ایا حیوانات د زلزلې وړاندوېینه کولی شي؟
د ترکیې او سوریې له زلزلې وروسته، پر خواله رسنیو داسې ادعاوې وشوې چې ګنې حیوانات د ناورین وړاندوېینه کولی شي. دا لاس په لاس شوې وېډیوګانې په یوه شپه کې میلیونونه کسانو کتلې دي. موږ ددغو وېډیوګانو د ثبتېدو په اړه څېړنه وکړه او د حیوانات د کړنو او چلن له کارپوهانو سره په دې اړه وغږېدو چې ایا رښتیا حیوانات د نژدې ناورین په اړه خبردای راکولی شي.