ځیرک ټیلیفون څنګه د زلزلې وړاندوېینه کولی شي؟

ځیرک ټیلیفون

د عکس سرچینه، Getty Images

د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر پر پنځه ویشتمه، د کلیفورنیا خلیج سیمه د ریختر په کچ ۵٫۱ درجې زلزلې ولړزوله. له نېکه مرغه د سیمې کوم وګړی پکې ونه وژل شو.

د زلزلې د ویجاړۍ په اړه رپوټونه مهم نه وو، بلکې اهمیت یې په دې کې و چې د سیمې ګڼو استوګنو له ځمکلړزې پیلېدو مخکې پر خپلو موبایلو یو پیغام ترلاسه کړ.

ګوګل شرکت د امریکا د ځمکېپېژندنې له مرکز سره په شریکه د کلیفورنیا پوهنتونونو د اکاډیمکو کسانو په ملتیا له زلزلې مخکې د خبرداري پر یوه داسې سیستم جوړولو کار پیل کړی چې له زلزلې څو ثانیې مخکې د ګرځنده ټیلیفون کارنانو (کاروونکو) ته خبرداری ورکړي.

سمه ده چې د خبرداري کړکۍ به تنګه وي، خو له زلزلې څو ثانیې مخکې خبرداری انسان ته دا وړتیا ورکوي چې تر مېز لاندې پټ‌ شي، د اورګاډي چټکتیا ورسره کمېدلی شي او د الوتکو الوتل او کېناستل او پلونو او تونلونو ته د ګاډو ننوتل درول کېدای شي.

نو په دې سره، دا ډول سیستم د قوي زلزلو پرمهال د خلکو د ژغورلو وړتیا لرلی شي.

دا سیستم له دوو سرچینو ورتلونکې ډېټا کاروي: په سر کې د ایالت ۷۰۰ سیستمونو د شبکې پر سیستم تکیه کوي او ګوګل هم د ګوګل موبایلونو لرونکو خلکو ته د نړۍ په لر و بر کې د زلزلو پېښېدو په اړه خبرداری ورکوي.

په ډېری ځیرکو ټیلیفونونو کې چې انډرویډ چلیځ غونډال (سیستم) پکې چلېږي او ګوګل یې مدیریت مخته وړي، د چټکتیا د قیاس یو حسګر شته، همدارنګه د ګامونو شمېرلو کار مخته وړي، خو دغه حسګر ډېر زیات حساس دی، چې د زلزلې خبرداري کې هم ګټه ترې اخیستل کېدای شي.

د ویډیو تشریح، ځیرک ټیلیفون چې د زلزلې خبرداری ورکوي

له زرګونو یا میلیونونو ټیلیفونونو راغونډ شوي معلومات ارزوي او د زلزلې د پېښېدو او د ځای په اړه یې خبرداری ورکوي.

دا چې راډیويي څپې د زلزلې له څپو چټکۍ رسېږي، له ځمکلړزې پیلېدو مخکې دغه خبرداري رسېږي، په تېره د زلزلې له مرکزه لیرې سیمو کې.

په دې اړه د انډرویډ یو پروګرام جوړوونکی انجنیر مارک ستوګایټس وايي: "موږ په حقیقت کې د رڼا د سرعت (چې له موبایل نه اشارې استول کېږي) او د زلزلې د چټکتیا ترمنځ د سیالۍ ترمنځ یو. له نېکه مرغه رڼا چټکه ده".

دغه ټیکنالوجي به د نړۍ په لیرې، په تېره بې وزله سیمو کې د زلزلې د رامنځ ته کېدو په اړه خبراوي کې مرسته وکړي.

شمېرې ښيي چې دغه ډول کابو ۱۶ میلیارد ګرځنده ټیلیفونونو په ټوله نړۍ کې کارول کېږي. له دې شمېرې څخه څه باندې درې میلیارده موبایلونه انډوریډ چلیځ سیستم لري. همدا شان د زلزلې په اړه د خبرداري سیستم اوس په څه باندې ۹۰ هېوادونو کې د لاسرسي وړ دی.

خو دغه سیستم نیمګړتیاوې هم لري، په تېره په هغ لیرې سیمو کې چې د ګرځنده ټیلیفونونو کارول پکې کم دي او همدارنګه په سمندر کې د زلزلې پېښېدل چې ښايي د څونامي لامل وګرځي.