افغانستان کې ولې ډېرې زلزلې کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
تېره اوونۍ د افغانستان سوېل ختیځ کې یوې نسبتآ شدېدې زلزلې تر زرو ډېر کسان ووژل او شاوخوا ۳ زره نور ټپیان کړل.
د دې زلزلې له کبله ډېر زیان د پکتیکا ګیان ولسوالۍ کې واوښت او سلګونه کورونه پکې ونړېدل.
دا په تېرو څه باندې دوو لسیزو افغانستان کې تر ټولو مرګونې زلزله وه.
پوښتنه دا ده چې افغانستان کې دومره ډېرې زلزلې ولې کېږي؟
زلزلې هغه مهال کېږي چې د ځمکې سطحې د جوړونکو ټېکټونیکي صفحو یا پلېټونو په اوږدو کې ناڅاپي خوځښت راشي.
د فالت لاینز په نوم ماتېدنې هغو ځایونو کې رامنځته کېږي چې دغه پلېټونه پکې ټکر کوي.
افغانستان زلزلو ته ځکه ډېر مناسب دی چې پر بېلابېلو فالت لاینونه پروت دی او د هند او اېرواېشا پلېټونه همدلته سره یو ځای کېږي.
یوازې تېرو دوو اونیو کې افغانستان او شاوخوا یې لس داسې زلزلې ثبت شوې چې د رېښتر په کچه ۴ او یا تر دې لوړې وې.
همدا راز تېر کال دلته د رېښتر په کچه د یو نیم او ۴ درجو ترمنځ ۲۱۹ زلزلې ثبت شوې.
دا زلزله ولې مرګونې وه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
دا زلزله د ځمکې سطحې د هند او ایرواېشیا پلېټونو ترمنځ د ټکر پایله کې د رامنځته شوه.
د امریکا د فدرال بېړني مدیریت اژانس په وینا د رېښتر په کچه دغه ۵ اعشاریه ۹ زلزله د ۴۷۵ زره ټنه 'ټي این ټي' موادو د چاودنې یا د جاپان پر هېروشیما د غورځول شوي اټومي بم د انرژۍ ۳۷ برابره وه.
د دې زلزلې ټکانونه تر ۵۰۰ کیلومترو هاخوا پاکستان او هند کې هم محسوس شول.
د بریتانیا د جیولوجیکي سروې رېږد پېژندونکی ډاکتر بریان باپتي وایي، یو لامل چې دې زلزلې ویجاړي او مرګژوبله واړوله دا و چې د ځمکې تر سطحې یوازې ۵۱ کیلومتره لاندې وشوه.
هغه ویلي "د همالیا غرونو لمن د افغانستان له همدې سیمو پیلېږي. دلته ټېکټونیکي صفحې مخامخ نه دي جنګېدلې، بلکې لږې پر یوه بل ښوېدلې دي. همدا لامل دی چې دې سیمو کې زلزلې ډېرې ژورې نه وي او د ځمکې سطحې ته نږدې وي."
د ډاکتر باپتي په وینا "دا زلزه د منځنۍ کچې وه، خو د اغېزو له اړخه ډېره ویجاوړنکې ثابته شوه."
افغانستان کې نورې خونړۍ زلزلې کله او چېرته شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي تېره لسیزه افغانستان کې تر ۷۰۰۰ ډېر کسان په زلزلو کې وژل شوي. د دغه شمېر له مخې هر کال افغانستان کې په اوسط ډول ۵۶۰ کسان زلزلې وژني.
تېره جنورۍ د دغه هېواد لوېدیځ کې پرله پسې زلزلو لږترلږه ۲۰ کسان ووژل او سلګونو کورونو ته یې زیان واړاوه.
هندوکش کې د ۲۰۱۵ کال یوې زلزلې چې د رېښتر په مقیاس ۷ اعشاریه ۵ ثبت شوې وه، نږدې ۴۰۰ کسان ووژل. هغه زلزله د چین تر سینکیانګ ولایته محسوس شوه.
تر هغې وړاندې په ۲۰۰۲ کال هندوکش کې دوو پرله پسې زلزلو ۱۱۰۰ کسان وژلي وو.
د ۱۹۹۸ کال مې میاشت د افغانستان د شمال په تخار او بدخشان ولایتونو کې یوې زلزلې شاوخوا ۴۰۰۰ کسان ووژل.
دې زلزلې د نږدې ۱۰۰ کليو او ۱۶۰۰۰ کورونو په ویجاړولو سره شاوخوا ۴۵ زره کسان بې کوره کړي وو.
تر هغې وړاندې د همدغه کال فبرورۍ کې هم په همدغو سیمو کې یوې بلې زلزلې ۴۰۰۰ کسان وژلي او ۱۵۰۰۰ بې کوره کړي وو.
ولې افغانستان کې زلزلې ډېرې ویجاړۍ رامنځته کوي؟

ډاکتر باپتي وايي جاپان او د سویلي امریکا هېوادونو کې تر افغانستان ډېرې زلزلې کېږي "خو افغانستان ځکه زیانګالی دی چې ودانۍ یې د زلزلې پر وړاندې مقاومت نه لري."
نوموړی زیاتوي افغانستان کې ودانۍ معمولا له خټینو خښتو او لرګیو جوړېږي، یا پکې کمزورې سیمنټ کارول کېږي.
د افغانستان غرنیو سیمو کې له دې کبله هم زلزلو کې ډېره ویجاړي اوړی چې ځمکښویدنې پکې پېښېږي.
دغه ځمکښوېدنې وخت ناوخت کلي او کورونه لاندې کوي او د سیندونو بهېدو لوري بندوي چې پایله کې یې سیلابونه راځي.
له لرې پرتو او کلیوالي سیمو سره د اړیکو ستونزه د دې لامل کېږي، چې دغه هېواد کې چارواکي کله ناکله د زلزو پایله کې له رامنځته شویو ویجاړیو څو ورځې وروسته خبر شي.
ځمکښوېدنې د لارو ګودرو د بندېدو لامل هم ګرځي چې زیانمنو سیمو ته د مرستو او مرستندویانو رسېدل له ستونزو سره مخامخوي.
د وارې، باران او سړو په څېر نامناسبه هوا هم د طبیعې پېښو پر مهال دغه غرني هېواد کې د ژغورنې عملیاتو د خنډ او ځنډ لامل ګرځي.
ملګري ملتونه وايي د تېرې اوونۍ زلزله هم په بد وخت کې شوې.
د دغه سازمان اعلامیه کې راغلي "افغانستان چې شاوخوا درې نیم میلیونه داخلي بې ځایه شوي لري، له ناوړه بشري کړکېچ تېرېدونکی دی."








