تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غزې ته له سمندري لارې د بشري مرستو لومړنۍ جوپه ورسېده
- Author, ایان کیسې
- دنده, بي بي سي
په بشري مرستو بار لومړنۍ بېړۍ له سمندري لارې غزې ته رسېدلې او پر ساحل ترې اوس بار کوزېږي. دغه اسپانوۍ بېړۍ پر پنجشنبه له قبرصه وتلې وه، چې د غزې اوسېدونکو لپاره پکې خواړه بار دي.
په غزه کې خوړو ته سخته اړتیا ده او ملګري ملتونه وايي، نژدې ده، چې عامه لوږه په کې رامنځته شي.
له بېړۍ تر ساحله پورې د بار رسولو لپاره موقت وسائل ځای پر ځای شوي دي، خو رپوټونو کې ویل شوي، د خراب موسم له کبله د بار کوزولو بهیر سوکه پر مخ ځي.
د هوا او ځمکې له لارې غزې ته د مرستو رسولو کې له ستونزو رامنځته کېدو وروسته اوس د سمندر له لارې د بشري مرستو رسولو لپاره دا چاره یو ډول ازموینه بلل کېږي.
د وریجو، اوړو، حبویباتو، قوطي بندو سابو او همدا ډول پروټینو تازه بار د نړیوال مرکزي پخلنځي (ډبلیو سي کې) له لوري د متحده عربي اماراتو په همکارۍ چمتو شوی دی.
غزه فعال بندر نه لري او له همدې کبله ډبلیو، سي، کې داسې لنډ مهاله انتظام کړی، چې پر مټ یې د بارچالانۍ له بېړیو تر سمندر غاړې پورې بارونه ورسول شي.
تازه، د دې ادارې ویاندې لینډا روت تائید کړې، چې بار تر دې موقت بندر پورې رسېدلی او اوس له بېړۍ کوز کړل شوی دی. خو تر اوسه معلومه نه ده، چې دا خواړه به په غزه کې څنګه وېشل کېږي.
بل لور اسرائیل په یوه اعلامیه کې ویلي، په قبرص کې دا بېړۍ تالاشي شوې او په وینا یې د اسرائیل دفاع ځواکونه (ای ډي ایف) کسان د سمندر غاړې خوندي ساتلو لپاره ځای پر ځای شوي دي.
کله چې پر پنجشنبه د لارناکا سیمې له بندره دا بېړۍ ووته، هیلې ورسره ډېرې شوې.
که دا ماموریت کامیاب وبلل شي، تمه کېږي، چې غزې ته د بشري مرستو رسولو د یوه نړیوال ماموریت په توګه به نورې ورته بېړۍ هم غزې سمندر غاړې ته واستول شي.
دغه بېړۍ به یوه نوې پرانیستل شوې سمندري لار وکاروي، چې مخامخ همدې سیمې ته ورسېږي.
هممهاله امریکا متحده ایالتونه هم پلان لري، چې د غزې پر سمندر غاړه د اوبو پر سر یو داسې بندر چمتو کړي، چې د مرستو بارونه غزې ته ورسوي.
د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ مسوولین وايي، کېدای شي په دې توګه به غزې ته هره ورځ تر دوه میلیونه پورې خوراکونه ورسول شي.
خو په داسې حال کې چې د موقت بندر چمتو کولو لپاره پر وسائلو بار پوځي بېړۍ سیمې ته پر لار ده، د لوژستیک اسانتیاوو څرنګوالي په هکله پوښتنې لا هم بې ځوابه پاتې دي.