اسرائیل له نړیوالو خبرداریو سره سره پر رفح ښار پوځي عملیات کوي

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دې عملیاتو په اړه یو ځل بیا خپله ژمنه تازه کړې او په دې برخه کې یې ټول خبرداري بابيزه ګڼلي دي.

رفح ښار کې د غزې له نورو سیمو را بې ځایه شویو یو نیم میلونو وګړو پناه اخیستې ده.

اسرائیلي لومړي وزیر دا تازه څرګندونې منځني ختیځ ته د جرمني لومړي وزیر له سفره وروسته کړې دي.

هغه وایي د خپلو جګړیزو موخو تر لاسه کولو په برخه کې به" هیڅ نړیوال فشار د اسرائیلو مخه ونیسي."

نتنیاهو د خپلې کابینې غونډې ته وویل:" که موږ د خپلو موخو تر لاسه کولو مخکې جګړه ودروله، مانا یې داده چې اسرائیلو جګړه بایللې، دې چارې ته به موږ هېڅکله اجازه ور نه کړو."

نوموړي خپلې جګړیزې موخې، د حماس له منځه وړل، د برمته کسانو را خوشي کول او دا چې غزه به هیڅکله بیا د دوی په ضد سر را پورته نه کړي یادې کړې دي.

هغه وایي د دې موخو تر لاسه کولو لپاره به پر رفح ښار عملیات کوي، هغه عملیات چې د نوموړي په ټکو ډېرې اونۍ وخت به واخلي.

ټاکل شوې د جرمني لومړی وزیر اولاف شولز د یک شنبې په ورځ له خپل اسرائیلي سیال سره وګوري او تمه لري چې اسرائیل له دغه عملیاتو را وګرځوي.

نوموړي په اردون کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، " په دې عملیات کې د لویې مرګ ژوبلې شونتیا شته او ښایې د سولې هر ډول هیلې له منځه یوسي."

بل خوا د مصر او اروپایي ټولنې مشرانو د هغه څه په اړه چې دوی" ګواښ" بللی خبرداری ورکړی دی.

په قاهره کې د خبرو پر مهال دوی د فلسطین په رفح ښار باندې د اسرائیلو له نویو عملیاتو سره مخالفت وکړ او وایي په پایله کې به یې" بشري ناورین" رامنځته شي.

د مصر بهرنیو چارو وزیر بیا پر اسرائیلو غږ وکړ چې د غزې د اوسېدونکو په وړاندې د ډله ییزې سزا تګلاره، کلابندی، لوږې، د ملکي وګړو بې توپیره په نښه کولو او د بنسټونو په ویجاړولو سره نړیوال قوانین نور تر پښو لاندې نه کړي.

وړاندې ملګرو ملتونو او امریکا هم خبرداری ورکړی چې په رفح کې په پراخه کچه پوځي عملیات به ویجاړونکي وي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم د جمعې په ورځ له اسراییلو وغوښتل چې د "بشریت په نوم" دې د غزې په سویلي ښار کې دا ډول عملیات نه کوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن بیا اسرائیلو ته خبرداری ورکړی چې په رفح ښار د عملیاتو پراخول ورته "سره کرښه" ده.

د اوربند لپاره د خبرو بیا پیلول

په ورته وخت کې د رویټرز خبري اژانس او ځینو نورو رسنیو د راپوټونو له مخې په غزه کې د اوربند او د اسرائیلو او حماس له خوا د یرغمل شوي تړون د بشپړیدو په هدف خبرې د یکشنبې په ورځ د قطر په پلازمینه دوحه کې بیا پیلیږي.

ځينې رپوټونه دا هم وایي چې ښایي دا خبرې بلې ورځې ته وځنډيږي.

رویټرز د یوې سرچینې په حواله ویلي، تمه ده چې دغه خبرې د اسرائیلو او حماس ترمنځ هغه تشې ډکې کړي چې د اوربند، بندیانو تبادلې، یرغمل شویو د خلاصون او بشري مرستو رسونې په برخه کې شته.

د قحطۍ ګواښ او بشري مرستې

په همدې حال کې په اوړو بار لارۍ د غزې شمالي سیمو ته رسیدلې، هغه سیمه چې پکې مېشت خلک له لوږې سره مخ دي او په تېرو څلورو میاشتو کې مرستې نه دي ور رسېدلې.

د رسنیو او ځایي خلکو په وینا دوولس لارۍ د شنبې په ورځ غزې ته رسېدلې چې شپږ یې د غزې ښار ته او شپږ نورې د غزې شمال ته تللې دي.

حماس ویلي دغه مرستې د بې طرفه کمېټو له خوا وېشل شوې او په لاره کې یې امنیت هم د دوی د کسانو له خوا ټینګ شوی وو.

مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي چې که ډېرې مرستې ونه رسېږي عامه لوږه یا قحطي په رامنځته شي.