تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر ټرمپ: "جو بایډن په درغلۍ ټاکنې وګټلې؛ خپله ماتې نه منم"
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې خپله ماتې نه مني، سره له دې چې پر خپله ټوېټر پاڼه یې په غیر مستقیمه توګه منلې چې سیال یې جو بایډن ټاکنې ګټلې دي.
ښاغلي ټرمپ د یکشنبې پر ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل: "دی (بایډن) ځکه بریالی شو چې په ټاکنو کې درغلي شوې وه ". خو له دې خبرې لږ وروسته یې یو بل ټویټ کې وویل چې خپله ماتې نه مني.
ولسمشر ټرمپ په څو ایالتونو کې د ټاکنو د پایلو پر ضد محکمې ته عریضه کړې، خو تر اوسه یې د درغلۍ په اړه د خپلو ادعاو لپاره کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی او ټولې عریضې یې رد شوې دي.
خو ښاغلی ټرمپ بیا هم نه مني چې جو بایډن دې تېرې ولسمشریزې ټاکنې ګټلې وي، او تر اوسه یې خپل سیال ته مبارکي هم نه ده ورکړې.
د ټرمپ په ملاتړ لاریونونه
بل لور ته د امریکا د ښاغلي ټرمپ زرګونه پلویان په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د هغه د ادعاو د ملاتړ په موخه د واشنګټن لارو کوڅو لاریونونو ته راوتلي وو.
له لاریونیانو سره، چې شعارونه هم لېږدوي، د "پراوډ بوایز" په ګډون ښي اړخې سخت دریځې ډلې هم یوځای شوې وې او ځینو لاریونیانو د مرمۍ ضد جامې هم اغوستې وې.
وړاندې، کله چې ټرمپ خپل ځانګړي ګولف لوبغالي ته موټر کې روان و، پلویان یې هم د ګاډو د کاروان ترڅنګ پلي روان وو.
دا په داسې حال کې ده چې دیموکرات نوماند جو بایډن د تېرې نومبر ۳مې په ټاکنو کې بریالی اعلان شوی دی.
تېره جمعه ښاغلي بایډن جورجیا ایالت کې تر رایو اخیستو وروسته خپله بریا اعلان کړه، چې له ۱۹۹۲ کال راهیسې په دغه ایالت کې په ولسمشریزو ټاکنو کې لومړنی دیموکرات بریالی شوی نوماند دی.
بایډن د الکټرال کالج ۳۰۶ رایې ګټلې دي، چې د ولسمشر کېدو لپاره ۲۷۰ رایو ته اړتیا وه.
خو تر اوسه، ټرمپ په رسمي ډول خپله ماتې نه ده منلې، بلکې د ځینو مهمو ایالتونو په رایو کې یې د درغلیو رامنځ ته کېدو ادعاوې کړې دي، خو لا تر اوسه یې ثبوتونه نه دي وړاندې کړي.
د ټرمپ ملاتړو لاریونونو کې څه روان دي؟
د شنبې په ماسپیښین سپینې ماڼۍ ته څېرمه ازادۍ سیمه کې لاریونونه پیل شول، چې په پام کې وه د سترې محکمې خوا ته وخوځېږي.
لاریونیانو بېلابېل شعارونه ورکول او لېږدول، لکه "د ماګا میلیوني لاریون" او پر ځینو شعارونو یې د MAGA، "ټرمپه، امریکا یوځل بیا لویه کړه"، "لوټماري ودروه"، "واشنګټن: Stop the Steal DC " توري لیکلي وو.
د ټرمپ پر عادي ملاتړو سربېره، د "پروډ بوایز" سخت دریځې ډلې غړي او د لوړې یا قسم اړوند ساتونکو او ملېشو غړي هم پکې وو.
ځینو کیڼ اړخو ډلو هم د ټرمپ ضد لاریونونو تابیا نیولې، خو په لاریونونو کې تر اوسه د اړ و دوړ کوم خبر نه دی خپور شوی.
ټرمپ څه وايي؟
ولسمشر ټرمپ د ټاکنو پایلو خلاف دریځ لا نه دی بدل کړی. نوموړي د شنبې ورځې په ځینو ټویټونو کې لیکلي، جورجیا کې د رایو اچولو د پاڼو په اړه څېړنه "د وخت ضایع کول" دي، چې په وینا یې، هلته په لاسلیک کې ستونزه ده، خو په دې اړه یې کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.
په تېره جمعه د ټاکنو اړوندو چارواکو ویلي وو، دا ټاکنې "د امریکا په تاریخ کې ډېرې ښې" وې.