم به سوسیالیستي شي.
پر کرونا خبرې
کورونا په امریکا کې تر دوه لکو ډېر کسان وژلي دي او بایډن وايي، ښاغلي ټرمپ د دې وبا مدیرت ته کوم پلان نه درلود او سره له دې چې له لومړیو د دې وېروس پر مرګونیتوب پوهېده، خو بیا یې هم پټ کړی و.
خو ټرمپ وویل، که بایډن ولسمشر وی، اوس به یې له لاسه میلیونونه کسان مړه شوي وو.
نوموړي د کورونا کنټرول کې د خپل حکومت چارې وستایلې.
ښاغلي ټرمپ اوکراین کې یوه انرژي شرکت کې د جوبایډن د زوی هانټر بایډن پر غړیتوب هم نیوکه وکړه، خو ښاغلي بایډن وویل، زوی یې کومه تېروتنه نه ده کړې.
جنجالي مناظره
د مناظرې اوږدو کې ښاغلی ټرمپ بیا بیا د جو بایډن خبرو کې ور لوېده. که څه هم جو بایډن دا کار کاوه، خو د ټرمپ په څېر ډېر نه.
یو ځل چې ټرمپ د جو بایډن خبرو کې ور ولوېد، نو ښاغلي بایډن کوچنی وباله او زیاته یې کړه: غلی کېږې.
کریس والاس له ټرمپ وپوښتل پر ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کال یې څومره مالیه ورکړې ده؟ نیویارک ټایمز ریښتیا وايي، چې دواړو کلونو کې دې ۷۵۰ ډالر ورکړي دي؟
ښاغلي ټرمپ اول وویل میلیونونه ډالر مالیه یې ورکړې ده او د ویاند د فشار له امله یې بیا وویل: "دې دوو کلونو کې یې میلیونونه ډالر ورکړي دي. "
ښاغلي بایډن ترې وپوښتل، چې ولې مالي پاڼې نه خپروي، نو ټرمپ ځواب ورکړ چې ټول به یې ولولي.
هغه تراوسه دا سندونه خپاره کړي نه دي.
کله چې د اقتصادي ودې خبره شوه، نو کریس والاس ښاغلي ټرمپ ته وریاده کړه، چې د ده د ولسمشرۍ تر لومړیو درې کلونو د ولسمشر اوباما د واکمنۍ په وروستیو دریو کلونو کې ډېر کاري چانسونه رامنځ ته شول.
خو ښاغلی ټرمپ وویل، ولسمشرۍ کې یې امریکا په تاریخ کې ډېره اقتصادي وده وکړه.
خو جو بایډن وویل، لومړنی امریکايي ولسمشر یې چې د ولسمشرۍ د دورې پای ته رسېدو کې دې د دې په ځای چې ډېرو خلکو دې کار موندلی وي، خپل کار یې له لاسه ورکړی دی.
وروستیو میاشتو کې د کورونا وبا خپرېدو سره امریکا کې په میلیونونو کسان بې کاره شوي دي.
د ځمکې تودوخه
کرېس والاس د امریکا لوېدیځ کې اور یادولو سره د امریکا ولسمشر وپوښت چې اقلیمي بدلون یې له پوښتنې سره مخ کړی دی.
خو ټرمپ وویل، رڼې اوبه او پاکه هوا غواړي: "که مخینې ته مې ګورئ ښه عمل مې کړی دی. خو له پاریس تړون ځکه ووتم چې د امریکا په تاوان دی. "
نوموړي کلیفورنیا کې اور د ځنګل ساتنې څرنګوالي او د ځنګلونو وچو لرګیو سره وتاړه.
هغه له دې پوښتنې په ډډه تېر شو چې د اقلیمي بدلون په هکله څه فکر لري.
د تودوخې سره د مقابلې لپاره د دوه تریلیون ډالرو پروګرام په هکله ښاغلی بایډن وپوښتل شو، خو دې پخواني سناتور ځواب کې وویل، د ډونلډ ټرمپ د ادعا خلاف دا پروګرام اقتصادي تخریب سبب نه کېږي.
نوموړي دا هم وویل، چې خصوصي سیکتور د برېښنا تولید لپاره د ډبرو سکرو په ځای پاکې سرچینې غواړي او زیاته یې کړه چې دې دوه تریلیون ډالري پروګرام سره به د ښې تنخا میلیونونه کاري چانسونه رامنځ ته کړي.
نوموړی له پاریس تړون سره د بیا یوځایېدو ژمنه وکړه.
دغه پخواني مرستیال ولسمشر برازیل کې د امازون ځنګلونو اور ته په اشاره وویل، باید دا ځنګلونه وساتل شي.
د هغه په خبره، بادونه، استوايي توپانونه او وچکالي میلیاردونه ډالر تاوان اړوي او دا ټول د ځمکې تودوخې له امله دي او باید د مخنیوي هڅې یې وشي.
خو ټرمپ ترې وپوښتل چې خپل ۴۷ کلن سیاسي ژوند کې یې ولې د ځمکې ګرمېدو لپاره کار نه دی کړی.
پوستي رایه
مناظره کې دواړه وپوښتل شول، څومره باوري دي چې پوستي رایې سمې لېږل کېږي او ګڼل کېږي او ګټونکی یې رواتوب یا مشروعیت لري.
ښاغلي بایډن وویل، د ولسمشر ټرمپ د ادارې لوړپوړي چارواکي وايي، پوستي رایې کره او سمې دي او ټرمپ خپله هم پوستې رایه ورکړې ده.
هغه وویل، د رایې په ورځ باید ټولنیز واټن ته پام وشي او خلک یې وهڅول چې په هر شکل کېږی باید رایه ورکړي او ټرمپ یې د رایې خنډ کېدلی نه شي.
هغه زیاته کړه، که ټرمپ یې وبایلي، باید له سپینې ماڼۍ ووځي.
ښاغلي ټرمپ چې تېره اونۍ د ټاکنو د پایلې له منلو ډډه کړې وه وویل، ښايي د ټاکنو پایله تر میاشتو مالومه نه شي ځکه ښکاره نه ده چې پوستي رایې څه حالت کې دي.
هغه دې مناظره کې بیا پوستي رایې له پوښتنې سره مخ کړې، خو بایډن یې مقابل کې وویل، ډونلډ ټرمپ د ټولو رایو له شمېرلو وېرېږي.